ولې ۵۰۰ ورځو کې هم طالبان ونه توانېدل چې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له زدکړو د نجونو د محرومولو په برخه کې لومړی ګام واخیست او د دوی پر مخ یې له اووم تر دوولسم ټولګي ښوونځي وتړل، نن ۵۰۰ ورځې پوره کېږي. که څه هم بېلابېلو طالب چارواکو ویل، پر "یوې طرحې کار روان دی" او ژمنې یې کولې چې "ژر به دا ښوونځي پرانیستل شي" خو شاوخوا اوولس میاشتې وروسته یې هم دا خبره عملي نه کړه. د دوی دې دريځ نړۍ قهرولې، افغان نجونې یې ناهیلې او ځینې کورنۍ یې اړ کړې دي چې د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره له افغانستانه وکوچېږي.
په دې رپوټ کې مو همدې موضوع ته کتنه کړې.
____________________________________
د واک پر ۳۳مه ورځ له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو لومړی ګام
په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنېدو شاوخوا اوولس میاشتې اوړي او په دې موده کې یې تر بل هر څه ډېر فرمانونه او سپارښتنې، پر ښځو د بندیزونو په اړه وې چې شمېر یې تر شلو اوړي.
له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه یې لومړی ګام د خپلې بیا واکمنۍ پر درې دېرشمه ورځ د سپمتبر پر اوولسمه واخیست
دا کار په افغانستان کې د "پوهنې وزارت" عملي کړ چې د دیني زدکړو تر څنګ په دغه هېواد کې د عصري علومو بنسټونه ږدي او اوس یې واګي له نویو واکمنو طالبانو سره دي.
دغه وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي پر ۲۶مه (۲۰۲۱، سپتمبر ۱۷مه) د یوې اعلامیې په ترڅ کې د منځنيو او لیسې په کچه یوازې نارینه زدکوونکو او ښوونکو ته ښوونځيو ته بېرته د ورګرځېدو سپارښتنه کړې وه.
په اعلامیه کې راغلي وو، که څه هم وار د مخه تر شپږ ټولګي د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیستي دي او دا ځل په همدې لړ کې د "نارينه وو ټول منځني ښوونځي، لېسې او د نارينه وو رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې د خپلو زدکړو بهیر د سنبلې له ۲۷ نېټې څخه پيل کړي او د دې له مخې ټول نارينه زدکوونکي او ښوونکي بايد خپلو ښوونځيو ته حاضر شي".
خو په دې اعلامیه کې د نجونو ښوونځیو هېڅ یادونه نه وه شوې، چې دا پخپله د هغوی پر مخ د ښوونځيو د تړلو په مانا وه.
ملګري ملتونه: دا به نه جبرانېدونکې پایلې ولري

د عکس سرچینه، BNA
د طالبانو حکومت دې پرېکړې په کورنۍ او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه وپارول.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق پرې خواشينه څرګنده کړه او ویې ویل چې نجونې هم باید زدکړو ته پرېښودل شي. یونېسکو دا بندیز د ښځو او نجونو له بنسټيزو حقونو سرغړاوی وباله له طالبانو یې وغوښتل چې دا مسله روښانه او نجونو ته هم د هلکانو غوندې ښوونځيو ته د تګ برابر حق ورکړي.
د یونسکو مشرې اودرې ازولې خبرداری ورکړ چې که سمدستي نجونو ته د زدکړو حق ورنه کړل شي نو "نه جبرانېدونکې پایلې به ولري."
خو د طالبانو حکومت ویل چې د نجونو د زدکړو خلاف نه دي او د "مناسب چاپېریال" په برابرېدو سره به په "تدریجي ډول" د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
په کور دننه له اعتراضونو او له بهره د نړیوالو له فشارونو سره سره د طالبانو حکومت پر دې ژمنې څو میاشتې واوښتې خو عمل کې یې اراده بدله نه شوه.
د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ پر شلمه نېټه د هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزیر نورالله منیر وویل چې "ډېره تمه شته" د نوي تعلیمي کال له پیل سره به پسرلي کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
هغه دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف له استازې ادرینا اورجیلار سره په کتنه کې وکړه.
