انسانان ولې یو بل ښکلوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ویلیم پارک
- دنده, بيبيسي فیوچر
ښکاره ده چې په لومړي ځل پر خوله د ښكلولو دود د رومانتیکو فلمونو له امله خپور شوی دی خو 'لومړۍ خولګۍ' رښتیا د دې معنی لري چې د ژوند ملګرې یا ملګری مو موندلی دی؟ موږ انسانان دې ته ډېر اهمیت ورکوو خو په ټوله کې ولې ښكلول یا مچه ځانګړی عمل بلل کېږي؟
یوه نظریه دا ده چې له ډېر ماشومتوبه زموږ د شونډې تماس خوښ دی. د شندو پر وخت د مور له تي رولو نیولې تر هغو چې ژوندي یوو، موږ د شونډې تماس، له خوښۍ، ارامۍ او مثبتې انرژۍ سره تړلی بولو.
یو وړاندیز دا دی چې شونډه پر شونډه ښكلول زموږ تېر ته ورګرځي. له ژړا وروسته به مو مېندو لومړی خواړه په خپله وژوول او بیا به یې زموږ په خوله کې راکړل. د خوړو انتقال دې پروسې ته پېرمېسټېکېشن (premastication) وايي او په نورو ژویو کې یو ډېر معمول عمل دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دویم: زموږ شونډې ډېرې حساسې دي. شونډې زموږ د بدن په هغو ډېرو لږو غړو کې راځي چې موږ یې په جامه یا کالو کې نه پوښو.
انتروپولوجېست یا انسان پېژندونكى، پروفیسر ویلیم جانکوویاک وايي: "څومره چې جامې ډېرې اغوندئ هغومره ډېر ښكلول کوئ (اندازه یې ډېرېږي)."
"څومره چې مو جامې لږې وي، هغومره د ښكلولو فریکونسي کمه وي. په زړه پورې استثنا دا ده چې په ارکېټېک زون یا شمالي قطب کې مېشت، اېنیوېټ خلکو پرته، په ښکاریانو او راټولونکو کې بیا ښكلول نشته... موږ وموندل چې، دوی د ښکاریانو او راټولونکو یوازینۍ ډله ده چې ښكلول کوي – د دوی یو مشهور دود د سمندري ښكلولو په نامه دی. دوی خپلې پزې سره موښي/مسح کوي. اصلآ خپله خوله د یوه بل پر خوله ایږدي."
پوښتنه دا ده چې ولې؟
جانکوویاک وايي "په نورو ټولو ځایونو کې چې ښکاریان او راټولونکي خلک شته، هیڅ جامې نه اغوندي. دا پدې مانا ده چې کولی شي د بدن له هرې برخې سره اړیکه ولري،" خو کله چې جامې اغوندئ، نو یوازینی ځای چې کولی یې شئ لمس یې کړئ د انسان مخ دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښکلولو ترشا یو دلیل ښايي ارتقايي هم وي. یوه بل ته له نږدې کېدو سره، موږ کولی شو د یوه بل پر بوی پوه شو.
د یوې شننې له مخې، د ټولو کلتورونو تر نیمایي کم کسان شونډه پر شونډه ښكلول کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ په ۱۶۸ کلتورونو کې، جانکوویاک موندلې چې یوازې ۴۶٪ یې په رومانتیکي ډول شونډه پر شونډه مچې خوښوي.
پروفیسور جانکوویاک وايي"زه فکر کوم چې د خلکو حسي وړتیاوې یوازې د ښکلولو له لارې نه بلکې له ډېرو نورو لارو هم پوره کېدی شي، خو په زړه پورې خبره دا ده چې څومره چې ټولنیزه پیچلتیا ډېره وي، هومره ډېر د ښکولولو شواهد ګورو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښکلولو په اړه تر ټولو پخوانی لیکل شوی سند د هندو سانسکرېټ متن دی چې ۳۵۰۰ کاله مخینه لري.
د ښکلولو علم د کتاب لیکواله شېرېل آر کرېشېنباوم وايي: "خوله پر خوله ښکلول په ډېرو ډېری کلتورونو کې شته. "
"خو د 'ملې مچه' چې [چارلس] ډاروېن یې په اړه لیکلي دي، داسې ده چې ښځه پر ځمکه ناسته وي او نارینه یو ډول له پاسه پرې راځوړند وي او په چټکۍ یو بل ښکلوي او حسوي. په دې ډول هغوی د خپلې مینې یا مین بوی احساسوي او بس."
د پاپوا نیو ګیني ختیځ ساحل ته څېرمه د ټروبراینډ ټاپوګانو کې مینان یو بل ته مخامخ کښېني او په بڼو یو بل په نېش وهي.
کرېشېنباوم په دې اړه وايي، "زما په اند نن ډېرو خلکو ته هغه بڼه رومانتیکه نه ښکاري خو هغوی لپاره وه او ده. "
نوموړې زیاتوي: "دا ټول د باور احساس په ډاګه کوي ...چې یو بل کس ته نږدې شو او د دې موخې لپاره کارول کېږي چې موږ هغه کس ته چې موږ یې خیال ساتو نږدې کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل پر شونډو ښکلول زموږ یوه انساني ځانګړنه ده. که ښکلول یوه تکاملي موخه وي ولې موږ نور ژوي نه وینو چې ښکلول کوي؟
مېلېسا هوګنبوم په ۲۰۱۵ کال کې د بيبيسي دې پوښتنې ته ځواب ورکړی و.
"یو له هغو دلیلونو چې کېدای شي موږ یې اړ کړي یو چې د خپلو نژدې خلکو مخ ته ورشو ښايي دا وي چې موږ یې بوی احساس کړو. "
"بوی کولی شي هر ډول ګټور معلومات په ډاګه کړي: خواړه، ناروغي، خلق او خوی خو ډېر نور ژوي تر موږ د بوی پیاوړی حس لري. نو لکه انسانان اړ نه دي چې یو بل ته ډېر نژدې شي. "
نو ایا موږ انسانان به ښکلولو ته دوام ورکړو او ولې یې ځینې نور کلتورونه په کیسه کې نه دي؟
کرېشېنباوم وايي: "د خوله پر خولې مچولو دود د بېلابېلو دلایلو له امله له منځه تللی دی. له ناروغۍ نیولې بیا تر دې پورې چې یو مهال به یوه امپراتور پر خلکو بندیز ولګاوه او مچه یې هغه حق باله چې په وینا یې ډېری انسان یې وړتیا نلري."
"خو یو څه چې ښکاري دي دا دي چې نه ناروغۍ او نه هم د چارواکو لخوا بندیزونه د خولګۍ پر وړاندې خنډ کېدی شي."








