د ويټامین سي په ګټو کې مبالغه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سميه نصر
- دنده, بي بي سي عربي
د ژمي د ماشومتوب له لومړنیو خاطرو مې یوه دا وه چې په اوبو کې مې هغه نارنجي رنګه ویلې کېدونکی ګولۍ په داسې خوند کتله، چې ژر ژر به حلېده او د اوبو رنګ یې بدلولو، ګولۍ به ورو ورو وېلې کېده او له منځه تلله. وروسته پوه شوم چې دا د ويټامین سي ګولۍ وې چې مور مې زموږ په کور کې د زکام د نښو په څرګندېدو سره پېرلې، او ورسره به یې د نارنج او لیمو ډېر جوسونه هم تیارول.
تر ننه هم ډېر خلک ويټامین سي ته د درملنې لپاره مخه کوي، چې د نړۍ په کچه د خلکو له خورا باور وړ غذایي مکملونو بلل کېږي. دا د یوې ساده او ارزانه لارې په توګه پېژندل کېږي چې له ګڼو نورو ناروغیو د ساتنې تر څنګ د معافیت د پیاوړتیا او د زړښت د ورو کولو لپاره ګټور بلل کېږي.
خو د ويټامین سي په اړه لسګونه کلنې علمي څېړنې یوه ډېر پېچلې کیسه روښانوي.
نو ويټامین سي څه دی او په بدن کې یې ونډه څه ده؟
دا یو په اوبو کې حل کېدونکی ويټامین دی چې د اسکوربیک اسید (ascorbic acid) په نوم هم پېژندل کېږي.
دا ويټامین د کولاجن په تولید کې مهم رول لري، هغه پروټین چې د پوستکي، عضلو، هډوکو، بندونواو د ټپونو د رغېدو د جوړښت بنسټي برخه جوړوي. همدارنګه دا یو انټي اکسېډنټ دی او د پروټین په میتابولیزم کې برخه لري.
د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د خوړو او تغذیې د علومو د څانګې استاد پروفیسور ګنتر کونله وايي چې ويټامین سي همدارنګه "یو انټي اکسېډنټ دی چې د ازادو رادیکالونو هغه ناپایداره مالیکولونه چې حجرو، پروټینونو او DNA ته زیان رسوي، بېاغېزې کولو کې مرسته کوي، او په معافیتي سیستم کې مهم رول لري".
د انسان بدن په طبیعي ډول دا ويټامین نه شي تولیدولی، نو باید د خوړو یا غذایي سرچینو له لارې ترلاسه شي.
د ويټامین سي له طبیعي سرچینو غوره یې دا دي: لیمويي مېوې لکه نارنج، لیمو او مالټه، همدارنګه ځمکنی توت، کېوي، امروت، سره او شنه مرچ، بروکلي، او د نارنج، انګور او رومیان.

د عکس سرچینه، Getty Images
مناسب او خوندي ورځنۍ کچه
د ورځنۍ کارونې کچې په اړه رسمي لارښوونې له یوه هېواده تر بل پورې توپیر لري. د بېلګې په توګه، په بریتانیا کې د بالغو لپاره سپارښتنه شوې چې ورځنۍ اندازه ۴۰ ملي ګرامه ده، په امریکا کې نارینهو ته ۹۰ ملي ګرامه او ښځو ته ۷۵ ملي ګرامه په ورځ کې سپارښتنه کېږي.
پروفیسور کونله وايي: "د [ويټامین سي] د سالمې اندازې په اړه ډېر بحثونه شته. د تغذیې سپارښتنې تر ډېره د کمښت د مخنیوي لپاره وي، چې د ژوند دوام ډاډمن کړي، نه دا چې ځانګړې اندازه وټاکي."
هغه زیاتوي: "کله چې اندازه له ۱۰۰ ملي ګرامه په ورځ کې لوړه شي، د ويټامین سي کچه په پلازما کې نوره نه لوړېږي، نو دا اندازه د 'مطلوبې' کچې په توګه ګڼل کېدلی شي – خو بېلابېل نظرونه شته او ځینې خلک تر دې څو ځله لوړې اندازې سپارښتنه کوي."
کله د ويټامین سي کارول بې ګټې یا ان زیانمن اړوي؟
د هارورډ د طب پوهنځي مرستیال پروفیسور پیټر کوهین، چې د خوړو مکملونو په اړه یې ګڼې څېړنې کړي، وايي: "ويټامین سي تر ډېره د خلکو لپاره خوندي دي، خو دا بحث شته چې ایا ډېر زیات کارول یې په نارینه وو کې د پښتورګو د تیږو لامل کېدلی شي."
