د مرکز کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو او ډزو غږونه، چارواکو بېړنی حالت اعلان کړ

پاکستان

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پولیس چارواکو په وینا، په کوټه کې په یوه برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د بي ‌بي ‌سي خبریال وايي، په کوټه ښار کې د سهار له شاوخوا شپږ بجو راهیسې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي او لږ مخکې یوه بله زوروره چاودنه هم واورېدل شوه.

بل لور د پاکستان ترهګرۍ ضد ځواک (سي ټي ډي) ویاند بي ‌بي ‌سي ته وویل، د کوټې سریاب روډ سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومتي ویاند وايي، چارواکو بېړنی حالت (ایمرجنسي) اعلان کړی او دا مهال نور جزییات نه شي شریکولای.

له کوټې سره سره د بلوچستان له پسني، نوشکي او خاران سیمو هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ناسم امنیتي وضعیت له امله، کوټې ته تلونکي او له کوټې نورو سیمو ته ټول رېل ګاډي درول شوي دي.

د بلوچستان حکومت له خوا د وسله والو د بریدونو د ناکامولو ادعا؛ کوټه کې ریډ زون وتړل شو

کوټه

د بلوچستان د اعلی وزیر سلاکار شاهد رند ادعا کړې چې په بلوچستان کې په څو ځایونو کې وسله والو د بریدونو هڅه کړې چې د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا ناکامه شوې ده، بله خوا په کوټه ښار کې له چاودنو او ډزو وروسته "ریډ زون" تړل شوی دی.

د شاهد رند پر اېکس یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې: "په تېرو دوو ورځو کې په بلوچستان کې په بېلابېلو ځایونو کې له ۷۰ د ډېرو ترهګرو له وژل کېدو وروسته، په ځینو سیمو کې ترهګرو د بریدونو هڅه وکړه چې پولیسو او ایف سي (FC) په پر وخت اقدام ناکامه کړه".

شاهد رند زیاته کړه چې دا مهال د تښتېدلو وسله والو تعقیب روان دی او نور جزییات به ډېر ژر شریک شي.

سربېره پر دې، د بلوچستان په مستونګ ښار کې پر زندان د برید په پایله کې د یو شمېر بندیانو د تېښتې خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

د بلوچستان په مچ ښار کې ځايي ادارې په جوماتونو کې اعلانونه کړي چې د امنيتي وضعيت له امله دې خلک له خپلو کورونو ونه وځي.

کوټه ښار
د اور وژنې عمله د کوټې په سریاب سړک د وسله والو په برید کې د ویجاړ شوي موټر د اور وژلو هڅه کوي. په دغه برید کې لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Rescue

د عکس تشریح، د اور وژنې عمله د کوټې په سریاب سړک د وسله والو په برید کې د ویجاړ شوي موټر د اور وژلو هڅه کوي. په دغه برید کې لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري وژل شوي وو.

په کوټه کې د بي‌ بي‌ سي خبریال محمد کاظم وایي، چې له بریدونو وروسته په ښار کې انټرنېټ بند شوی او په هوا کې چورلکې ښکاري.

د یادونې ده چې د بېلتونپالو 'بلوچستان لبریشن ارمي' لخوا پر شنبه یوه اعلامیه کې د دې بریدونو مسوولیت منل شوی او دا یې د "اپریشن هیروف" دوهم پړاو بللی دی.

د کوټې سریاب روډ سیمه کې هیلپر روغتون ته نږدې او د طارق روغتون او جناح واټ ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د کلی دیبه سیمې اوسېدونکې یوه مېرمن روبینه علي وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې ګومان یې کاوه، کور به پرې راونړیږي.

پر جناح واټ د یونیورسل کمپلکس په یوه دفتر کې کارکوونکی ایاز احمد وايي چاودنه دومره درنه وه چې ټوله ودانۍ یې ولړزوله.

هغه وايي، ټوله ودانۍ له دوړو ډکه شوه. ایاز زیاته کړه چې کله بهر ته راووت، خلکو هوټلونه او دوکانونه بندول او په تېښته کې وو.