افغانستان کې د نجونو زدکړه
طالبانو نن افغانستان کې د ښوونځيو پرانيستې پر مهال اعلان وکړ، لا يې د نجونو د جامو د بنې په اړه پرېکړه نه ده کړې، نو په وينا یې له شپږم ټولګي پورته نجونې دې ښوونځيو ته نه ورځي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما خواشينې ښوولې، د بښنې نړيوالې ټولنې ويلي، دوی له افغان نجونو سره ولاړ دي، او پر طالبانو یې غږ کړی، چې نجونې زده کړو ته پرېږدي. د افغانستان لپاره د امریکا چارسمبالي سفير، ایان مککري، ويلي په ژوره ځورېدلی چې طالبان نجونې زده کړو ته نه پرېږدي، او دا یې نهيلوونکی د طالبانو ډېرو ډاډګېرونو ماتوونکی ګام بللی دی.
تمه ده، ټولتال شاوخوا لس ميليونه ماشومان او زلميان، چې ۴۰ سلنه یې نجونې دي، سر له ننه ښوونځيو ته مخه کړي. شازيې حیا د نجونو د زده کړې په اړه راپور جوړ کړی.