د نجونو زدکړو په اړه د طالب چارواکو نظر ولې وېشلی دی؟

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت کې داسې لږ پېښ شوي چې د مشرانو ترمنځ دې یې د نظرونو اختلاف بهر راووځي. خو د نجونو پر زدکړو د بندیز له دوام سره ښکاري چې ځیني چارواکي يې له دې کبله اندېښمن او ناراض دي.

افغانستان کې د نجونو منځینیو ښوونځیو دروازې له څه باندې یوه کال راهیسې تړلې، خو د طالبانو حکومت لږو چارواکو په ښکاره په دې تړاو د خپل مشرتابه پرېکړه ننګولې ده.

بلخوا طالب چارواکو او ویندویانو څو څو ځلې د نجونو ښوونځيو بند ساتل د شرعي مسلو په ګډون په بېلابېلو دلایلو توجیه کړي، خو ویل کېږي چې دا دریځ د طالبانو دننه کړیو کې د اختلاف لامل شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی چې پخوا د دوی د مرکچي پلاوي مشر و، له هغو ګوتو په شمار طالب مشرانو یو دی چې دا مسله یې په زغرده ننګولې ده.

هغه پرون په کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.

هغه د نجونو د زدکړې پر مخالفینو دا غږ هم وکړ چې که کوم دلیل لري راوړاندې دې شي.

ښاغلي ستانکزي د ډېرو جزیاتو په وړاندې کولو سره هڅه وکړه د هر ډول استدلال مخه ډپ کړي.

خو تر هغه وروسته په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیاوي تعلیم مباح، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.

برتانیا کې د عالمانو او امامانو شورا غړي سید مستقیم شاه د ښاغلي حنفي او ستانکزي د څرګندونو په تړاو بي بي سي ته وویل چې تعلیم فرض دی او د ده په وینا څه چې ښاغلي حنفي حدیث بللی، هغه حدیث نه دی بلکې د امام شافعي قول دی.

د ښاغلي حنفي او ستانکزي خبرو پر خواله رسنیو هم غوغا جوړه کړې.

عباس ستانکزی - خالد حنفي

د عکس سرچینه، Getty Images

پرون ماښام د بي بي سي خبر او نظر خپرونه کې هم ډېرو ګډونوالو د ښاغلي ستانکزي د خبرو په پلوي برخه واخیسته.

د حالاتو یو شمېر څارونکي وايي د طالبانو ډېر نور جګپوړي چارواکي هم د نجونو ښوونځیو د پرانیستل کېدو پلویان دي خو په زغرده د دې خبرې کولو زړه نه لري.

د طالبانو په یوه کلنې واکمنۍ کې د دفاع چارسمبالی وزیر ملا محمد یعقوب، د تصفیې کمیسیون مشر مولوي لطیف حکیمي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی او څو نور کسان، حکومت کې دننه د ځینو اړینو ګامونو د اوچتېدو پر اهمیت او هغو بایدونو غږېدلي، چې د دوي په خبره د حکومت او ملت ترمنځ واټن کموي.

خو د نړیوالو سازمانونو او ګڼو افغانانو په باور بل اړخ ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو حکومت هغه بنسټ دی چې د دوی په دواړو دورو کې یې ان پخپله د طالبانو ترمنځ نارضایتۍ پیدا کړي.