د شپږو لوڼو کندهاری پلار د ښونځیو تړل کېدو کډوالۍ ته اړ کړ

- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
محمد اصف د پاکستان په سویل لوېدیځ ښار کوټه کې په یوه کرايي کړي کور کې د جامو ګنډلو کارخونه جوړه کړې. دی د شپږو لوڼو پلار دی، وايي هغه مهال چې طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل او دوی وپوهېدل چې نور یې خپل هېواد کې د نجونو د زدکړو چاره اسانه نه ده نو یې کډوالۍ ته ملا وتړله.
د څه باندې یو میلیون وګړو په دغه ښار کې محمد اصف یوازېنی افغان کډوال نه دی، خو ښايي د لسګونه زرو افغان کډوالو په منځ کې له کندهاره د کډه شوي دغه افغان کیسه جلا وي.
دی وايي، " پر پوله راوښتو کې مې ډېر مشکلات ولیدل، کوچنۍ لور مې ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې شوه، ما هغه راپورته کوله چې له جیبه مې ټولې پیسې یو چا ووهلې. د لارې کړاو مې روغتیا راخرابه کړه، رواني فشار راباندې ډېر شو، بیا دلته ډاکټر ته ورغلم. هغه راته وویل هغه څه چې افغانستان کې یا درته پر لار پېښ شوي په اړه یې فکر او سوچ مه کوه، درمل یې راکړل"
محمد اصف وايي کوټې ته په رسېدو تر دوو میاشتو د یوه خپلوان کور کې اوسېده ځکه چې د کور د کرایې وس یې نه درلود، "بیا مې پور وکړ، پیسې مې نه درلودې نو یو کور مې کرایه کړ، دوه نیم سوه زره پاکستانۍ کلدارې مې د کور د خرڅ لپاره پور کړې، د ماشومانو د خرڅ لپاره. ستونزې مې ډېرې ولیدې خو خوشاله پر دې یم چې د خپلو بچیانو وخت مې ضایع نه کړ، کوښښ مې وکړ چې دوی خپلې زدکړې پر مخ بوځي او وروسته پاتې نه شي"
خو له محمد اصف سره له کړاو سره مله دغه مزل کې یې مېرمن هم ستړې او درد ځپلې ده.
"دومره وژاړم چې بالښت مې په اوښکو لوند وي"

په کندهار کې د عادي ژوند او خپل کور او همخېلو پاتې کېدو او ورسره د خپلو لورګانو راتلونکي ته اندېښنو یې مېرمن راضیه ځپلې.
دا وايي، " د شپې له مخې هر کله چې دا پېښې راپه زړه کېږي نو دومره مې ژړلي وي چې بالښت مې پر اوښکو لوند وي، خو چې د خپلو لوریانو تعلیم ته وګورم خوشاله شم"
د دې کورنۍ هغه لوڼه چې منځنۍ دورې زدکړې کوي، په کوټه کې د احمدشاه بابا عالي لیسه کې یې د زدکړو موکه موندلې.
احمدشاه بابا لیسه له ۱۹۸۰ وروسته چې د شوروي د یرغل پر مهال ګڼ افغانان کوټې ته کډوال شول، د یوه افغان له لوري جوړه شوه او تر دا اوسه پکې د ځايي افغان کډوالو ماشومان د لومړنۍ او منځنۍ دورې زدکړې کوي.
د لیسې اداره وايي، اوس مهال ۵۷۰ افغان زدکونکي چې نجونې او هلکان دي، دغه ښوونځي ته د زدکړو لپاره ورځي.
خو که د منځنۍ دورې د زدکړو لپاره د محمد اصف لوڼه دغه ښوونځي ته ځي، دوه مشرانې لوڼه یې لا هم د لوړو زدکړو په ارمان پايي.
حنیفې په کندهار پوهنتون کې د انګریزي ژبې ادبیات لوستل. خو پوهنځی یې ایله دوه کاله ووایه او د طالبانو د واکمنۍ له امله یې بشپړ نه کړ.
د محمد اصف په څېر ګڼې کورنۍ د اولادونو د ښه راتلونکي په هیله له هېواده وتلې دي

حنیفه وايي، " اوس چې دلته راغلي یو نه شو کولی خپلو زدکړو ته دوام ورکړو، ځکه چې مو شناختي کارډ نه لرو چې پوهنتون ته لاړې شو او زدکړو ته دوام ورکړو"
حنفیه د کندهار د نجونو د باسکټ بال ولایتي لوبډلې لوبغاړې هم وه چې څو وارې یې پلازمېنه کابل کې له نورو لوبډلو سره سیالیو کې د ښې لوبغاړې جایزې او سوغاتونه هم اخیستي دي.
حنیفه د کډوالۍ سختۍ ګالي خو وايي د کشرانو خویندو زدکړو او د مشرې خور دنده چې د ځايي افغان کډوالو ماشومانو ښونکې ده، یوه هیله وربخښي او تمه لري چې دا به هم یوه ورځ پوهنتون بشپړ او د خپلو هیلو سر ته به ورسېږي.
ښايي دا یوازېنۍ کورنۍ نه وي چې د نجونو د زدکړو لپاره یې له خپل هېواده کډه کړې؛ په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د نجونو پر پوهنتوني زدکړو او د ژبو او لنډ مهاله کورسونو په بندولو سره ډېرو کورنیو د خپل ټاټوبي پرېښودو پرېکړه کړې، هغوی چې غواړي لور او زوی یې یو ډول زدکړې وکړي او څوک په کور کې نالوستی ونه بلل شي.
د پاکستان په څېر هېواد کې چې دې وروستیو کې د افغان کډوالو د کړولو او د ناقانونه تګ پر مهال د زنداني کولو ګڼ رپوټونه یې خپاره شوي، دا ډول پرېکړه اسانه نه برېښي خو د نجونو د زدکړو لپاره د طالبانو د تګلارو خلاف له رادبره شویو غبرګونونو نه ښکاري چې د جګړو ځپلي افغانستان وګړي زدکړې پر نر او ښځه فرض ګڼي.