باختر اژانس په دې لیدنه کې د ښاغلي منیر له قوله ویلي وو، "موږ د بهرنیانو د فشار پر ځای د خپل مسوولیت او ژمنتیا له مخې د نجونو ښوونځي پرانیزو"
تعلیمي کال نوی شو خو ۱۸۸ ورځې وروسته هم د طالبانو پرېکړه بدله نه شوه
د طالب چارواکو ژمنو ناهیلي افغانان خوشبینه کړي وو چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره به بیا په سهارونو کې د ښوونځيو ټالۍ په ازانګو شي او لیکې لیکې تورکالۍ نجونې به بکسې په اوږه مکتبونو ته روانې وي.
نجونو لا له څو اوونیو مخکې راهیسې ځانونه ته نوي مکتبي کالي ګنډلي او بکسې نوې کړې وې. دا جمهوري نظام پر مهال یو دود ګرځېدلی و چې عموماً د ښه وس لرونکو کورنیو به تر اوږدو ژمنیو رخصتیو وروسته خپل اولادونه پر نویو مکتبي کالیو نازول. خو دا ځل د طالبانو له لوري وضع شوي بندیز نه د خلاصون ارمان ته رسېدل ورته "دویمه خوشالي" وه.
شبنم (مستعار نوم) هم له همداسې نجونو یوه وه چې د طالب چارواکو ژمنو خوشبینه کړې وه او ښوونځي ته د تلو شېبې یې شمېرلې.
بلاخره د نوي تعلیمي کال د پیل ورځ ۱۴۰۱ کال د وري ۳مه (۲۰۲۲، مارچ ۲۳) نېټه راورسېدله.
زرګونه مکتبۍ نجونې له شاوخوا شپږ میاشتېني ځنډ او ۱۸۸ ورځې وروسته د خپلو ښوونځيو پر لور وخوځېدې.
په کابل کې د بي بي سي یو خبریال هلته د نجونو یوه متوسطه ښوونځي سره د دې صحنې شاهد و چې ویل یې، سرښوونکې د ځايي طالبانو لخوا پیغام تر لاسه کړ چې ښوونځی باید بېرته وتړل شي.
دا هغه شېبه وه چې د هغو ډېرو نجونو سترګې له اوښکو ډکې شوې چې څو شېبې مخکې د ښوونځيو د بیا پرانیستل کېدو په تمه له خوښۍ ځلېدې.
وروسته د باختر اژانس د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له قوله وویل، ''تر شپږ ټولګي پورته د نجونو ټولو ښوونځیو او ليسو ته خبر ورکول کېږي چې د يادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي''
په رپوټ کې همدا راز ویل شوي وو، هر کله چې ''له شریعت او افغاني دود سره سمه طرح چمتو شي، بیا به دې تعلیمي ادارو ته خبر ورکول کېږي''
په همدې وخت کې د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو ویل چې دا طرحه یې د طالبانو مشر ته سپارلې او اوس پرېکړه د هغه په لاس کې ده.
"ولې له لوستو او خپلواکو مېرمنو دومره وېره لرئ؟"

دې پرېکړې د شبنم غوندې د زرګونو نجونو دا د څو شېبو خوښي بېرته په غم واړوله.
خور یې هغه مهال له بي بي سي سره په خبرو کې ویل، "د شپې یې څو ځلې اوتو کړي کالي واړول راواړول، ډېره خوشاله وه چې سبا ښوونځي ته روانه ده. خو سهار چې له کوره ووتله، لږ وروسته سرې سترګې بېرته راغله"
د کابل د سیدنورمحمد شاه مېنې د نجونو لیسې یوې زدکوونکې راته وویل، په تمه وه د ښوونځي زنګ به وکړنګېږي او ټولې به ټولګیو ته ننوځي خو خبره نه وه چې طالبانو خپله ژمنه بدله کړې ده. دې ویل، "موږ چې سهار ښوونځي ته لاړو نو د ټيټو صنفونو نجونې هم وې. ښوونکې مو راته وویل چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې بېرته کورونو ته لاړې شئ. ډېرې نجونې په ژړا شوې. کور ته نه تلې، خو استادانو زارۍ ورته وکړې چې لاړې شئ ځکه چې دوی هم بې وسه دي".
د طالبانو حکومت دا پرېکړه هم سخته وغندل شوه.
ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي.