د ويټامین سي د خوندي کچې په اړه هم نظرونه او سپارښتنې توپیر لري.
د بریتانیا د ملي روغتیايي ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۰۰۰ ملي ګرامه (یو ګرام) زیات ويټامین سي په ورځني ډول د معدې درد، اسهال یا ګازو لامل کېږي.
په متحده ایالاتو کې بیا "د بالغو لپاره د منلو وړ لوړه کچه په ورځ کې دوه ګرامه (۲۰۰۰ ملي ګرامه) ټاکل شوې ده، چې دا د شونو هر اړخیزو اغېزو لکه اوسموزي، نسناستي او د هاضمې ګډوډۍ پر بنسټ ده"، لکه چې د فنلنډ د هلسینکي پوهنتون د عامې روغتیا د څانګې د ساري ناروغیو پروفیسوره هاري هيميلا وايي، چې د ويټامین سي په اړه یې ګڼې څېړنې کړي.
هيميلا زیاتوي: "له دې امله چې د لوړې کچې د اضافي ګټې هېڅ ثبوت نشته، زه داسې اړتیا نه وینم چې یو سالم کس دې په ورځ کې له ۵۰۰ ملي ګرامه زیات د ګولیو په بڼه وخوري."

د عکس سرچینه، Getty Images
ويټامین سي څنګه مشهور شو؟
طبي او تاریخي لمنلیکونه ښيي چې د ويټامین سي شهرت د طب په تاریخ کې د بریا له تر ټولو روښانه کیسو بلل کېږي. په ۱۸ پېړۍ کې بریتانوي ډاکټرانو وموندله، هغه سمندري سرتېري چې د اسقربوط یا سکروي پر ناروغۍ اخته وو چې د غاښونو وینه، ستړیا، د غاښونو لوېدنه، او د عضلو او بندونو دردونه رامنځته کوي د لیمويي مېوو په خوړلو ښه کېدل. د شلمې پېړۍ په پیل کې ساینسپوهانو وموندله چې د دې ناروغۍ اصلي لامل د ويټامین سي کمښت دی، دغه څه د دې ويټامین د عامې روغتیا ارزښت لا څرګند کړ، ځکه چې د کمښت نښې یې ډېرې شدیدې او څرګندې وې.
په راتلونکو لسیزو کې د ويټامین سي اهمیت یوازې د کمښت د نښو د مخنیوي تر کچې محدود نه شو. څېړنو وموندله چې دا د انټي اکسېډنټ په توګه مهم رول لري او د کولاجن (هغه پروټین چې بدن یې لري) په تولید کې اساسي برخه ده. ورسره یې د انتاناتو، زړښت، زکام، د زړه ناروغیو، سرطان او د پوستکي د غونجېدو کمولو سره کې مرسته کوي. خو دا ادعاوې تر کومه بریده سمې دي؟
ويټامین سي او زکام
له ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې عام باور دا دی چې ويټامین سي د زکام مخنیوی کوي یا یې خورا کموي. خو کوم علمي شواهد شته؟
پروفیسوره هيميلا وايي: "د ګڼو تجربو پر بنسټ، داسې هېڅ ثبوت نشته چې ويټامین سي د عامو خلکو لپاره د زکام مخنیوی کوي."
خو هغه زیاتوي: "پیاوړي شواهد شته چې ويټامین سي د هغو کسانو لپاره چې ډېر سخت فزیکي تمرینونه کوي، د زکام خطر تر نیمایي راکموي."
د زکام د شدت او مودې په اړه هغه وايي چې څېړنو په ثابته توګه ښودلې چې ويټامین سي د زکام موده او شدت شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ سلنه راکموي. هيميلا زیاتوي: "کله چې د زکام نښې پیل شي، په ورځ کې ۶ تر ۸ ګرامه ويټامین سي کارول سم کار دی، تر هغه چې نښې یې ورکې شي."
ويټامین سي او معافیت
هيميلا وايي: "که د ويټامین سي کچه ډېره ټیټه وي، معافیت ته زیان رسوي خو زه دلته د ډېر ټیټې کچې خبره کوم. یو روغ کس چې په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ ملي ګرامه ويټامین سي خوري، د ۵۰۰ ملي ګرامه په ترلاسه کولو سره د معافیت لپاره اضافي ګټه نه ترلاسه کوي."
