BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان پوځ: د بلوچستان بریدونو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک وژل شوي
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او څو نورو ځایونو کې د تېرې ورځې بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۵ ته لوړ شوی دی. د ایایسپيار په وینا، په وژل شویو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
د ويټامین سي په ګټو کې مبالغه کېږي؟
د ژمي د ماشومتوب له لومړنیو خاطرو مې یوه دا وه چې په اوبو کې مې هغه نارنجي رنګه ویلې کېدونکی ګولۍ په داسې خوند کتله، چې ژر ژر به حلېده او د اوبو رنګ یې بدلولو، ګولۍ به ورو ورو وېلې کېده او له منځه تلله. وروسته پوه شوم چې دا د ويټامین سي ګولۍ وې چې مور مې زموږ په کور کې د زکام د نښو په څرګندېدو سره پېرلې، او ورسره به یې د نارنج او لیمو ډېر جوسونه هم تیارول.
اسرائیل په ایران کې د رژیم بدلون ته سترګې په لار دي او په ټرمپ حساب کوي
په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د زياتوالي د اټکلونو په اړه د نړیوال شور په منځ کې د اسرائیلو مشران په غیرمعمولي ډول چوپه خوله پاتې دي. د روانې مياشتې په ترڅ کې د ايران حکومت ضد لاريونونو د ملاتړ په اړه له څو څرګندونو پرته د اسرائیلو لومړي وزير د خپل ستر متحده په اړه چې د دوی تر ټولو لوی دښمن پر ضد رامخې ته شوی، په عامه توګه ډېر څه نه دي ويلي.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ اورپکو ډېرېدونکي بريدونه څه ښيي؟
د بلوڅ اورپکو له خوا د پاکستان د بلوچستان په تر لسو ډېرو ښارونو کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مې نېټې هممهاله او همغږي بريدونه په دغه ايالت کې د روانې اورپکۍ يو لوی بدلون او یو نوی پړاو په ګوته کوي.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي د اسرائیلو هوایي بريدونو کې لږترلږه ۳۲ فلسطينیان وژل شوي
د ځايي چارواکو په وینا د شنبې په ورځ د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو هوايي بریدونو په یوه لړۍ کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي دي. د ملکي دفاع اداره چې حماس تر کنټرول لاندې ده وايي په وژل شويو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. دغې ادارې ويلي، د خان یونس په جنوب کې د بېځايه شويو پر خېمو د چورلکو له خوا ډزې شوې دي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د هک شوي، تعقیب شوي او وهل شوي یوټیوبر کیسه چې سعودي باید ورته ۳ میلیونه پونډه ورکړي
یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلیونه ځله وکتل شوه. د لندن په ویمبلي سیمه کې د اوسېدو له خپل ځایه، دا تېز ژبی او کله کله سپکوونکی کامیډین د سعودي پر شاهي کورنۍ د نیوکو له کبله پېژندل کېده، خو د مینهوالو سربېره یې ځینې قوي دوښمنان هم لرل. لومړۍ خبره چې المصاریر ورته پام شو دا وه چې د هغه موبایلونو عجیب چلند پیل کړ. ډېر ورو شول اوچارج یې ژر ختمېده.
د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل
د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې. پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و. دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: افغانستان د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته ووت
د افغانستان له نوولس کلنو کمعمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته لار ومونده. افغان زلمیو په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپلو ایرلنډي همزولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.
که امریکا پر ایران برید وکړي نو د تهران غبرګون به ورته څه وي؟
د امریکايي سمندري ځواکونو یو اېس اېس ابراهم لنکن الوتکې لېږدونکې بېړۍ د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مسوولیت سیمې ته، چې د ایران له اوبو سره نږدې ده، رسېدل دا احساس لا پیاوړی کړی چې ښايي یوه پراخه مخامختیا د رامنځته کېدو په حال کې وي. دا هر څه په داسې وخت کې کېږي، چې په ایران کې د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو او تاوتریخجنو احتجاجونو ځپل روان دي، او دا ښيي چې واشنګټن او تهران مستقیم ټکر ته ښايي تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي وي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