تر ټولو توند غبرګون افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست و چې پر خپله ټوېټر پاڼه یې ولیکل، دا کار "د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره له شویو ژمنو سره څرګند خیانت دی." او "له طالبانو غواړم چې د خپل هېواد د راتلونکې او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره له خپلو خلکو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر خپل ټویټر ولیکل: "نن ورځ ته مې یوه هیله درلوده: دا چې ښوونځیو ته تلوونکې افغانې نجونې به بېرته کورونو ته نه ګرځول کېږي. خو طالبان پر خپله ژمنه ونه درېدل."
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکنۍ مشرې شهرزاد اکبر هم له متوسطه او ثانوي زدکړو د نجونو راګرځولو پر پرېکړه نیوکه وکړه او پر خپل ټوېټر یې ولیکل، "ولې له لوستو او خپلواکو مېرمنو دومره وېره لرئ؟ ولې د خپل واک اوږدوالی (پر نورو) د ناپوهۍ د تپلو په دوام کې وینئ؟"
پکتیا کې پرانیستل شوي ښوونځي بېرته وتړل شول
د افغان نجونو پر مخ د منځنیو او ثانوي زدکړو ښوونځيو پر بندښت ۳۵۴ ورځې اوښتې وې.
د ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۱۴مه (۲۰۲۲، سپتمبر ۵مه) له پکتیا رپوټونه ورکړل شول چې له څو ورځو راهیسې د مرکز ګردېز په ګډون په ځينو سیمو کې له اووم تر دوولسم ټولګي د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.
ځينو ځايي طالب چارواکو هم بي بي سي ته ومنله چې، "له مرکزي حکومته داسې کوم امر نه دی شوی خو د ځايي خلکو او د ښوونځيو د مدیرانو په غوښتنه تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي".
خو د خبرونو تر خپرېدو وروسته طالبانو هلته بېرته ښوونځي وتړل.
وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفراس کې وویل چې حکومت څېړنې کوي چې دا ښوونځي ولې پرانیستل شوي او یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې له همدې کبله د دغو ښوونځيو مدیران د طالبانو استخباراتو ریاست بندیان کړي دي.
خو تر پکتیا هاخوا د کندز او هرات په ګډون د ځينو سیمو په اړه ویل کېږي چې دا ښوونځي یا پکې له اولې ورځې له سره تړل شوي نه دي او یا هم وروسته پرانیستل شوي او تر اوسه زدکړې پکې روانې دي. خو د طالبانو حکومت په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د دوولسم ټولګي زدکوونکو د خوښۍ او د شپږم هغه د خپګان لامل

د عکس سرچینه، Getty Images
تر اوږده ځنډ وروسته ناڅاپه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر ۱۶مه (۲۰۲۲، ډیسمبر ۷) د دوولسم ټولګي له زدکوونکو نجونو ازموینه اخلي.
وزارت ویل، له ازموینې وروسته به دوی ته له دوولسمه د فراغت سند ورکړل شي.
که څه هم زړه ماتې نجونې وارخطا وې ځکه چې له دوی د شاوخوا شپاړسو مضمونونو ازموینه په یکي یوه ورځ او درو ساعتونو کې اخیستل کېده خو د زدکړو بهیر بېرته "پیلېدو" ته هیله منې وې.
له لوړو زدکړو د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو له راتلونکې پرېکړې ناخبره د دغو زدکوونکو تمه وه چې تر دوولسم فراغت وروسته به پوهنتونونو ته د تګ لار ورته پرانیستل شي.
زرګونه نجونو ازموینه ورکړه او څو ورځې وروسته بریالۍ اعلان شوې.
په همدې موده کې تر اوومه د ښکته ټولګیو ازموینې هم وې خو په ځانګړي ډول د شپږم ټولګیو زدکوونکې نجونې خپه وې. په دوی کې یې ځينو بي بي سي ته وویل چې کاش په شپږم کې ناکامې شي، ځکه چې که اووم ته بریالۍ شي نو د نورو نجونو په څېر به دوی هم له زدکړو بې برخې شي.
خو څو ورځې وروسته اووم ته تازه بریالۍ شویو ځينو اولنمرګانو نجونو بي بي سي ته وویل چې، "په ژړا له اطلاع نامو سره کور ته راغلو او داسې خدای پاماني مو سره وکړه لکه فارغې شوې چې یو"
پټ ښوونځي او د لوڼو زدکړو پسې مهاجرتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو له کبله د زدکړو مینه والو کورنیو یا ځينو کورسونو ته مخه کړه او یا یو شمېر پټو ښوونځيو ته.
