فرانسوي چارواکي وايي، کالې کې ځنګل نومي کمپ نه یې ټول کډوال ایستلي دي

د عکس سرچینه، AP
فرانسه وايي، په بندري ښارګوټي کالې کې یې له ځنګل نومي کمپ نه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ کړی دی. فرانسې د دغه کمپ ویجاړولو عملیات درې ورځې مخکې پیل کړي و.
یوې ځايي چارواکې دغه اعلان داسې مهال کړی، چې په کمپ کې شپې مهال لګېدلي اورونه اوس هم لیدل کېږي.
په دغه کمپ کې مېشت اکثر کډوال بریتانیا ته د تلو لپاره لیوال وو او له همدې کبله دغه کمپ په اروپا کې د کډوالو بحران پر یوه سمبول بدل شوی و.
د دوشنبې له ورځې راهیسې فرانسوي چارواکي له دغه ځایه کډوال د فرانسې لر او بر کې پناه ځایونو ته بسونو کې لېږي.
د ' پاس دي کالیز ' عملیاتو مشره پابین بوچیو وايي، ''د ځنګل کېسه پای ته رسېدلې، زموږ ماموریت هم ختم شو، اوس په دغه کمپ کې هېڅ کډوال نه دی پاتې. ''
هغه وايي پنځه زره کسان له دغه ځایه د هېواد په لر او بر کې د استقبالیه او لارښوونې مرکزونو ته لېږل شوي دي.
نوموړې زیاتوي له مازدیګره وروسته به ۱۵۰۰ نور کم عمره کسان بېلو مرکزونو ته واستول شي او له هغه وروسته به دغه مرکزونه نور کسان نه مني، چې وايي، کالې ته د نورو نابالغو کسانو ورتګ مخه ونیول شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اټکلونو له مخې دغه کمپ کې له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ پورې کسان مېشت وو. د بي بي سي خبریال سایمون جونز له کالې نه خپل رپوټ کې کاږي، ښايي یو شمېر کسان په شاوخوا کې پټ وي او یا د خپلې خوښې نورو ښارونو ته تللي وي.
چارواکو سره داسې وېره هم شته، چې د کمپ له منځه وړلو وروسته ښايي دغه کسان بېرته سیمې ته ستانه شي.
د کالې کمپ له منځه وړلو عملیاتو پر مهال ۱۲۰۰ پولیس په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.








