د ځنګل پنډغالي له تړلو مخکې د پولیسو او کډوالو ترمنځ نښته وشوه

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې پولیسو له کالې بندر بهر په ځنګل نومي پنډغالي کې له کډوالو سره نښته کړې. ټاکل شوې د بې قانونه پنا غوښتونکو له خوا جوړ دا پنډغالی د دوشنبې په ورځ وتړل شي.
پولیسو د قانون د حاکمیت لپاره دود زېږي( دود جوړونکي) لاسبمونه هم غورځولي دي او په مقابل کې کډوالو پر دوی د بوتلونو ګوزارونه کړي دي.
له دې پېښې مخکې حکومتي ادارې په پنډغالي کې د پاڼو په وېشلو سره له کډوالو غوښتي و، چې په بولدوزر سره د دوی د استوګنځي له ورانولو مخکې دا ځای پرېږدي.
په ورته مهال له دې کمپ بریتانیا ته د هغو ماشومانو لومړۍ جوپه رسېدلې چې د کورنۍ نور غړي ور سره نه وو او نه هم په هغه هېواد کې خپلوان لري.

د عکس سرچینه، Reuters
دا ماشومان د هغه قانون له مخې بریتانیا ته لېږدول شوي چې له ګواښ سره مخ له ۱۳ کلونو کم عمره نجونو او هلکانو ته په دغه هېواد کې د پنا اخیستلو حق ور کوي.
دا ماشومان د هغو ۳۹ هلکانو له جوپې وروسته بریتانیا ته ځي چې په دغه هېواد کې یې خپلوان درلودل.
اټکل دی چې تر ۱۰۰۰۰(لس زرو) پورې کسان په ځنګل پنډغالي کې اوسي او د دوشنبې په ورځ به ډېری د فرانسې په نورو مرکزونو کې استوګن شي.
د نږدې ۵۰ کډوالو ډلې د شنبې په ورځ پر فرانسوي پولیسو ډبرې وار کړې دي، په ځواب کې له دودزېږو (لوګي جوړوونکي) لاس بمونو او برېښنايي ډنډو سره مخ شول.
مرستندویه ادارې اندېښمنې دي چې ځینې کډوال به په فرانسه کې نورو مرکزونو ته له تللو ډډه وکړي، ځکه دوی غواړي بریتانیا ته لاړ شي.

د عکس سرچینه، AP
په کالې کې د بي بي سي خبریال سیمن جونس وايي، په ځنګل کې د خټو، چکړو او چټلۍ سره سره ډېر کډوال دا پنډغالی خپل کور بولي.
فرانسوي چارواکو په اعلامیو کې له کډوالو غوښتي یو مرکز ته ځان ورسوي، دوی به له هغه ځايه په بسونو کې د فرانسې مختلفو سیمو ته ولېږدول شي.
کډوال بیا په هغو سیمو کې پنا هم غوښتلی شي، خو د کډوالو چارو یوه فرانسوۍ ټولنه وايي، په لسو زرو کې نږدې ۲۰۰۰ کډوال به نورو سیمو ته له تګ ډډه وکړي.
دوی غواړي بریتانیا ته د رسېدلو لپاره په کالې کې پاتې شي.
چارواکي وايي، د کډوالو په ضد ځواک نه کاروي، خو که د پنډغالي له پرېښودلو ډډه وکړي، نو ممکن دا کار هم وکړي.

د عکس سرچینه، AFP








