په افغانستان کې د کانکور ازموینې پیل؛ د نجونو لپاره څانګې محدودې شوې

کانکور

د عکس سرچینه، KHAMOSH

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د لوړو زدکړو چارواکي وايي، د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې هممهاله پوهنتون ته د شاملېدو یا کانکور ازموینې پیل شوې دي.

خو په لومړي ځل نجونې پکې د پوهنتونونو ځینې څانګې یا رشتي نه شي غوره کولی.

د طالبانو حکومت کې د کانکور ازموینو مشر عبدالقدیر خموش وايي، له "درې څلور" څانګو پرته په نورو ټولو برخو کې نجونې د خپلې خوښې پوهنځي ټاکلی شي.

نوموړي بي بي سي پښتو ته وویل "د دې لپاره چې په راتلونکې کې د ټولګيو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ نه شو، او جلا ټولګي ورته برابر کړای شو، د لوړو زدکړو وزارت پرېکړه وکړه چې ځینو څانګو ته یې معرفي نه کړي چې وروسته یې د تبدیلۍ غوښتنه وکړي."

ښاغلی خموش زیاتوي "... د کرنې ځینې رشتې، وترنري، انجینري کې ساختماني برخه، کانونو څانګه هغه برخې دي چې په ځینو سیمو کې نجونې ورته انتخاب نه شي کولای."

ښاغلی خموش ادعا کوي چې په دغو څانګو کې له وړاندې په ځینو سیمو کې د نجونو لیوالتیا کمه وه او پر همدې بنسټ پرېکړه شوې.

کانکور

د عکس سرچینه، KHAMOSH

د لغمان یوې زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د کانکور له ازموینې وروسته بي بي سي پښتو ته وويل "د انتخاب پاڼه" کې یې هغه څه نه وو چې غوښتل ویې لولي.

دغه زدکوونکې زیاتوي "ډېره نهیلې یم، خپه یم چې د خپلې خوښې پوهنځي اجازه را نه کړل شوه. ما غوښتل ژورنالیزم ووایم، خو د انتخاب پارچه کې زموږ لپاره ژورنالیزم څانګه نه وه."

د طالبانو د لوړه زده کړو وزارت ویاند دوه ورځې وړاندې له بي بي سي پښتو سره په مرکه ټینګار کاوه چې "د رشتو په انتخاب کې هېڅ ډول محدویت نه دی لګول شوی."

احمد تقي پرته له دې چې د نجونو نوم واخلي ویلي وو "د پخوا په څېر ټول محصلان" د خپلې خوښې رشته ټاکلی شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پوهنتون استادانو چې د کانکور په ازموینه کې یې څارنه کوله، هم بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې نجونو د هلکانو په څېر د هرې څانګې د غوراوي حق نه درلود.

ننګرهار پوهنتون چې ۱۳ پوهنځي لري، نجونو ته پکې یوازې د اوو پوهنځیو د انتخاب حق ورکړل شوی.

په ننګرهار کې د کانکور د انتخاب هغه پاڼه چې بي بي سي پښتو ته رسېدلې، نجونو پکې د ژورنالیزم، کرنې، وترنرۍ، انجینرۍ او اقتصاد پوهنځینو ته د انتخاب اجازه نه درلوده.

په کابل پوهنتون کې بیا نجونې د ژورنالیزم څانګه ټاکلی شي خو زراعت، انجینري او ځینې نورې څانګې نه شي ټاکلی.

کابل پوهنتون

د عکس سرچینه، Getty Images

ټاکل شوې سږ کال، څه باندې ۱۰۰ زره زدکوونکي په دې ازموینه کې برخه واخلي.

د سږ کال په کانکور ازموینه کې د نجونو او هلکانو لپاره بېل وختونه ټاکل شوي دي.

د کانکور د ازموینې ادارې چارواکي وايي، په یو شمېر ولایتونو کې به یوه ورځ، په ځینو نورو کې به دوې ورځې او په لږ شمېر ولایتونو کې چې د ازموینې ګډونوالو شمېر پکې ډېر دی، په دریو ورځو کې دا ازموینه واخیستل شي.

ښاغلي خموش وویل، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د نجونو او هلکانو د کره شمېر په هکله معلومات نه لري، خو نوموړی وايي، نژدې دېرش سلنه ګډونوالې به نجونې وي.

ښاغلي خموش زیاته کړه "د اټکل له مخې ویلای شم، چې شاوخوا ۳۰ زره خویندې هم په دې ازموینه کې ګډون لري."

په تېرو کلونو کې کانکور ازموینې په وږي میاشت کې اخیستل کېدې، خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارواکو د روان کال په تله میاشت کې وویل، سږ کال نشي کولی په ټاکلې نېټه د کانکور ازموينه واخلي.