اووم ټولګي ته تازه بریالۍ شوې افغان نجونې: "په ژړا اطلاع نامو سره کور ته راغلو"

زدکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې له شپږم اووم ټولګي ته تازه بریالۍ شوې نجونې وايي، خپه دي چې د دوی پر مخ هم نور د ښوونځي ورونه تړلي دي او دوی به هم د نورو نجونو غوندې پر کور کېنول شي. له هغه راهیسې چې د طالبانو حکومت له اووم تر دولسم ټولګي د نجونو ښوونځي بند کړي، اوس به زرګونه هغه نورې زدکوونکې هم په ورته برخلیک اخته شي چې سږنیو کلنیو ازموینو کې له شپږم ټولګي اووم ته بریالۍ شوې دي. د دوی مېندې او پلرونه وايي، له مجبورۍ خپلو لوڼو ته کاذب ډاډ ورکوي چې ښايي د طالبانو حکومت خپله پرېکړه بدله کړي، خو د شاوخوا یونیم کال په اوښتو لا داسې څه نښې نه ښکاري. په دې رپوټ کې مو دې موضوع ته کتنه کړې او ځينې مرکه شوي کسان د خوندیتوب لپاره په مستعار نوم یاد شوي دي.

grey_new

"هسې مو امتحان ورکړ، سوالونه به مو نه حل کول چې ناکامه شوې وای، بېرته به شپږم کې ناستې وای، نور خو مو مکتب ته نه پرېږدي"

دا کابل کې د سیدنور محمد شاه مېنې د نجونو لیسې زدکوونکې هیلې خبرې دي چې تازه په کلنیو ازموینو کې له شپږم ټولګي اووم ته اولنمره ور بریالۍ شوې ده.

خو د بري پر ځای د ناکامۍ ارمان ځکه کوي چې وايي، له اووم تر دوولسمه د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او دا به هم د هغوی په څېر له یوه نامالوم برخلیک سره مخ شي.

د هیلې له طب سره جوړه ده خو اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپلې دې هیلې ته رسېدل ورته ګران دي.

"داسې خدای پاماني مو سره وکړه، لکه فارغې شوې چې یو"

زدکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

هیله وايي، "زموږ ټولګي کې دا ځل درو نجونو په کلنیو ازموینو کې الف درجه اخیستې وه. خو ټولې خپه وې. ځکه چې شپږم نه پورته به په کور کېني. اطلاع نامې یې چې راکړې نو خدای پاماني مو سره وکړه، لکه فارغې شوې چې یو او په ژړا خپلو کورونو ته راغلو."

مسعوده یوه بله زدکوونکې ده. هغه هم تازه له شپږم اووم ټولګي ته بریالۍ شوې ده او خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده.

دا زیاتوي، "دوی وايي چې تر اووم پورته دې نجونې ښوونځيو ته نه ځي، نو موږ به څه کوو؟ زما راتلونکی به څنګه شي؟ زما څه چې د ټولو نجونو راتلونکی نامالوم دی. څه به کېږي اخر"

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل نو تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي یې په دې پلمه تړلي وساتل چې ګواکې نوې تګلاره ورته جوړوي او پسرلي ته به یې پر مخ ښوونځي پرانيزي. خو له هغه راهیسې شاوخوا یو نیم کال اوړي او لا هم دغه ښوونځي خلاص نه شول.

اوس د هغو زدکوونکو نجونو ډلې ته زرګونه نورې هغه هم ورزیاتېږي چې په سږنیو کلنیو ازموینو کې اووم ټولګي ته بریالۍ شوې دي.

مېندې او پلرونه: موږ ډاډ ورکوو خو دوی پوهېږي چې څه روان دي

زدکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

یوازې نجونې نه، د دغو نجونو کورنۍ او مېندې پلرونه هم دې وضعیت ته اندېښمن دي.

