BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه: تهران سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو ځوابي بریدونه کړي
امریکا او اسرائیل اعلان کړی چې له نن سهاره یې په تهران او څو نورو ښارونو کې بریدونه پیل کړي دي. ایران هوايي دغو بریدونو ته په ځواکمنتیا سره ځواب وايي. سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، په قطر، بحرین او متحدو عرب اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
ژوندۍ پاڼه, د طالبانو حکومت: د پاکستان تازه بمبارۍ او بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. د انځرګي کمپ کندهار کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی چې د راستنېدوکو موقتي پناځای دی.
د ټرمپ ګواښونه او اټومي مذاکرات: خبره څنګه تر دې ځای راورسېده؟
پر ایران د امریکا او اسرائیل د برید توجیه به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د تودو بحثونو موضوع وي. ولسمشر ټرمپ لومړی تیره میاشت وروسته له هغه د ایران د بمبارولو ګواښ وکړ چې د ایران امنیتي ځواکونو د حکومت ضد لاریونونه سخت وځپل او زرګونه کسان یې ووژل. خو له هغه وخت راهیسې، د هغه پام تر ډیره د ایران اټومي پروګرام ته اوښتی، که څه هم هغه په بشپړ ډول نه ده روښانه کړې چې ولې دا موضوع په داسې یو اضطراري حالت بدله شوه چې نظامي اقدام ته اړتیا ولري.
پر ایران د امریکا او اسرائیل د ګډ برید په اړه تر اوسه څومره مالومات لرو؟
امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ برید کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "لوی او روان پوځي عملیات" پیل شوي او له ایراني حکومتي ځواکونو یې غوښتي چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه
په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د کابل او اسلام اباد تر منځ شخړه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ونډه
د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا د" پاکستاني طالبانو تحریک "د شتون او فعالیت پر سر را چورلي؛ هغه ډله چې اسلاماباد یې د خپلې کورنۍ ناامنۍ اصلي عامل بولي.
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه کې څه دي چې ملګرو ملتونو کې پرې بحث کېږي؟
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۱مې کلنۍ غونډې د مهمو موضوعاتو له نوملړ کې وه. دا غونډه نن (پنجشنبه، د فبرورۍ پر ۲۷مه) جینوا کې پیل شوه. د دې شورا کمېشنر فولکر تورک د طالبانو جزايي اصولنامې او هغې کې یاد شویو سزاګانو ته په اشارې وویل چې، "افغانستان د بشري حقونو په هدیره بدل شوی دی."د طالبانو د واکمنۍ په څلرم کال کې یوه "جزايي اصولنامه" چمتو شوې، چې د هېواد دننه او بهر د ډېرو خلکو لپاره مبهمه او ځینې برخې یې هېښونکي بلل شوې دي.
بریتانیا؛ د هوسیو نسل کمول به د ونو او کرنیزو حاصلاتو ساتنه اسانه کړي
بریتانیا کې به د هوسیو ښکار د حکومت د اوږدمهاله لس کلن پلان پر بنسټ اسانه شي، چې د هوسیو د شمېر زیاتوالي مخه ونیول شي. د دې ژویو شمېر زیاتېدو ځنګلونه، نوې کرل شوې ونې او کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخامخ کړې دي. اټکل کېږي، چې په بریتانیه کې له دوه میلیونو ډېرې هوسۍ شته، چې د بریتانیا د ځنګلونو درېیمه برخه یې زیانمنه کړې او بزګرانو ته یې د حاصلاتو په برخه کې درانه مالي تاوانونه اړولي دي.
څنګه د هند د ځنګلونو زهرجنو مارانو په اورګاډو کې سفر پیل کړی؟
د هند د لوېدیځو غرونو ګڼ ځنګلونه د چمچهمار یا (کېنګ کوبرا) طبیعي استوګنځي بلل کېږي. د مارانو دا پاچا په خپله هم په ځنګلونو کې ژوند خوښوي ځکه چې هلته په اسانه ښکار، اوبه او سرپناه موندلی شي. خو په دې وروستیو کې یوې څېړنې په ډاګه کړې چې اوس په ځنګلونو کې د دغه زهرجن منګور ژوند خوندي نه دی پاتې. دا څېړنه د هند د ګجرات سیمې یوه ساینسپوه دکانش پرمار کړې او وايي چې اوس کوبرا مارانو هندي اورګاډو ته مخه کړې او سفر پکې کوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۸ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































