افغانستان کې له هغو نجونو د سویې ازموینه اخیستل کېږي چې سږ کال یې باید ۱۲ ټولګی بشپړ کړی وی

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزارت وايي له هغو نجونو د سویې ازموینه اخلي چې له سږ کال يې باید دوولسم ټولګی په ښوونځیو کې بشپړ کړی وی.

د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، دا ازموینه د روان کال د لیندۍ په شپاړسمه نېټه اخیستل کېږي.

هغه دغه راز وايي چې د اطلاعنامې تر لاسه کولو لپاره دې هم عکس، پېژندپاڼه او فیس هم وروړي

چارواکي وايي چې د دغو زده کوونکو د ارتقا ازموینې ته د ټولو درسي مضمونونو ۱۴۰ پوښتنې چمتو شوې او په یوه درې ساعته ازموینه کې به زده کوونکو ته ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، هغو نجونو ته چې ټاکلې وه سږ کال يې دوولسم ټولګي کې زده کړې کړې وی، اوس له یوې ازموینې وروسته له دوولسم ټولګي د فراغت سند ورکوي.

له شپږمو د پورته نورو ټولګیو د برخلیک په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نشته. 

تېر کال هم له هغو نجونو د سویې ازموینه اخیستل شوې وه چې سږ کال په دوولسم ټولګي او هم تېر کال او هم سږ کال ښوونځي ته له تللو محرومې شوې.

 له هغوی هم د تعليمي کال په پای کې ازموینه اخیستل شوې وه.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د خلکو له بیا بیا غوښتنو سره سره له شپږ تر دوولسم ټولګي نجونې ښوونځیو

 ته له تګه منع کړې دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خپله زده کوونکي او د دوی میندې او پلرونه له درس ویلو پرته د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو ارتقا ته له یوې خوا زړه خوري چې اولادونو یې څه زده کړي نه دي خو له بلې خوا تمه لري چې ښايي دا سند د تړلو ښوونځیو پر ځای د نورو زده کړو فرصت ورته برابر کړی شي؛ ځکه دغو زده کوونکو په تېرو دوو کلونو کې نه ټولګی کتلی او نه يې هم له ښوونکي څه اورېدلي.

د دولسمو ټولګیو په تعليمي نصاب کې لږ تر لږه دوولسم مضمونونه په یوه تعليمي کال کې تدریېږي او لږ تر لږه دوولس ښوونکي موظف وي چې زده کوونکو ته دغه دوولس مضمونونه تدریس کړي.

اوس چې طالبان له شپږو تر دوولسمو ټولګیو نجونو ته د تګ اجازه نه ورکوي ښايي دغو نجونو ته د دغې ازموينې له لارې که څه هم سمبولیکه ده د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې دغه آزموینې به د ۳۱ ولایتونو اړوند د سړو سیمو زده کونکو د کانکور په آزموینه کې د ګډون په موخه واخېستل شي.

خو که دا بهیر د اوږدمهال لپاره دوام ومومي نو له شپږم تر دوولسم پورې ښځینه زده کوونکي او میندې او پلرونه به یې د شاته پاتې درسونو د بشپړولو لپاره له ښوونځیو بهر د درسونو د دوام لارې چارې پلټي.