د ملګرو ملتونو راپورټر: طالبانو راته ویلي چې د نجونو منځنيو ښوونځيو په اړه به ژر اعلان وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي ځانګړي استازي ویلي، چې د نجونو منځنيو ښوونځيو په اړه به ژر اعلان وکړي.
د ملګرو ملتونو راپورټر ریچرډ بېنیټ دا څرګندونې افغانستان ته تر خپل اوه ورځني سفر وروسته له بي بي سي سره کړې او وايي چې طالب مشرانو ورته ویلي په دې اړه به اعلان ژر وشي خو ښاغلی بېنیټ زیات وي، افغان چارواکو په دې اړه ده ته ناڅرګند معلومات ورکړي، چې په وینا یې یوه کمېټه په دې اړه کار کوي.
نهه میاشتې وړاندې واک ته د طالبانو تر رسېدا وروسته په افغانستان کې له منځنیو ښوونځیو او له ځینو لومړنیو ښوونځیو نجونې محرومې شوې دي.
خو ښاغلی بېنیټ وايي، هیلمن دی چې نجونې به یوځل بیا ښوونځیو ته د تګ موقع ومومي:
"ان طالبان، چې ډېری یې مني نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي او وايي که څه هم کاري ډګر کې ښځو ته موقع محدوده شوې ده، خو په تعلیمي سکټور او روغتونونو کې د ښځو کار نه محدودوي، دوی وايي پوهنتونونه یې د ښځو او نارینه لپاره بېرته پرانیستلي، نو د دوی وړاندیز دا دی چې نجونو ته به ښوونځي پرانیزي. خو پوښتنه دا ده چې کله او زه فکر کوم د ننه یو خوځښت شته".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دی وايي، نړیواله ټولنه باید خپل فشار ته دوام ورکړي چې ډاډه شي طالبان په دې اړه خپله دا ژمنه عملي کړي:
"فکر کوم د نجونو او هلکانو لپاره د تعلیم حق یو مشترک ټکی دی، دې ته په اشاره چې د نړۍ په هېڅ ټولنه یا هېواد - ان اسلامي ټولنه کې هم - نجونې له ښوونځیو نه راګرځول کېږي، دا د بشر حقونو اړوند سخت دریځي او د نه منلو ارزښتونه دي او فکر کوم ښوونځیو ته د نجونو تګ کاملاً یو ضرورت دی".








