کونړ کې نښته؛ افغان چارواکي وايي، پاکستاني پوځ اوربند منلی

کونړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان پوځ وايي، د پاکستاني ځواکونو بریدونو ته یې ځواب ور کړی دی.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ډيپلوماټیکو هڅو پایلو کې پاکستان پر اوربند او د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو د غونډې جوړېدو هوکړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه له هغه وروسته ده چې د کونړسرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سيمه کې په ډيورنډ کرښه پرون( د جولای ۱۵) له غرمې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونو نښته کړې.

د کونړ د امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان وايي، پاکستاني ځواکونو د سرکاڼو په نواپاس سيمه کې د افغان ځواکونوپر پوستو بريدونه کړي او هم په مروروه ولسوالۍ توپ مرمۍ وار شوې چې ځينې ان مرکز اسد اباد کې هم لګيدلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول بریدونه د ملنو نه دي او پر دغه هېواد غږ کوي چې له ورته ګامونو ډډه وکړي:

"د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ اړوند سیمو باندې راکټي بریدونه چې د ځاني او مالي تلفاتو سبب ګرځېدلي په کلکو ټکو غندو".

د کونړ ځايي چارواکي وايي، لومړی پاکستاني ځواکونو په سرکاڼو او مروره ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او نورو سيمو ګولۍ وار کړې او دوی هم ځواب ورکړی دی.

ښاغلی دهقان زياتوي، د پاکستاني ځواکونو د توپ په ډزو ۶ ملکيان وژل شوي او ۹ ژوبل دي.

د کونړ ولايتي روغتون مسوولینو ويلي، روغتون ته يو مړ ی او ۳ ژوبل ور وړل شوي دي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم وايي، پاکستاني ځواکونو سيمه کې ناقانونه خوځښتونه کړي، مرمۍ یې را وار کړې او افغان ځواکونو هم ځوابيه بریدونه پرې کړي.

تراوسه پاکستاني چارواکو د جګړې او د افغان حکومت له لوري د مرميو د وېشتلو په اړه څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې هم له دوکلامه تر چمنې دروازې هر ځل د دواړو حکومتونو ترمنځ شخړې شوې دي.

ان د ۲۰۱۶ په جون کې په تورخم او انارګي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې هم شوې وې.

افغان حکومت: پر ډیورنډ کرښه ناقانونه تاسیسات نه منو

څڅوبی

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، څڅوبی غرنۍ سیمه او د پلي تګ راتګ يوه مشهوره لار ده، چې د رسمي لارو د بندېدو پر مهال یې خلک پر کرښه د اوښتو لپاره کاروي.

افغان حکومت پر ډيورنډ کرښه د نویو تاسيساتو د جوړېدو په غبرګون کې ويلي، په دغه کرښه او شاوخوا ته یې هر ډول بې قانونه اقدامات د منلو نه دي.

دا خبرې وروسته له هغې دي چې پر ډيورنډ کرښه څڅوبي کې د نوې جوړې شوې دروازې په تړاو غبرګونونه راپورته شول.

د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه څڅوبی پر ډيورند کرښه د حکومتونو ترمنځ د سياسي ترینګلتيا پر وخت د ولسي راشه درشې يوه ګوښه لار يادېږي. هر ځل چې تورخم وتړل شي، خلک په څڅوبي تګ را تګ کوي.

د پلي تګ راتګ يوه مشهوره لار ده او د رسمي لارو د بندېدو پر مهال یې خلک پر کرښه د اوښتو لپاره کاروي.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار دور بابا ځايي خلک او د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، پاکستاني پوځيانو په څڅوبي کې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه تازه دروازه جوړه کړې ده.

دوی د دروازې جوړول ښکاره سرغړونه ګڼي او له حکومت يې د لرې کېدو او مخنیوي غوښتنه کوي.

پر ديورنډ کرښه دا لومړۍ دروازه نه ده چې پر جوړېدو یې ولسي غبرګونونه را پورته کېږي.

پر څڅوبي د تازه جوړې شوې دروازې انځورونه د توندو نيوکو سره يو ځای په خواله رسنيو لاندې باندې کېږي.

له حکومت د خلکو غوښتنه

څڅوبی

د عکس سرچینه، Social media

د دور بابا ولسوالۍ يو قومي مشر کوتر دا د خلکو ترمنځ د ژوند د سختولو او د لارو د تړلو یوه ناروا چاره بولي:

"موږ خو دلته خپلوۍ او رشتې لرلو. دوی غواړي زموږ دا اړيکه پرې کړي. مخکې يې اغزن تار غځولی و. حکومت ولې غلی دی، بايد چې پوښتنه يې وکړي چې ولې دروازې جوړوي. "

د ولسي جرګې د غړو په ګډون د خلکو نيوکه په افغان حکومت دا ده چې پر ډيورنډ کرښه د بې قانونيو په وړاندې غلی او بې غوره دي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی نیازولي مسلم- چې يادې سيمې ته ډېره راشه درشه لري- وايي، پاکستاني پوځيان سيمه کې وخت ناوخت سرغړونې کوي.

"دروازه په افغان خاوره کې تر اويا مترو دېخوا اېښودل شوې ده. دوی غواړي نورې حاکمې نقطې لاسته راوړي. د دروازو لپاره يې نور ځايونه هم نښه کړي. په دې برخه کې حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی. "

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان ايوب حسين خېل مني چې په څڅوبي کې پاکستاني ځواکونو دروازه اېښې ده، خو وايي ډیورنډ کرښې ته يو قدم وړاندې نه دي راغلي او دغه دروازه د هغوی په خوا کې جوړه شوې ده.

"دوی يوه لوېشت مخکې نه دي راغلي. زه اوس هم څڅوبي کې يم. هو دروازه يې په خپله خوا کې ۷ يا ۹ متره هغه خوا اېښې ده. نور موږ دلته يو، خلکو ته ډاډ ورکوو چې پاکستاني پوځيانو ته به يو قدم هم د وړاندې د راتګ اجازه ور نه کړو، خلک دې مسلې ته بل رنګ ورکوي. "

ولسمشرۍ ماڼۍ څه وايي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د ډیورنډ کرښې مختلفو سیمو کې ازغن تار هم غځولی دی او پوستې یې هم زیاتې کړې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر څڅوبي خبرې کړې او ويلي يې دي چې په ډيورنډ کرښه ورته سرغړاوی د منلو نه دی.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي:"د افغان حکومت پاليسې دا ده چې پر ډيورنډ کرښه او شاوخوا يې هر ډول بې قانونه اقدامات افغان حکومت او ولس ته د منلو نه دي. زموږ په موقف شک مه کوئ. "

له دوکلامه تر چمنې دروازې هر ځل د دواړو حکومتونو ترمنځ شخړې شوې دي. ان د ۲۰۱۶ په جون کې په تورخم او انارګي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې هم وشوې.

دا لومړی وار نه دی چې ولسي افغانان پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د سرغړاوي غږونه پورته کوي. د ننګرهار مومندرې او ګوشتې ولسوالیو او د کونړ په څو ولسوالیو کې د پاکساني پوځيانو د وړاندې راتګ، پوځي ودانيو جوړول او غټو مرميو راغورځول څو ځل جنجالي شوې مسله ده.