ګڼو کورنیو خپلې لوڼې د ژبې او نورو لنډمهالو کورسونو کې شاملې کړې چې وخت یې ضایع نه شي.
په همدې حال کې د تعلیم د برخې ځينو فعالانو په پټه په کورونو کې ښوونځي یا ښوونيز ټولګي جوړ کړي دي او هلته هم ګڼې نجونې پر زدکړو بوختې دي.
یو شمېر نورې کورنۍ بیا اړ شوي چې د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره افغانستان پرېږدي.
د محمد اصف په نوم د شپږو لوڼو یو کندهاری پلار هم د هغو ګڼو افغانانو له ډلې دی چې په دې وروستیو کې په همدې نیت پاکستان ته کډه شوی.
دی وايي نه یې غوښتل زدکوونکې لوڼې یې د طالبانو د بندیزونو له کبله له زدکړو بې برخې پاتې شي. محمد اصف هلته په یوه کرايي کور کې اوسي، خیاطي کوي او پر خپلو لوڼو د کډوالۍ په دیار کې زدکړې کوي خو پر "مهاجرو" زدکوونکو د پاکستان تعلیمي نظام کې شته محدودیتونو ته اندېښمن دی.
د نورې نړۍ دیني عالمانو سپارښتنې او د طالبانو د نظر اختلاف مسله

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم له زدکړو د افغان نجونو د منع کولو په اړه له لومړي سره طالبان له نیوکو سره مخ دي.
ځينې یې تورنوي چې پر نړۍ د فشار راوړلو او د دې لپاره چې په رسميت وپېژندل شي، د خپل هېواد پر ښځو او نجونو یې بېلابېل بندیزونه لګولي دي.
ځينې یې بیا ملامتوي چې له اسلامي احکامو د خپل "ناسم تعبیر" له کبله داسې کوي کنه نو په اسلام کې د نجونو له زدکړو سره مخالفت نه شته.
د پاکستان د اکوړه خټک، د مصر د الازهر پوهنتون او د ترکیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمانو او مذهبي بنسټونو له طالبانو غوښتنه کړې چې پر نجونو دې زدکړې نه بندوي.
د طالبانو په خپل منځ کې هم په دې اړه د نظر اختلاف ښکاره دی.
ځينې طالب مشران دا یوه شرعي مسله بولي، یو یې "مباح" او بل یې "فرض" ګڼي او یو شمېر نور یې بیا د افغانستان په دود او کلتور پورې تړي او وايي چې ګواکې په ځينو سیمو کې تر شپږم پورته "عصري زدکړو" ته خلک زړه نه ښه کوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې، "تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې اړه باید د هېڅ شخص نظر مهم نه وي" او د نجونو زدکړو پر مخالفانو یې غږ وکړ چې که څوک کوم دلیل لري نو وروړاندې دې شي.
خو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي یې "مباح" بولي او وايي، که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو بیا "مستحب دی" او د پوهنې مخکېني وزیر نورالله منیر ویلي، د نجونو ښوونځي ځکه تړلي پاتې دي چې ګواکې په ځينو "لرې پرتو" سیمو کې تر شپږم پورته "عصري زدکړو" ته خلک د نجونو له تګ سره مخالفت لري.
پر دې ټولو تا ویلو او ما ویلو باندې دا دی ۵۰۰ ورځې اوړي خو "ځای هغه سوځي چې اور پرې بلېږي"، د دغو پرېکړو اصلي قربانیانې هغه نجونې دي چې دا ۵۰۰ ورځې پرې لکه د ۵۰۰ کلونو په سختۍ تېرې شوې او لا هم مالومه نه ده چې د ژوند له بنسټيزو حقونو د افغان نجونو او ښځو د محرومولو په اړه د طالبانو واکمن حکومت نورې څه ډول پرېکړې کوي.
تر ټولو تازه پرېکړه چې پرون یې کړې، د شخصي پوهنتونو په کانکور ازموینه کې له ګډونه د دوولسم ټولګیو فارغو شویو نجونو منع کول دي.
طالبان له لومړیو ورځو دغه ډول بندیزونه لنډمهالي بولي، خو ځینې وېره لري چې په دې ډول ځپونکو تګلارو ښځې او نجونې ورو ورو له زدکړو راګرځوي.














