طالبان: سږ کال د کانکور ازموينه به له سنبلې مياشتې وروسته واخيستل شي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي سږ کال نشي کولی په ټاکلې نېټه د کانکور ازموينه واخلي.
د ياد وزارت ویاند مولوي احمد تقي بي بي سي ته وویل، په پوهنتونونو کې د وروستي کال زده کونکو زدکړې پای ته نه دي رسېدلې نو ځکه دوي د نویو محصلینو لپاره ځای نه لري او ټاکل شوې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينه له وږي يا سنبلې مياشتې وروسته واخيستل شي.
په تېرو کلونو کې په د افغانستان له ښوونځیو فارغېدونکو زده کوونکو د وږې په میاشت کې د کانکور ازموینه ورکوله.
خو اوس د لوړو زده کړو وزارت وایې، پوهنتونونو ته د نویو زده کوونکو د راتګ دا لویه ازموینه د اوس لپاره ځنډول شوې ده.
مولوي احمدتقي وايي، "د کورونا وېروس او وروستيو تحولاتو له امله د افغنستان د لوړو زدکړو تحصيلي بهير هم ځنډېدلی دی. هغه محصلين چې وروستی کال او وروستی سمېستر يې دی، تراوسه نه دي فارغ شوي، کله چې هغوی فارغ شي نويو محصلينو ته به ځای پيدای شي او جذب به يې شروع شي."
لا معلومه نه ده چې د کانکور ازموینه به کله اخیستل کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګې پورته نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي او د ښوونیز کال نیم هغه یې له وړاندې له لاسه وتلی دی.
بل پلو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالی عبدالباقي حقاني وایې، دوي په سختو حالاتو کې د پوهنتونونو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانيستې دي.
عبدالباقي حقاني په کابل پوهنتون د چین لخو د جوړ شوي تحصلي کمپلکس د پرانیسې پر مهال وویل، افغانان لا هم د معیاري زده کړو په برخه کې د نړۍ هېوادونو ته اړ دي او که نړۍ غواړي چې افغانستان د دوي له احتیاجه خلاص شي، په دې برخه کې دې ګټوره همکاري ورسره وکړي."
د پوهنتونونو د پرانیستو پاتې کېدو او معیاري زده کړو خبره داسې مهال کېږي چې هر کال به د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو افغان زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې تحصلي بورسونه ورکول، خو له تېر یوه کاله راهیسي دا لړۍ هم د نورو هغو په څېر تته شوې ده، او په ډېرو هېوادونو کې په زده کړو بوخت افغان محصلین هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.












