محسن دوړ: پاکستان لا هم "د طالبانو پروژه" نه ده ختمه کړې

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن دوړ وایي، پاکستاني ریاست یا دولت لا هم د "طالبانو پروژه" نه ده ختمه کړې.
ښاغلی دوړ وایي، د پښتونخوا ځينو سیمو، په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې یو ځل بیا د وسلوالو ډلو فعالیتونه پیل شوي دي.
نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په تېرو ورځو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو لخوا خبرپاڼې خپرې شوې دي او ځینو کسانو ته پکې ګواښونه شوي.
همداسې یوه خبرپاڼه کې پخپله محسن دوړ هم په فساد تورن شوی او ګواښ ورته شوی چې "که خپل اعمال سم نه کړي نو پایله به یې ښه نه وي".
بله خوا له باجوړ نه هم رپوټونه وایي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو لخوا ځینو ځایي خلکو ته ګواښونه شوي او سیمه کې د دې ډلې څرک بیا را څرګند شوی.
له سیمې رپوټونه وایي چې یوازې په تېرو دوه میاشتو کې شپږ کسان په باجوړ کې د نامالومو وسلوالو کسانو لخوا وژل شوي دي.
حکومت زموږ پر خبره غوږ نه ګروي:

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR TWITER
محسن دوړ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دوی پر دې رپوټونو او پېښو پاکستاني چارواکي خبر کړي او په قامي اسمبلۍ کې یې هم دا موضوع راپورته کړې، خو د پاکستان حکومت په دې اړه د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.
بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي دوړ وویل: "په پښتونخوا کې او بیا په قبایلي ضلعو کې هدفي وژنې له څه مودې راهیسې یو ځل بیا پیل شوې دي. له خلکو بتې (باج) اخیستل کېږي او شبنامې وېشل کېږي. موږ بیا بیا دا موضوع راپورته کړې، خو د حکومت لخوا راته وضاحت نه دی راکړل شوی".
ښاغلی دوړ وایي، د پاکستان حکومت لا تر اوسه د طالبانو پروژه نه ده ختمه کړې او داسې نه ښکاري چې د ختمولو څه اراده یې هم ولري.
نوموړی وایي، دا اندېښنه هم لري چې د پاکستان ریاست به په افغانستان کې د بدلېدونکي حالت په تناظر کې خپلې زړې تګلارې ته دوام ورکړي.
د پاکستاني حکومت دریځ:

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت پر نړیوالو دریځونو تل ټینګار کوي چې په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد جګړه کوي او په دې لړ کې یې درنه قرباني هم ورکړې.
پاکستان ډېر ځله تور لګوي چې سیمه کې فعالې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته ورسره د هند استخبارات مرسته کوي.
د پاکستان پوځ پر همدې اساس وخت ناوخت د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې پر افغان خاورې توغندیز بریدونه هم کړي دي.
په دې لړ کې وروستي بریدونه د کونړ پر ناوه پاس ولسوالۍ وشول، چې د افغان چارواکو په وینا ولسي وګړو ته پکې مرګژوبله واوښته.
افغان حکومت پر خپله خاوره د پاکستان مخالفو وسلوالو ډلو د پټنځایونو شتون ردوي او پر پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.









