BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ (سلواغه اومه/ جنوري ۲۸مه) د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و. په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.
ننګرهار کې یو کور نړېدلی، د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوه کسان مړه شوي
په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې د یوه کور اووه کسان مړه شوي دي. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په وینا پېښه د ننګرهار مرکز جلال اباد په اوومه حوزه سیمه کې تېره شپه نژدې ۱۲ بجې رامنځته شوې. د ښاغلي حماد په خبره مرکزي غوچکو سیمه یو دوه پوړیز کور، چې د نهر پر غاړه یې موقعیت درلود او تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و، ونړېد.
په خلیج کې د امریکا پوځي ځواک له زیاتېدو سره ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اتومي پروګرام هوکړې لپاره 'وخت په ختمېدو دی'
له هغه وروسته چې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه پرلپسې د زیاتېدو په حال کې دي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې د ایراني اتومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت په ختمېدو دی.
په ایران کې انټرنېټ بېرته فعالېږي، خو د هر چا لپاره نه دی
په ایران کې د انټرنېټ له بندیدو درې اونۍ وروسته اوس رپوټونه وايي، چې د ۹۲ میلیونو ایرانیانو له ډلې د ځینو لپاره انټرنېټي اړیکي بېرته فعال شوي، خو داسې ښکاري چې لاسرسی یې تر سخت کنټرول لاندې دی.
ویډیو, ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی, موده 14,37
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جزا قانون نه بدلېدونکی دی. ښاغلی مجاهد وايي پر دې قانون اعتراض نه شي کېدلی؛ ځکه د اسلامي شریعت پر اساس ترتیب شوی دی. په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د حکومت پر قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
ماشومتوب، ځوانۍ او زړښت کې څه وخورو؟
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا کې حکومت د خوراکي توکو د وېش داسې محدودیت ولګاوه چې کورنیو ته یې هره اوونۍ یوه ټاکلې اندازه خوراک ورکاوه. د دې کار موخه دا وه چې خلک وکولای شي خپلې تغذیوي اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې داسې ډاډ ترلاسه شي چې خواړه په ټول هېواد کې په مساوي ډول وېشل کېږي. بوره یو له هغو خوراکي توکو وه چې وېش یې محدود شوی و.
د طالبانو حکومت وایي، که څوک پر"اسلامي قوانینو" اعتراض وکړي ورسره قانوني چلند کېږي
د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزارت وایي، د دوی د ادارې تقنیني اسناد د هېواد د علماوو او هر وزارت او اړوندې ادارې او د دوی د مشر مولوي هبتالله اخونزاده د دفتر په کچه تدوین او تخریج کېږي. دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د افغانستان د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو لخوا د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر په کچه د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي".
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
نړيوال بانک په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړيو نهو مياشتو کې له راټولو شویو ۲۰۰ میلياردو افغانیو عوايدو شاوخوا ۹۶.۶ ميليارده افغانۍ په امنيت لګولې دي. دا د ټولو لګښتونو نژدې ۴۸ سلنه جوړوي.
"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې پخوانۍ ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزير ندا محمد نديم د هغې ويډيو د ځينو برخو بيا خپرېدو چې د نجونو د زدکړو بنديز یې تر "امر ثاني" پورې ياد کړی، له بريتانیا نيولې تر امریکا د يو شمېر ښي اړخو له خوا پر تولنيزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک هم په دې اړه اېکس ته مخه کړې او غبرګون یې ښودلی دی.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































