د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې؛ کندهار کې د کاميابۍ کچه لوړه ده

افغان محصلينې

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د کانکور د سږنۍ ازموینې پایلې اعلان شوې، چې د تېرو کلونو پرتله په شپږ میاشتې ځنډ اخېستل شوې وه.

په دې ازموینه کې ۱۴۰ زرو کسانو ګډون کړی و، چې شپږ اتیا زره پکې لوړو او نیمه لوړو زدکړو ته بریالي شوي دي.

تر ټولو لوړې نومرې پکې د سليمان په نامه يوه هراتي زده کوونکې اخېستې دي چې د کابل طب پوهنتون ته بريالی شوی دی.

د فاطمې امیري په نامه هغه زده کوونکې هم پکې پوهنتون ته بریالۍ شوې، چې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز باندې شوي برید کې سخته ژوبله شوې وه اوس د کابل پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي ته بريالۍ شوې او وايي دا يې د خوښې رشته ده.

په تېرو کلونو کې، ښځینه کاندیدانو معمولا په ازموینه کې غوره نومرې ترلاسه کولې خو سږ کال د سر په لسو غوره نومره اخيستونکو کې کومه نجلۍ نشته.

د کانکو ازمونيو د ملي ادارې مشر عبدالقدير خموش وايي، سږ کال د نورو کلونو پرتله د لوړو زدکړو په څانګو کې ډېر کسان جذب شوي او پايلې هم ژر اعلان شوې.

سږ کال په کندهار ولايت کې د تېرو کلونو پرتله د برياليو محصلينو فيصدي لوړه وه، چې تېرو کلونو کې خورا ټيټه وه خو کندهار د منلو شويو محصلينو د شمېر له مخې د سر په ۱۴ ولايتونو کې ځای نه لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د شمېرو له مخې تر ټولو ډېر زده کوونکي په کابل کې ورپسې په بلخ ولايت کې پوهنتونونو او د لوړو زدکړو ادارو ته بريالي شوي دي.

ښځینه نوماندانې په رسمي توګه د ځینو څانګو او ځینو پوهنځیو له غوره کولو څخه منع شوې وې.

د طالبانو د لوړو زده کړو په وزارت کې د کانکور د ازموینو مشر عبدالقادر خموش بي بي سي ته ويلي وو، نجونې کولای شي له دری یا څلورو پوهنځيو پرته نورې ټولې څانګې غوره کړي.

نوموړي د دې لامل د پوهنتونونو د ټولګیو د تنظیم ستونزه بللې وه او ويلي يې وو، "د دې لپاره چې په راتلونکې کې د ټولګيو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ نه شو، او جلا ټولګي ورته برابر کړای شو، د لوړو زدکړو وزارت پرېکړه وکړه چې ځینو څانګو ته یې معرفي نه کړي چې وروسته یې د تبدیلۍ غوښتنه وکړي."

ښاغلی خموش زیاتوي "د کرنې ځینې رشتې، وترنري، انجینري کې ساختماني برخه، کانونو څانګه هغه برخې دي چې په ځینو سیمو کې نجونې ورته انتخاب نه شي کولای."

تېر کال له دوولسم ټولګي نجونې نه دي فارغې شوې ځکه چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانيستلو ته اجازه نه ده ورکړې.