ويټامین سي، د زړه ناروغۍ او سرطان
هيميلا یوې پراخې څېړنې ته اشاره کوي چې په کې له ۱۴ زرو ډېر امریکايي نارینه ډاکټران شامل وو، چې غوښتل یې د غذایي مکملونو په ځانګړي ډول ويټامین سي اغېز وڅېړي. "دغه ډاکټران په ورځ کې ۵۰۰ ملي ګرامه ويټامین سي د اته کلونو لپاره ترلاسه کول، خو څېړنې وښودله چې دا د زړه ناروغیو یا سرطان د خطر په کمولو کې هېڅ اغېز نه لري."
هغه زیاتوي چې ډاکټران تر ډېره سالم ژوند لري، نو پایلې باید پر ټولو خلکو یو ډول ونه بلل شي.
ځینې څېړنې ښيي چې په وینه کې د ويټامین سي لوړه کچه د زړه او رګونو ناروغیو او سرطان د کم خطر سره تړاو لري، خو کلینیکي څېړنو دا پایلې نه دي تایید کړي. ډېر څېړونکي باور لري چې د دې موضوع د روښانولو لپاره پراخې څېړنې ته اړتیا ده.
ګولۍ او خواړه
ایا داسې شواهد شته چې د ويټامین سي ګولۍ دې د طبیعي غذایي سرچینو په پرتله زیاتې ګټې ولري؟ ما دا پوښتنه له پروفیسور کوهین وکړه، او د هغه ځواب لنډ و: "نه".
کوهین زیاتوي: "تر ټولو ښه کار دا دی چې د سبزیو/سبو او مېوو له کارونې ګټه واخیستل شي، په هغه حالت کې به د ويټامین سي ګولیو ته هېڅ اړتیا نه وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ويټامین سي او پوستکی
په تېرو کلونو کې د پوستکي د پاملرنې په محصولاتو کې د ويټامین سي کارول ډېر شوي، ځکه چې ادعا کېږي دا د پوستکي د زړښت نښې ورو کوي، د لمر د وړانګو له امله رامنځته کېدونکی زیان کموي، او تور داغونه او د ځوانکو نښې راکموي. خو دا ادعاوې تر کومه بریده کره دي؟
د لندن د پوستکي ناروغیو متخصص ډاکټر مګنس لینچ وايي: "یو څه شواهد شته چې ويټامین سي د تورو داغونو په لرې کولو کې مرسته کولی شي. یو کمزوری ثبوت هم شته چې ښيي دا ښايي د لمر د زیان په کمولو کې هم مرسته وکړي."
ایا ويټامین سي باید په پوستکي وکارول شي څو دا ګټه ترلاسه شي، که د خوړو او مکملونو له لارې اخیستل هم دا رول ترسره کولی شي؟
ډاکټر لینچ وايي: "د موضعي ويټامین سي له ګټو څخه یوه دا ده چې دا په مستقیم ډول پوستکي ته لوړه اندازه رسوي. د ګولیو له لارې د دې اندازې ترلاسه کول عملي نه دي، ځکه چې ويټامین سي به په ټول بدن کې وویشل شي، نه دا چې یوازې به په پوستکي کې متمرکز شي."
موضعي ويټامین سي یوازې په بالغو کسانو ازمویل شوی، او د ماشومانو لپاره یې سپارښتنه نه کېږي.
لینچ خبرداری ورکوي چې دا ښايي د پوستکي د خارښت لامل شي، "په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې پر مخ داغونه یا (rosacea) په څېر حالتونه لري."
که ستا پوستکی نازک وي یا له ځینو توکو سره حساسیت لرې، غوره ده چې د پوستکي د ازموینې (patch test) ترسره کول یا له متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.
کله چې له لینچ وپوښتل شول چې، د ويټامین سي لرونکي د پوستکي پاملرنې محصولات سپارښتنه کوي؟ هغه وویل: "زما مشوره دا ده چې تر ټولو مهم کار د لمر ضد کریم کارول دي، څو د زړښت نښې او تور داغونه کم شي. ښه شواهد شته چې رېتینوایډونه (retinoids) د کولاجن تولید راپورته کوي او د لمر د زیان نښې کموي. هغه څوک چې دا محصولات کاروي، د ويټامین سي له کارولو ډېره ګټه ترلاسه کولی شي."
ويټامین سي په عامه روغتیايي پوهاوي کې ځانګړی ځای لري، چې ډېر وخت د علمي شواهدو له ملاتړه زیات وي. که څه هم دا په بدن کې یو مهم او نهبدلېدونکې ونډه لري، خو نوې څېړنې ښيي چې اغېزې یې ښايي دومره پراخې نه وي لکه چې ورته تبلیغ کېږي. دا له شک پرته د روغتیا لپاره مهم عنصر دی، خو جادويي درمل نه دي.











