د طالبانو پوهنې وزیر؛ "اسلامي نظام د ګډ" تعلیمي سیستم اجازه نه راکوي

Taliban

د عکس سرچینه، @MoEAfghanistan

د طالبانو د پوهنې وزیر وايي، په افغانستان "اسلامي نظام" اجازه نه ورکوي چې ګډ تعلیمي سیستم ولري.

مولوي حبیب الله آغا دغه څرګندونې په بامیانو کې کړي چې نوموړی یې د پوهنې بهیر د څارنې لپاره ورغلی دی.

نوموړی وايي "موږ خپل یو ترتیب جوړوو، په وزارت کې پر دغه ترتیب سره لګیا یو. داسې نه کېږې لکه د تېرو نظامونو په څېر چې ګډوډ وي، اسلامي نظام یې اجازه نه راکوي، نو یو ترتیب به جوړوو."

روښانه نه ده چې له "ترتیب" نه د طالبانو د دغه نوي وزیر موخه څه ده خو له خبرو یې ظاهراً داسې ښکاري چې د ښايي د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستو لپاره پر ځینې پروګرامونو بوخت وي.

طالب چارواکي پر لپسې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره کار کوي، خو دا نه وايي چې کله به یې پرانیزي.

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او هلکانو ښوونځي جدا دي او په ډېری سېمو کې بېل ښوونکي لري.

د پوهنې ځینې فعالان په دې باور دي، هغه ادعا چې طالبان وايي د نجونو تعلیمي سیستم ګډ دی، سمه نه ده.

اوس نژدې ۳۹۵ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ستانکزی: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي یو ملت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې تعلیم پکې وده وکړي.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال

وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی ویلي وو، یو ملت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې تعلیم پکې وده وکړي.

نوموړي کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته ویلي وو، د طالبانو حکومت دې ټولو افغانانو (نر او ښځو) ته د تعلیم زمینه برابره کړي. ده وویل باید ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. نوموړي وویل د تعلیم په اړه ستونزې چې څومره ځنډنۍ کېږي هومره ملت له حکومت سره واټن نیسي.

بل لور ته په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.

ښاغلي حنفي وویل: "کله چې د مباح او د امیر تر مابین تعارض راشي نو بیا د امیر حکم واجب دی".

نوموړي استدلال وکړ چې د دنیاوي علم پرتله حجاب کول یو فرض عمل دی، خو په غیر مستقیمه توګه یې نیوکه یې وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې حجاب نه مراعت کېږي.