BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • انځور اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت د ننه اخیستل شوی

    د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو ټاکل شوی استازی نه مني

    د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي.

  • پاکستان

    د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی

    د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پولیس چارواکو په وینا، په کوټه کې په یوه برید کې دوه پولیس وژل شوي دي. د بي ‌بي ‌سي خبریال وايي، په کوټه ښار کې د سهار له شاوخوا شپږ بجو راهیسې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي او لږ مخکې یوه بله زوروره چاودنه هم واورېدل شوه.

  • رپوټونه وايي، د یو اېس اېس ابراهم لنکن بېړۍ په مشرتابه د امریکايي سمندري ځواکونو یوه ټولګه منځني ختیځ ته رسېدلې ده.

    ولې د امریکا برید ته د ایران غبرګون دا ځل مختلف کېدای شي؟

    د امریکايي سمندري ځواکونو یو اېس اېس ابراهم لنکن الوتکې ‌لېږدونکې بېړۍ د امریکا د مرکزي قومندانۍد مسوولیت سیمې ته، چې د ایران له اوبو سره نږدې ده، رسېدل دا احساس لا پیاوړی کړی چې ښايي یوه پراخه مخامختیا د رامنځته کېدو په حال کې وي. دا هر څه په داسې وخت کې کېږي، چې په ایران کې د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو او تاوتریخجنو احتجاجونو ځپل روان دي، او دا ښيي چې واشنګټن او تهران مستقیم ټکر ته ښايي تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي وي.

  • António Guterres said the organisation's money could run out by July

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی، چې دغه سازمان د 'نژدې مالي سقوط' له خطر سره مخامخ دی

    ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا اداره د غړو هېوادونو لخوا د خپلو مالي ونډو نه ورکولو له امله د ''نږدې مالي سقوط'' له جدي ګواښ سره مخامخ ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، یاد سازمان له یوه داسې مالي کړکېچ سره مخامخ دی چې ''لا پسې ژورېږي، د پروګرامونو پلي کېدل له ګواښ سره مخامخ کوي''، او ښايي تر جولای میاشتې پورې یې پیسې ختمې شي.

لنډې ویډیوګانې

  • مینه عصمت الله
  • Reuters
  • وزې
  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • snow
  • (Reuters/AFP)
  • پړانګ-جګوار
  • واوره

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي