د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۳۰۰ ورځې؛ پر زده کوونکو او کورنیو یې څه اغېز کړی؟

د ښوونځي زده کوونکې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

"ما ځان لپاره له کانکور ډېر پورته هدف ټاکلی و، غوښتل مې ساینس پوهه شم، هڅه مې کوله د ناسا اداره کې د اېنټرنشېپ په اړه مالومات ومومم او آزموینه ورکړم خو دومره نهیلې شوې یم چې اوس وایم، خدای خبر څوک به راته د دې اجازه هم راکړي چې کانکور آزموینه ورکړم او لوړې زده کړې وکړم، که نه"

دا د پلوشې په نامه د هغې زده کوونکې خبرې دي چې د ښوونځي دورې د بشپړېدو هیلې یې په نیمه لار نیمګړې پاتې شوې.

د ښوونځي د تړل کېدو یې ۳۰۰ ورځې وشوې چې تقریبا بش‍پړ ښوونیز کال بلل کېږي.

پلوشه په کابل کې د دولسم ټولګي زده کوونکې وه، د ښوونځي تر فراغت یې یوازې څلور میاشتې پاتې وې، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره یې پر مخ د ښوونځي دوازې وتړل شوې او لا یې د برخلیک هېڅ هم نه دي مالوم.

نوموړې بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې وویل، د دغه وضعیت دوام ترې د ژوند لوری ورک کړی، ناهیلې شوې او وايي:" هر څه راته بې مانا ښکاري،‌ د ښوونځي دروازې مې د څو شېبو لپاره پر مخ خلاصې وې، یوازې ورننوتم او بېرته ترې راووتم او بیا تر نن هېڅکله بېرته ورستنه نه شوم."

د زده کوونکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوموړې په ټکو" مخکې به مو په ښوونځي کې د نړۍ، ساینس او ټکنالوژۍ په اړه بحثونه کول خو اوس په دې غږیږو او فکر کوو چې تور ټیکری پر سر کړو که رنګه، چادري وکړو که لوڅ مخ وګرځو، څه روا دي او څه نا روا."

پلوشه پر طالبانو غږ کوي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندې دروازې بېرته ژر تر ژره پرانیزي.

دا یوازې پلوشه نه ده چې د خپل نامالوم برخلیک اندېښنو اوتره کړې. افغانستان کې سلګونه زره نورې نجونې هم د دغه وضعیت دوام اندېښمنې کړي او د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو هغې ورځې ته سترګې پر لار دي چې تر دې دمه یې په اړه هېڅ څه نه دي روښانه.

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندو دروازو ګڼې کورنۍ هم د خپلو اولادونو برخلیک ته حیرانې کړې دي.

نویده شکېب د هغو میندو له ډلې یوه ده چې د اووم ټولګي زده کوونکې یوه لور یې له زده کړو راګرځول شوې او په کور ناسته ده.

آغلې شکېب بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، د افغانستان د پرمختګ لپاره یوازې د هلکانو تعلیم بسنه نه کوي،‌اړتیا ده چې نجونې ورسره یو ځای د پرمختګ او ابادۍ پر لور ګامونه پورته کړي، او دا هغه وخت شونې ده چې د نجونو پر لومړنیو زده کړو بندیزونه لرې کړل شي.

پر کورنیو د نجونو ښوونځیو بندولو اغېز

د ښوونځي نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

تمه وه د روان لمریز کال د وري په لومړیو کې د ټولو نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو د طالبانو مشر په لارښوونه تر "امر ثاني" پورې وتړل شول.

د ښونځیو تړلو دروازو د نجونو تر څنګ د هغوی میندې او پلرونه هم اندېښمن کړي.

نویده وايي، د لور هرې ورځې خپګان او ژړا پر رواني ستونزو اخته کړې او د دې حالت دوام به یې وضعیت لا پسې خراب کړي.

د هغې په وینا :"دا حالت زما لپاره دردوونکی دی چې لور مې هره ورځ په مبایل کې خپلو ټولګیوالو ته ژاړي، د خپل ښوونځي تېر یادونه یادوي، لور مې آن د خپل ټولګي تقسیم اوقات هره ورځ په کور کې ګوري چې نن فلانۍ ورځ ده او په دغه ورځ مو دا مضمونونه لرل، دا حالت واقعا دردونکی دی د یوې مور لپاره."

نوموړې زیاتوي:"لور مې هره ورځ له ما پوښتنه کوي چې، ښوونځی مې کله پیلیږي؟ زه به مې د ښوونځي جامې بیا کله اغوندم، زه به بیا کله د کتابونو بکسه واخلم او خپلو همزولو سره به ګډه ښوونځي ته ځم؟ خو زه یې د پوښتنو لپاره هېڅ ځواب نه لرم."

د نجونو د ښوونځيو بند پاتې کېدو ګڼې کورنۍ آن تر دې کچې اندېښمنې کړي چې ښايي کډوالۍ ته اړ کړل شي او د خپلو لورګانو د زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شي.

یو بل کس چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه شو اخیستی بي بي سي ته وویل، د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو له هغو ژمنو ناهیلي او ستړي شوي چې تر ننه یې پرې هېڅ عمل نه دی کړی.

دی وايي د لور خپګان او مایوسۍ یې د کور فضا بدله کړې او د پخوا په څېر رنګ نه لري.

دغه کس راسره د خپلو هغو دوو لوڼو د نهیلۍ په اړه غږېدلی چې یوه یې په یوولسم او بله په دولسم ټولګي کې وه.

دی وايي"لورڼې مې چې کله خپل وروڼه ښوونځي ته د تللو پر مهال ګوري، سترګې یې له اوښکو ډند شي، دغه خپګان یې له موږ د ژوند ارامښت اخیستی، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي زما په ګډون ګڼې کورنۍ اړې دي چې مهاجرت وکړي."

د طالبانو دریځ او د نړیوالو غبرګونونه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر ښوونځیو بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د ژر پرانیستو غوښتنه یې کوي.

د بشر حقونو څار سازمان تېره ورځ په خبرپاڼه کې ویلي،"درې سوه ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي،‌ د هرې ورځې په تېرېدو نه یوازې د نجونو بلکه د ټول افغانستان راتلونکی یې خطر سره مخ کړی دی."

د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو په برخه کې د نړیوالو له فشارونو سره سره طالبانو لا هم په په خپله پرېکړه کې د بدلون راوستو څه نه دي ویلي.

د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو په تړاو غوښتنې داسې مهال کېږي چې کابل کې د طالبانو له خوا جوړې شوې غونډه کې د دغه حکومت د مشرانو له خوا د نجونو د زده کړو هېڅ یادونه نه ده شوې.

د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو حکومت کې دننه هم د نظر اختلاف شته. همدا څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس بیا بیا د نجونو او ښځو د حقونو د ورکړې غوښتنه کوله.

راروانه میاشت افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي خو لا هم دوی د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه کوم ځانګړي پلان نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو په ستره محکمه کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو ته ویلي هغې کمېټې کار بشپړ کړی چې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره یې د طالبان مشر ته وړاندیزونه ورکول.

خو د دغې سرچینې په وینا تر اوسه یې مشرتابه پرېکړه نه ده کړې. تر هغې چې د طالبانو مشر د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستو پرېکړه کوي، ښايي سلګونه زره نجونې او کورنۍ همداسې نهیلي پاتې وي.