ټرمپ حکومت د 'افغانستان او پاکستان په ګډون' د ۷۵ هېوادونو لپاره د کډوالۍ ویزې ورکولو بهیر درولی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو ورکولو بهیر بند کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر چارشنبه پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي: ''د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د دې ټولو ۷۵ هېوادونو راتلونکو کسانو ته د کډوالۍ ویزو ورکولو بهیر دروي، چې وګړي یې د نه زغملو تر بریده له هغو اقداماتو ګټه پورته کوي، چې د امریکایانو د خیر-ښېګړې لپاره ترسره شوي.''
دا امر به د جنوري له ۲۱مې نېټې پلی کېږي، خو د ټولو ۷۵ هېوادونو بشپړ لیست لا تر اوسه نه دی خپور شوی.
بل لور فوکس نیوز خبري شبکې په خپل رپوټ کې د افغانستان، سومالیا، برازیل، نایجریا او تایلنډ په ګډون د ځینو هغو هېوادونو نومونه یاد کړي، چې له دې پرېکړې به اغېزمن شي.
د فوکس نیوز په یوه مخکیني رپوټ کې د پاکستان نوم هم په دې نوملړ کې شامل بلل شوی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د بي بي سي اردو څانګې روحان احمد پوښتنې ته ځواب کې ویلي، چې ''موږ کولای شو، د فوکس نیوز رپوټ تائید کړو.''
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس پیغام کې وویل: ''دا بندیز به تر هغه مهال پر ځای پاتې وي، چې امریکا باوري کړي، نوي راغلي کډوال به د امریکایانو پر وسائلو دروند بار نه کېږي.''
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې پر ورځ وویل، حکومت غواړي د هغه چا لخوا له سیستمه ''ناوړه ګټې اخیستنې ته د پای ټکی کېږدي'' چې د هوساینې او عامه مرستو له لارې د امریکايي خلکو شتمني ترلاسه کوي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې بېرته واک ته له ستنېدو وروسته یې هڅه کړې، متحده ایالاتو ته هم غیرقانوني او هم قانوني ورتګ محدود کړي، او حکومت یې له مخکې د برازیل، ایران، روسیې او سومالیا د خلکو لپاره د کډوالۍ ویزو د پروسس چارې درولې دي.
د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت قونسلۍ چارواکو ته لارښوونه کړې چې د اغېزمنو هېوادونو د کډوالۍ (امیګرېنټ) ویزو غوښتنلیکونه ودرول شي، خو دا ځنډ به پر غیرکډوالي، لنډمهالو سیاحتي یا سوداګریزو ویزو نه عملي کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا اقدام به د سومالیا، هیټي، ایران او اریټریا په ګډون لسګونه هېوادونه اغېزمن کړي، چې پر کډوالو یې تور پورې کېږي، چې متحده ایالاتو ته له رسېدو سره سم ډېری "د حکومت مرستې په تمه" پاتې کېږي.
په دا وروستیو میاشتو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هغو هېوادونو څخه د کډوالۍ پر بهیر محدودیتونه زیات کړي چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لپاره ګواښ بللي دي، چې پکې روسیه، ایران، افغانستان او د افریقا یو شمېر هېوادونه شامل دي.
وروسته له هغه چې یوه افغان کډوال د نومبر په میاشت کې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو په یوه پېښه کې تورن شو، حکومت د ۱۹ هېوادونو د وګړو پر داخلېدو بندیز ولګاوه یا یې محدود کړل. په دسمبر کې دا د سفر بندیز د پنځو نورو هېوادونو خلکو او دغه راز هغو کسانو ته هم وغځول شو چې د فلسطیني ادارې لخوا صادر شویو اسنادو سره سفر کوي.
دغه راز د بندیز په لومړیو ۱۹ هېوادونو پورې تړلو کډوالو لپاره د پناه غوښتنې قضیې، د تابعیت بهیر او د (ګرین کارډ) غوښتنلیکونه هم درول شوي دي.








