صبغت الله؛ افغان ماشوم چې د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو کې وځلېد

- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د سږني کانکور اول نومره شمسیه علیزاده تر ستاینې وروسته پر خواله رسنیو یو ځل بیا د یو افغان ماشوم صبغت الله د ذهانت خبرونه لاس په لاس کېږي. بېلا بېلو ښوونيزو بنسټونو او چارواکو یې په ستاینه پر فېسبوک او ټوېټ لیکنې وکړې او د هغه د قدرونې غوښتنه یې وکړه.
۱۳ کلن صبغت الله څه موده مخکې د ریاضي مضمون په یوه سیالۍ کې د څلوېښتو هېوادونو په کچه د څو نورو افغان زده کوونکو ترڅنګ ښه وځلېد.
صبغت الله په اصل کې د هلمند اوسېدونکی دی او د هرات په افغان ـ ترک معارف ابتدائیه ښوونځي کې د څلورم ټولګي زدکوونکی دی.
سیالي په کمبوډيا کې وه چې له بېلا بېلو هېوادوو تر څلورو زرو ډېرو زدکوونکو ګډون پکې کړی و. صبغت الله وايي، 'د ازموینې ډول له نورو سره توپیر درلود او باید په کم وخت کې ډېر سوالونه ځواب شوي وای'.
صبغت الله د دې نړيوالې سیالۍ یا ازموینې په ترڅ کې په اتو دقیقو کې د ریاضي دوه سوه پوښتنې حل کړې چې په دې توګه دی د امریکا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د هند په ګډون د څلوېښتو هېوادونو تر خپلو سیالیو زدکوونکو مخکې شو.
دی دې سیالۍ کې خپلې لاسته راوړنې ته خوشاله دی او وايي، 'زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم'.
د صبغت الله پلار په سختۍ د اولادونو لګښتونه پوره کوي

محمد ضیاء د صبغت الله پلار او د هلمند په نادعلي کې وېلډېنګ کاري یا فلزکاري کوي.
د ده په خبره، د هلمند په ښوونځیو کې د زدکړو کیفیت هغومره ښه نه و نو ځکه یې دغه زوی په ګډون خپل درې اولادونه هرات ته په زدکړو پسې په واړه عمر کې مساپر کړل.
محمد ضیاء وايي، په سخته د خپلو زامنو د زدکړو لګښتونه برابروي خو په کومه ورځ یې چې د خپل زوی د بریا خبر واورېد نو د خوښۍ انتها یې نه وه.
'د ډېرې خوشالۍ د لاسه مې بیخي خبرې نشوې کولی، ژړا راتلله'
دغه پلار وايي، د بچیو د زدکړو لګښتونه یې ډېر دي خو له ځانه یې تېروي او په دوی یې لګوي:
''شپه ورځ یوازې د همدغو اولادونو لپاره کار کوم. ایله د دوی مصارف پوره کړم ځکه چې ډېر دی. موږ خیر دی چې هر څه ګالو، خو که د افغانستان راتلونکی په دوی ښه کېږي، هماغه موږ ته لویه لاس ته راوړنه ده''.
صبغت الله د افغانستان په کچه هم سیالي ګټلې وه

دغه هلمندي ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړيوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالي ورپه غاړه وه.
هغه هم دې ته ورته د ریاضي ازموینه وه. صبغت الله په هغې کې هم ګډون وکړ او هلته یې هم لومړی ځای خپل او په نړېواله سیالۍ کې برخه اخیستلو ته غوره شو.
دا د ریاضي د محاسبو د نړیوالو سیالیو ۲۴ پړاو و چې د "یو. سي. مېس" په نوم پېژندل کېږي.
صبغت الله اوسمهال په کابل کې دی او بېلا بېلو دولتي او نادولتي ادارو وربللی چې ویې ستايي خو د ده خپلو درسونو ته وربېړه ده ځکه چې د کورونا له کبله تر شاوخوا شپږ میاشتيني ځنډ وروسته ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.
دغه ۱۳ کلن افغان ماشوم وايي، غواړي په راتلونکي کې د زړه جراح ډاکټر شي.










