انډېپنډنټ: فرانسوي پولیس د کالای پنډغالي کډوالو بوټان اخلي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
انډېپنډنټ:

د عکس سرچینه، Reuters
انډېپنډنټ ورځپاڼې په فرانسه کې د کډوالو د یوه مشهور پنډغالي کالې په اړه په یوه تحقیقي راپور کې لیکلي چې د فرانسې پولیس په دغه پنډغالي کې له میشتو کډوالو بوټان اخلي، دا ددې لپاره چې د ورځپاڼې په وینا دغه کډوال له پنډغالي بهر ته وتلو ته زړه ښه نه کړي.
په دغه پنډغالي کې یو شمیر افغانان هم اوسېږي، او په دې وروستیو کې یې فرانسوي چارواکو د تړلو هوډ څرګند کړی. کډوالو ویلي هغه کسان چې د پولیسو له دغې غوښتنې سر غړونه کوي د زور په کارولو ګواښل کیږي.
ورځپاڼه وايي؛ له کډوالو موبایل تلفونونه هم اخستل شوي، انډینپنډنټ دغه کار د قانون پلي کوونکي ځواک لخوا د ویرولو نوې بڼه او وحشت بللی.
دې نېشن:

د عکس سرچینه، Reuters
پاکستانۍ ورځپاڼې دې نېشن د دغه هېواد سوداګرو او رونډ اندو د ټولنې د مشر میا زاهد حسین په حوال ویلي چې پاکستان باید د خپلې خاورې له لارې افغانستان او هند ته د سوداګرۍ اجازه ورنکړي، ځکه د ده په وینا دغه ډول سوداګرۍ د پاکستان امنیت ته خطر دی.
ښاغلي حسین دغه راز پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړي چې د سارک سازمان هغه هوکړه لیک له لاسلیک کولو ډډه وکړي چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ په اړه دی.
انډین ایکسپرس:

د عکس سرچینه، Getty Images
انډین ایکسپرس ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د هند د سفیر شیدا ابدالي په حواله ویلي چې افغانستان غواړي ډیر ژر په حیدر آباد ښار کې قونسلګري پرانیزي.
ښاغلي ابدالي چې حیدر آباد ته تللی ویلي د افغانستان د جلال آباد او د حیدر آباد د ښارونو ترمنځ د وروګلوۍ په ا ړه به هم د ایالت له والي سره خبرې وکړي.
ښاغلي ابدالي ویلي حیدر آباد به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډ سوداګرۍ د پراختیا په اړه د یوې غونډې کوربه هم وي.
هندو:
هندو ورځپاڼه د هند، سویلي افریقا، چین او روسیې د ګډې غونډې په اړه په رپوټ کې ویلي چې په دغې سرمشریزه کې به هند د ورځپاڼې په وینا له پاکستانه د ملاتړ کیدونکې ترهګرۍ د ځپلو لپاره د نورو پام راواړوي.








