BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د افغانستان او پاکستان په جګړه کې مداخله کولای شم، خو له پاکستان سره ښه دوستي لرم
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روانه جګړه کې امریکا مداخله کولای شي، خو په وینا یې ''زه له پاکستان سره ښه دوستي لرم.''
د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه
په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.
بریتانیا؛ د هوسیو نسل کمول به د ونو او کرنیزو حاصلاتو ساتنه اسانه کړي
بریتانیا کې به د هوسیو ښکار د حکومت د اوږدمهاله لس کلن پلان پر بنسټ اسانه شي، چې د هوسیو د شمېر زیاتوالي مخه ونیول شي. د دې ژویو شمېر زیاتېدو ځنګلونه، نوې کرل شوې ونې او کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخامخ کړې دي. اټکل کېږي، چې په بریتانیه کې له دوه میلیونو ډېرې هوسۍ شته، چې د بریتانیا د ځنګلونو درېیمه برخه یې زیانمنه کړې او بزګرانو ته یې د حاصلاتو په برخه کې درانه مالي تاوانونه اړولي دي.
د کابل او اسلام اباد تر منځ شخړه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ونډه
د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا د" پاکستاني طالبانو تحریک "د شتون او فعالیت پر سر را چورلي؛ هغه ډله چې اسلاماباد یې د خپلې کورنۍ ناامنۍ اصلي عامل بولي.
څنګه د هند د ځنګلونو زهرجنو مارانو په اورګاډو کې سفر پیل کړی؟
د هند د لوېدیځو غرونو ګڼ ځنګلونه د چمچهمار یا (کېنګ کوبرا) طبیعي استوګنځي بلل کېږي. د مارانو دا پاچا په خپله هم په ځنګلونو کې ژوند خوښوي ځکه چې هلته په اسانه ښکار، اوبه او سرپناه موندلی شي. خو په دې وروستیو کې یوې څېړنې په ډاګه کړې چې اوس په ځنګلونو کې د دغه زهرجن منګور ژوند خوندي نه دی پاتې. دا څېړنه د هند د ګجرات سیمې یوه ساینسپوه دکانش پرمار کړې او وايي چې اوس کوبرا مارانو هندي اورګاډو ته مخه کړې او سفر پکې کوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د پاکستاني پوځ پر څوکیو د طالبانو حکومت ځواکونو "غچ اخیستنې'' بریدونه: څه وخت څه پېښ شول؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ وروستیو بریدونو ته غبرګون کې یې په پراخه کچه 'پوځي عملیات' پیل کړي دي.
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه کې څه دي چې ملګرو ملتونو کې پرې بحث کېږي؟
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۱مې کلنۍ غونډې د مهمو موضوعاتو له نوملړ کې وه. دا غونډه نن (پنجشنبه، د فبرورۍ پر ۲۷مه) جینوا کې پیل شوه. د دې شورا کمېشنر فولکر تورک د طالبانو جزايي اصولنامې او هغې کې یاد شویو سزاګانو ته په اشارې وویل چې، "افغانستان د بشري حقونو په هدیره بدل شوی دی."د طالبانو د واکمنۍ په څلرم کال کې یوه "جزايي اصولنامه" چمتو شوې، چې د هېواد دننه او بهر د ډېرو خلکو لپاره مبهمه او ځینې برخې یې هېښونکي بلل شوې دي.
غچ که ستراتېژيکه چوپتیا: د پاکستان پر وړاندې د طالبانو حکومت راتلونکی ګام څه دی؟
د فبرورۍ پر۲۲مه د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار کې څو جلا هوايي بریدونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړل. په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې د ننګرهار، پکتیکا او خوست په دریو ولایتونو کې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورو وسله والو ډلو ۷ مرکزونه په نښه شوي چې له امله یې له ۸۰ څخه ډېر وسله وال وژل شوي دي. خو طالب چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د 'مینې شهید': مسلمان شوی بوټا سینګ او زینب' څوک وو؟
د نجلۍ نوم زینب و او ۱۷ کلنه وه. د هغې کورنۍ په راجستان کې په یوه وړه ټوټه ځمکه کرکيله کوله. اوس د زینب راتلونکی د هغې د "نوي څښتن" په لاس کې و. هغسې چې بوټا سینګ بوډا او بېوزله و، نو تر هغه وخته یې نه دومره وس و او نه یې د خپلې شرمېندونکې او ارامې طبعې له امله د واده څه هڅه کړې وه.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































