سرچینه: افغانستان ملګرو ملتونو ته د پاکستاني بریدونو شکایت کړی

له دغې ناستې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته ویلي، دغه راز بریدونه د هغو توغندیو په ځواب کې شوي، چې له امله یې په باجوړ کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دغې ناستې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته ویلي، دغه راز بریدونه د هغو توغندیو په ځواب کې شوي، چې له امله یې په باجوړ کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یوې پارلماني کمېټې ته ویلي، پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو توغندیو ویشتلو په تړاو یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

محمد حنیف اتمر ویلي، د پاکستاني پوځیانو ددغو خوځښتونو په تړاو یې درې ځلې خپل اعتراض له اسلام اباد سره هم شریک کړی دی.

د پاکستاني پوځیانو له خوا د توغندیو تر ویشتلو وروسته د ولسي جرګې د کمېټو مشرانو د افغان حکومت پوځي او ملکي استازي ورغوښتي وو.

په هغو بریدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي. لوړ پوړي استازي د ولسي جرګې کمېټو د رییسانو ځانګړې غونډې ته وربلل شوي وو.

دغه غونډه د اهمیت له کبله د تړلو دروازو تر شا او په سري ډول تر سره شوه، خو په غونډه کې یوې سرچینې د ښاغلي اتمر له قوله بي بي سي ته وویل، کابل د دې بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.

ښاغلي اتمر دغه راز ویلي، په تېرو څو ورځو کې یې له اسلام اباد سره هم درې ځله شکایتونه شریک کړي دي او په کابل کې د پاکستان سفیر هم ورغوښتل شوی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه ناسته کې دا هم ویلي، د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په تړاو یې مستند اسناد چې ویډیويي تصویرونه هم پکې دي، اسلام اباد ته سپارلي دي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا په دغه غونډه کې ویلي، د دې بریدونو ارزونې لپاره یې یو پوځي پلاوی کونړ ولایت ته استولی دی.

ښاغلي ضیا ویلي هر ځل چې د ډېورنډ کرښې له بلې غاړې د افغانستان خاوره تر بریدونو لاندې راځي، دوی هم افغان پوځیان د ځواب ورکولو لپاره سمبال کړي دي.

افغان چارواکي وايي، اسلام اباد ته یې د دې بریدونو شکایت کړی
د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، اسلام اباد ته یې د دې بریدونو شکایت کړی (ارشیف تصویر)

د پاکستان غبرګون

اسلام اباد ډېری وخت وايي، دغسې بریدونه د پاکستاني ترهګرو د خوځښتونو په ځواب کې کوي، چې وايي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې مرستیال د ولسي جرګې د کمېټو مشرانو ته ویلي، د هغه په وینا د لشکر طیبه، لشکر جهنګوي او جیش محمد په ګډون یو شمېر ترهګرې ډلې د ډېورنډ کرښې شاو خوا کې فعالې دي چې په وروستیو کې یې فعالیتونه هم ډېر شوي دي.

له دغې ناستې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته ویلي، دغه راز بریدونه د هغو توغندیو په ځواب کې شوي، چې له امله یې په باجوړ کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي په وروستیو دریو ورځو کې پاکستاني پوځیانو افغان خاورې ته تر ۲۰۰ ډېر توغندي ویشتلي چې له امله یې اته تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.