BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران

د تهران په یوه مهم هوايي ډګر کې درنې چاودنې شوې

په هغو ویډیوګانو کې چې عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړې دي، د مهراباد هوايي ډګر کې سوځېدونکي الوتکې او لوګي ښکاري. مهراباد هوايي ډګر د ایران تر ټولو بوخت هوايي ډګر او د کورنیو الوتنو اصلي مرکز دی. د جمعې پر ورځ اخیستل شوې سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په هوايي ډګر کې څو الوتکې ناستې وې.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • Pakistan
  • Kabul
  • نخجوان/اذربایجان
  • کابل
  • الوتنې
  • ایران
  • د ډرون راغورځېدل
  • بيت المقدس
  • ایران
  • کابل
  • Nangarhar
  • عبدالرحمن خان او ډیورنډ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • دوبۍ

    د دوبۍ اسمانڅکې ودانۍ به د خوندیتوب باور وساتي؟

    د هالیوډ له اعلاناتو، نیولې بیا تر ځلانده اسمان‌څکو ودانیو او نړیوالو نندارو چې په کې تل دا یو پیغام رسول کېده، که په دې سیمه کې ناکراري هرڅومره وي دوی به د امن کور وي. د خلیج هیوادونو د دې لپاره لسیزې تیرې کړې چې ځانونه د نړیوالې پانګونې لپاره د ثبات لرونکو مرکزونو په توګه نړۍ ته ور وپېژني.

  • cricket

    کرېکټ: راشد خان د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې ابراهیم ځدراڼ ټاکل شوی

    د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه اعلان کړل چې پکې د شل اوریزو سیالیو لپاره د راشد خان پر ځای ابراهیم ځدران لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

  • یو شمېر پاکستانيان د طالبانو حکومت د یوې ړنګې شوي ډرون الوتکې شاوخوا راټول شوي.

    د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟

    د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی‌.

  • د علي خامنه ی انځور چې د یادښت لپاره ایښودل شوی

    امریکا او اسرائیل څنګه وتوانېدل د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌اي په نښه کړي؟

    هغه برید چې د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه‌اي ژوند یې پای ته ورساوه، لکه څنګه چې تمه کېده په نیمه شپه نه، پر رڼا ورځ وشو. لامل یې دا و چې امریکا او اسرائیلو پریکړه وکړه، له هغو خورا مهمو استخباراتي معلوماتو ګټه پورته کړي چې له برید څو ساعته وړاندې ورته رسېدلي وو. دواړه هېوادونه له میاشتو راهیسې د لوړپوړو ایراني څېرو د غونډې لپاره د مناسب فرصت په تمه وو. دوی پوهېدل چې خامنه‌اي به د شنبې پر سهار د تهران په مرکز کې په خپله استوګنیزه ودانۍ کې وي. همدارنګه دوی د نورو لوړپوړو پوځي او استخباراتي شخصیتونو له موقعیت هم خبر وو چې هم مهاله یې غونډه لرله. د امریکا او اسرائیلو لخوا د میاشتو راهیسې د ستر مذهبي مشر ناسته ولاړه څارل کېدله. که څه هم کره او دقیقې کارول شوې لارې پټې ساتل شوې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې ورته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه ونشو کولای زموږ له استخباراتي ادارو او خورا پرمختللو څارونکو سیسټمونو وتښتي." ښايي دا معلومات له انساني سرچینو ترلاسه شوي وي، خو ډېره شونتیا شته چې دا د ایراني چارواکو تخنیکي څار(ټرکینګ) وي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي