د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی، چې دغه سازمان د 'نژدې مالي سقوط' له خطر سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا اداره د غړو هېوادونو لخوا د خپلو مالي ونډو نه ورکولو له امله د ''نږدې مالي سقوط'' له جدي ګواښ سره مخامخ ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، یاد سازمان له یوه داسې مالي کړکېچ سره مخامخ دی چې ''لا پسې ژورېږي، د پروګرامونو پلي کېدل له ګواښ سره مخامخ کوي''، او ښايي تر جولای میاشتې پورې یې پیسې ختمې شي.
هغه ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې کاږي چې دوی باید خپلې لازمې مالي ونډې ادا کړي او یا هم د سازمان مالي اصول اصلاح کړي، چې د سقوط مخه ونیوله شي.
دا وضعیت وروسته له هغه رامنځته شوی چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد، امریکا متحده ایالاتو د دې سازمان د عادي او سولې ساتنې برخې بودیجې ته له ونډې ورکولو ډډه وکړه او له څو ادارو یې ووتله، چې دوی یې ''مالیه ورکوونکو د پیسو ضایع کېدل'' بلل. له دې سره سره یو شمېر نور غړي هېوادونه هم پوروړي پاتې دي او یا یې په بشپړ ډول له پیسو ورکولو انکار کړی دی.
که څه هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د مالي سیسټم برخه کې یو جزوي بدلون تصویب کړی، خو سازمان لا هم له یوه ستر نغدي کړکېچ سره مخامخ دی، چې که څه هم هېڅکله یې ترلاسه کړي نه وې، د یوې قاعدې له مخې یې پیسې بېرته ورکول کېږي.
په جنېوا کې د دې سازمان مرکزي دفتر کې د دې وضعیت په اړه خبرداري په هر ځای کې لګول شوي دي. د نغدو پیسو سپمولو لپاره د ناوسۍ په توګه یوه هڅه کې اسکلېټرونه یا برېښنايي زینې په منظمه توګه بندې او د خونو تودولو الاتو فعالیت کم کړل شوی.
ګوتېرېش په خپل لیک کې وايي، ملګرو ملتونو په تېر کې مالي کړکېچونه تجربه کړي، خو اوسنی وضعیت د ده په خبره ''په بشپړه توګه بې ساری'' دی. پرته له دې چې مشخص غړي هېوادونه یاد کړي، عمومي منشي وویل:
''د هغو ارزول شویو مرستو د نه درناوي پرېکړې چې د تصویب شوې منظمې بودیجې د پاموړ برخه تمویلوي اوس په رسمي ډول اعلان شوي دي."
د ګوتېرش په لیک کې څه ویل شوي؟
ښاغلی ګوتېرېش وايي، هغه قاعده چې که بودیجه پلې نه شي ملګري ملتونه اړ دي بې مصرفه پاتې شوې پیسې په ځانګړو پروګرامونو کې غړو ته بېرته ورکړي، یوه ''ستره دوه ګونې ضربه'' رامنځته کوي، ځکه چې اوس ''تمه کېږي چې هغه نغدي ورکړي چې له سره نه شته.''
هغه زیاته کړې: ''زه د اوسني وضعیت بېړنیزتوب کم نه شم بیانولای. موږ نه شو کولی بودیجې د نه راټولو شویو پیسو سره پلې کړو او نه هم هغه پیسې بېرته ورکړو چې هېڅکله مو ترلاسه کړې نه وې.''
پایله کې ملګري ملتونه اوس میلیونونه ډالر بېرته ورکوي چې اصلاً یې هېڅکله یې نه لرل.
په لیک کې راغلي: ''همدغه میاشت، د ۲۰۲۶ کال د ارزونې په برخه کې موږ اړ شو چې ۲۲۷ میلیونه ډالر بېرته ورکړو ، هغه پیسې چې موږ تر اوسه نه وې ترلاسه کړې.''
ګوتېرېش لیکي: ''اصلي ټکی څرګند دی. یا باید ټول غړي هېوادونه خپلې ونډې په بشپړ ډول او په مناسب وخت ادا کړي، یا باید غړي هېوادونه زموږ مالي اصول په بنسټیز ډول اصلاح کړي، چې د نږدې مالي سقوط مخه ونیوله شي.''
د ملګرو ملتونو ادارې معمولاً ټولې هغه پیسې نه ترلاسه کوي چې د بشري کړکېچونو د حل لپاره یې غوښتنه کوي، خو تېرو ۱۲ میاشتو کې وضعیت په ځانګړې توګه سخت و.
متحده ایالات د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی، خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دا سازمان خپل ''لوی ظرفیت'' نه دی پوره کړی او پر دې یې نیوکه کړې چې د امریکا په مشرۍ د سولې هڅو ملاتړ نه کوي.
متحده ایالاتو په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو عادي بودیجې ته خپله ونډه نه ده ورکړې او یوازې د سولې ساتنې عملیاتو لپاره یې د هغې بودیجې چې تمه یې کېده ۳۰ سلنه ورکړې ده.
په جنورۍ کې بیا ډونلډ ټرمپ متحده ایالات د ملګرو ملتونو ۳۱ ادارو په ګډون له لسګونو نړیوالو سازمانو وایستله، چې'' په هغو بنسټونو کې د امریکایي مالیه ورکوونکو ګډون او تمویل پای ته ورسوي چې د امریکا د لومړیتوبونو پر ځای نړیوالې اجنډاګانې پرمخ وړي''.
د دسمبر په پای کې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو بشري پروګرامونو لپاره ۲ میلیارده ډالره ژمنه وکړه او دې سازمان ته یې خبرداری ورکړ چې باید ''سمون رامنځته کړي او یا له منځه لاړ شي''، چې دا د ۲۰۲۲ کال د ۱۷ میلیارده ډالرو لګښت پرتله یوازې یوه کوچنۍ برخه وه.











