BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بلوچستان

    د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په یو وخت له خونړیو بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

    د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت محسن نقوي ویلي، په دې بریدونو کې لس امنیتي سرتېري او ۳۷ بریدګر وژل شوي دي. محسن نقوي د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستې خو وایي، دا بریدونه د "فتنة الهندوستان" کار دی او ادعا کوي چې د بریدګرو ځینې بریدونه یې شنډ کړي دي.

  • Ghanem al-Masarir in a park. 45 years old with black greying hair.

    د هک شوي، تعقیب شوي او وهل شوي یوټیوبر کیسه چې سعودي باید ورته ۳ میلیونه پونډه ورکړي

    یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلیونه ځله وکتل شوه.‌ د لندن په ویمبلي سیمه کې د اوسېدو له خپل ځایه، دا تېز ژبی او کله کله سپکوونکی کامیډین د سعودي پر شاهي کورنۍ د نیوکو له کبله پېژندل کېده، خو د مینه‌والو سربېره یې ځینې قوي دوښمنان هم لرل.‌ لومړۍ خبره چې المصاریر ورته پام شو دا وه چې د هغه موبایلونو عجیب چلند پیل کړ. ډېر ورو شول اوچارج یې ژر ختمېده.

  • د غزې ډېره برخه پر کنډوالو اوښتې ده

    د اسرائیلي رسنیو راپور: پوځ د غزې جګړه کې د شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیانو وژل کېدل منلي

    اسرائیلي رسنیو د دې هېواد د یوه لوړ پوړي امنیتي مقام له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ مني چې د غزې په جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیلو مخکې څو ځله په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیايي ادارو له خوا خپاره شوي شمېرې په سمه توګه نه منلې او ناسمې یې بللې وې

  • انځور اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت د ننه اخیستل شوی

    د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو ټاکل شوی استازی نه مني

    د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي.

  • د یوې ناوې لاس

    د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل

    د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې. پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و. دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.‌

لنډې ویډیوګانې

  • واوره
  • غانم المصاریر
  • بلوچستان
  • مینه عصمت الله
  • Reuters
  • وزې
  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • snow
  • (Reuters/AFP)

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۶