د اکوړې حقانیه مدرسې نه غوښتنه شوې چې طالبانو سره د نجونو پر زدکړو خبرې وکړي

حقانیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د پښتونخوا په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم سمبالګر او د پاکستان د جمعیت علما اسلام ډلې مشر مولانا حامد الحق وايي، د سعودي لوړ پوړو چارواکو ورسره اړیکه کړې چې له طالبانو سره د نجونو د زدکړو په تړاو خبرې وکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې د اسلامي همکاریو سازمان، د الازهر مشر او د سعودي عربستان او قطر په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو زدکړو ته دې اجازه ورکړي. 

باور دا دی چې د حقانیه مدرسې خبره تر نورو اسلامي بنسټونو ځکه پر طالبانو ډېر اغېز لري چې ګڼ شمېر افغان طالب مشرانو په همدې مدرسه کې دیني زدکړې کړې دي.

مولانا حامد الحق حقاني د بي بي سي له سید عبدالله نظامي سره په مرکه کې وویل "د سعودي حکومت اعلی ادارو له ما سره رابطه وکړه،د اسلامي همکاریو سازمان رابطه وکړه، مجموع الفقه اسلامي چې د افغانستان علماو، مفتیانو سره تاسو او د پاکستان نور علما کېنئ او هغوی سره پر حجاب او تعلیم خبره وکړئ. ما هغه پیغام نږدې وختونو کې د افغانستان واکمنو او واکچارو ته باقاعده د پیغام رسانو او سفیرانو په وسیله رسولی او پر ټلیفون مې هغوی سره رابطه کړې ده"

ښاغلي حقاني وویل، اسلام کې د نجونو د زدکړو هېڅ ډول ممانعت نه شته او افغان طالبان باید په ټولو پړاونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

"هغوی له غصې د نجونو زدکړو ته اجازه نه ورکوي"

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که اسلامي شریعت د نجونو د زدکړو اجازه ورکوي نو ولې طالبانو د افغان نجونو پر زدکړو بندیزونه لګولي، ښاغلي حقاني وویل، "زما په خیال، دې وخت کې به د امارت اسلامي پالیسي دا وي چې دنیا موږ سره همکاري نه کوي، د دوستۍ لاس نه راکوي، اروپايي هېوادونه او عرب ملکونه له امریکا سره تجاراتي او نور تعلقات ساتي نو ځکه دې وخت کې هېڅوک افغان اسلامي امارت ته لاس نه ورکوي نو زما په خیال هغوی له غوسې دا کار کړی."

نو ایا د غوسې په ټس کې د خپل هېواد د یوه نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کول منطقي ده؟

مولانا حامد الحق د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، د همدې لپاره دوی له طالبانو په ټینګه غوښتنه کوي چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانیزي، ځکه چې ټولنه ورته اړتیا لري.

نوموړی وايي، پلار یې مولانا سمیع الحق د طالبانو له بنسټګر مشر سره هم د دې ډلې په تېره واکمنۍ کې د نجونو پر زدکړو خبرې کړې وې او په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې یې د بامیانو بودا ړنګولو پر مهال ترې غوښتي وو چې دغه تاریخي بودا ړنګ نه کړي.

د پښتونخوا په اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه ۱۹۴۷ کال کې یوه ځايي دیني عالم مولانا عبدالحق جوړه کړې وه.

له ۱۹۸۸ کال راهسې دې مدرسې چې مشري یې مولانا سمیع الحق ته په میراث پاتې وه، د شوروي خلاف افغان مجاهدینو په منځ کې مشهوره مدرسه وه. 

"طالبان مو سیاسي ملګري نه بلکې مریدان دي"

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

مولانا سمیع الحق د پاکستان د یوه مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشري هم کوله. 

نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې نا څرګندو کسانو د چړو په برید کې وواژه. هغه د افغان طالبانو سرسخته ملاتړی و او ډېرو طالب مشرانو په همدغه مدرسه کې زدکړې کړې وې.

په سیمه کې د اخوان المسلمین، سلفيان او د نورو اسلامي ایډیالوژیو پالونکي د دیوبندي فکري مکتب د پېروانو تر ټولو مهم مرکز همدا حقانیه مدرسه بولي چې وايي، پلویان یې تر ډېره په دودیزو عقایدو پايي.

د طالبانو د اوس مهالې واکمنۍ ډېر لوړ پوړي مشران هم له همدغه حقانیه مدرسې فارغ دي، لکه چې مولانا حامد الحق وايي طالبان یې سیاسي ملګري نه بلکې مریدان دي.

په ۲۰۲۰ کال کې مولانا حامد الحق په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، له دې امله یې ژوند ته ګواښ پېښ دی چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جګړې ملاتړ کوي.

طالبانو د حقانیه دارالعلوم د مشر دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی چې وايي، طالبان د نجونو د زدکړو مسله پر لوېدیځ د فشار په توګه کاروي او دا چې اسلامي شریعت کې د نجونو پر زدکړو بندیز نه شته.

د طالبانو حکومت د تېر کال د دسمبر پر ۲۰ ټول هېواد کې د نجونې پوهنتوني زدکړې وځنډولې. وار له مخه لا نجونو ته د منځنۍ دورې زدکړو اجازه نه ورکول کېده. 

د اسلامي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه پرلپسې پر دې خوارۍ ده چې طالبان له دې پرېکړې په شا کړي.

که څه هم یو شمېر طالب مشرانو هیله ښودلې چې د نجونو پر زدکړو غور کېږي خو په رسمي ډول په هغه پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی چې نجونې پکې له زدکړو ګرځول شوې دي.