د امریکا پر سیمهییزو متحدانو او پوځي اډو د ایران ګوزارونه
د امریکا پر سیمهییزو متحدانو او پوځي اډو د ایران ګوزارونه
ایران د امریکا او اسرائيل بریدونو کې د دغه هېواد د روحاني مشر ایتالله علي خامنهيي او نورو جګپوړو چارواکو تر وژل کېدو وروسته نن یکشنبه هم پر اسرائيل او د امریکا پر نورو سیمهییزو متحدانو د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو بریدونه کړي.
متحد عرب امارات وايي، د ایران بریدونو په دوبۍ او شارجه کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې.
بلخوا د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په روانو عملیاتو کې یې درې سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي، چې د پنځو ټپونه ژور دي.
هممهاله له اسرائیل هم د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.