دوی د خپلو اولادونو له داسې پوښتنو سره مخ دي چې ځواب نه ورته لري او کله مجبورېږي چې په یوه "کاذب ډاډ" هغوی دلاسه کړي.

نعمان د همداسې دوو نجونو پلار دی چې لوڼې یې تازه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې دي.

دی وايي، "زه ډاډ ورکوم، خو هغوی اوس هوښیارې دي او پوهېږي چې څه روان دي. زه ورته وایم چې درس درباندې وایم چې هر رقم وي. خو دوی وايي چې لیاقت مو ضایع کېږي او خپه دي."

ستورۍ بیا یوه ترور ده چې خپلو ورېرو ته ځواب نه لري.

دا وايي،‌ "زما ورېرې ډېرې خپه دي چې څه به کوي. ما سره ځواب نه شته. یوه خو یې هره ورځ مکتب نه په ژاړه راتله. زه ورته وایم چې خدای مهربانه دی،‌ هر څه به سم شي، تاسې به هم ښوونځي‌ ته پرېږدي."

ستورۍ د خپل کور یوه داسې مشره ده چې په خپله یې هم په ډېرو کړاوونو درس ویلی او کار یې کړی.

دې د خپل مېړه تر مړینې وروسته شاوخوا دوه لسیزې د خپلو اولادونه سرپرستي کړې او هغوی یې هم د خپل وس او دست څښتنان کړي دي.

دا وايي، که لوستې نه وای ښايي د کورنۍ پالنه به ورته سخته وه.

ستورۍ زیاتوي، " ښځې که درس ووايي، ټوله کورنۍ ورسره باسواده او هوسا کېږي. که ماشومان، په ځانګړې ډول نجونې درس ونه وايي نو سبا به موږ هېڅ ډاکټره او قابله ونه لرو. ټولو مسلکونو کې به شا ته پاتې یو. ښځې به کور سره اقتصادي برخه کې مرسته نه شي کولای. باید خلک مبارزه وکړي چې دا خلک نجونې زدکړو ته پرېدي"

"نجونو د هلکانو په کالیو کې درسونه ویل"

زدکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د زدکړو پر برخه کې پر ښځينه زدکوونکو محدودیتونه لګوي. د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یې هم په دې برخه کې تر دې لا سخت دریځي ثابته کړې.

هغه مهال یې نجونې زدکړو ته نه پرېښودلې. خو هغو افغان نجونو چې کلک هوډ یې درلود، هغو کلونو کې هم پټ پناه خپلو زدکړو ته دوام ورکړ.

ځینو به ان د هلکانو کالي اغوستل، ویښتان به یې لنډول چې د نارینه و غوندې وبرېښي او خپل درس به یې وایه.

یوې افغانې کلونه مخکې خپله کیسه راته کړې وه چې څنګه یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هلکانو په کالیو کې تر یوې مودې په مدرسه کې درس ووایه، وروسته یې نجونو ته په کورونو کې پټو جوړو شویو ښوونځيو کې درسونه لوستل او کله به چې طالبان پرې شک شول نو دوی به ځای بدل کړ.

که څه هم هیله لا هم په دې تمه ده چې ښايي وضعیت هغه حالت ته ونه رسېږي او ځان ته په خپله ډاډ ورکوي چې ښايي کوم هیله بښونکی زېری ورباندې وشي.

دا زیاتوي، "وایم مکتبونه خو هسې هم بند شول، کورسونه به ووایم. کله وایم چې ښايي ناڅاپه په موږ هم د دوولسم ازموینو غوندې غږ وکړي. پرېږدم خو یې نه، چې هر څنګه مې ووایه، دوولسم خلاصوم او طب به وایم."

طالب چارواکي د ښوونځيو د بېرته پرانیستو په اړه تازه څه نه وايي، خو دا څه موده مخکې یې د پوهنې وزیر ویلي چې "پر یوه ترتیب" کار کوي. خو لا یې هم په دې برخه کې د پام وړ ګام نه دی اخیستی.