د غزې روغتيايي چارواکي وايي د اسرائیلو هوایي بريدونو کې لږترلږه ۳۲ فلسطينیان وژل شوي

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د ځايي چارواکو په وینا د شنبې په ورځ د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو هوايي بریدونو په یوه لړۍ کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د ملکي دفاع اداره چې حماس تر کنټرول لاندې ده وايي په وژل شويو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. دغې ادارې ويلي، د خان یونس په جنوب کې د بېځايه شويو پر خېمو د چورلکو له خوا ډزې شوې دي.
فلسطينیانو دغه تازه بريدونه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځګړيتوب د اوربند د دويم پړاو له پلي کېدو راهيسې تر ټولو سخت بللي دي.
د اسرائیلو پوځ تائید کړې چې د حماس له خوا د اوربند له تړون د سړغړونې په ځواب کې یې د جمعې په ورځ یو شمېر بريدونه کړي دي.
اسرائیلو او حماس دواړو يو بل له اوربند په سرغړونه تورن کړي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په يوه بيان کې ویلي، "اته ترهګر د رفح په شمال کې د ځمکې لاندې له تونلونو د راوتلو پر مهال په نښه شوي". دا هغه سيمه ده چې د اکټوبر د تړون له مخې اسرائیلي ځواکونه په کې مېشت دي.
د اسرائیلو پوځ ويلي، دوی د امنيتي ادارې سره په ګډه په ځينو سيمو کې هدفونه په نښه کړي چې د "څلورو قومندانانو او نورو ترهګرو" تر څنګ د وسله د زېرمې يو مرکز، د وسلو د توليد يو ځای او د حماس دوې توغنديزې اډې له منځه وړل شوې دي.
حماس دا بريدونه غندلي او له امریکا یې غوښتي چې سملاسي ګام پورته کړي او زياته کړې یې ده چې دا "روانې سرغړونې" ثابتوي چې اسرائیلي حکومت "پر تړانګه د نسل وژنې خپله ظالمانه جګړه روانه ساتي".
حماس ويلي، اووه قربانيان د خان يونس د یوې بېځايه شوې کورنۍ غړي وو. د ملکي دفاع یوه ویاند ويلي بریدونو کې استوګنيزې ودانۍ، خېمې، پناه ځايونه او د پوليسو یو مرکز په نښه شوی دی.
د غزې ښار د شفا روغتون چارواکو ويلي، يوه برید کې يوه استوګنيزه ودانۍ په نښه شوې چې په ترڅ کې یې دری ماشومانې او دوې ښځې وژل شوې دي.
د دريو ماشومانو يوه تره سامر العتبش د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، "ما د خپلو دريو خورځو مړي په کوڅه کې وموندل. دوی د اوربند خبرې کوي، د دغو دریو ماشومانو ګناه څه وه؟ موږ څه کړي وو؟".
د غزې له بېلابېلو سيمو خپرې شوې ویډيوګانې او عکسونه ښيي چې له کنډوالو مړې را ايستل کېږي او یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا بریدونه داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې د يکشنې په ورځ د غزې ا و مصر تر منځ د رفح پوله بیا پرانيستل شي.
د فرانسې د خبري اژانس له مخې د مصر د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې دا بریدونه غندلي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې د "لوړې کچې له زغم او احتياطه" کار واخلي.
قطر چې د اوربند د خبرو اترو پر مهال يو له مهمو منځګړو و هم "د اسرائیلو پرلپسې سرغړونې" غندلې دي.
د اسرائیلو او حماس تر منځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه وروسته له هغه پيل شوه چې حماس د اسرائيلو پر جنوب بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل کړل.
اسرائيلو په ځواب کې په غزې کې پوځي عمليات پيل کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې له ۷۱۶۶۰ زيات کسان په کې وژل شوي دي.
دغه وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له ۱۰مې یعنې د اوربند له پيل راهيسې لږترلږه ۵۰۹ فلسطينيان وژل شوي دي. په دې موده کې څلور اسرائیلي عسکر هم وژل شوي دي.
که څه هم اسرائیلو وړاندې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت شمېرې نه منلې خو د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې یوې جګپوړې امنیتي سرچينې ویلي چې پوځ منلې، د غزې د جګړې پر مهال له ۷۰ زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
د روغتيا وزارت شمېرې د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ډلو له خوا د باور وړ بلل کېږي او نړيوالو رسنيو په پراخه کچه کارولې دي. اسرائیل د بي بي سي په ګډون خبري بنسټونو ته اجازه نه ورکوي چې د راپور ورکولو لپاره غزې ته سفر وکړي.








