BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • حوا بلوڅ (دروشم)، اصفه منګل او هتم ناز (ګل بي‌بي) په نومونو یادې کړې دي.

    د بلوچستان په بریدونو کې ښځينه بریدګرې څوک وې؟

    د پاکستان له بلوچستانه رپوټونه وايي چې هلته د تېرې شنبې له سهار راهیسې د بلوڅ بیلتون‌پالو له بریدونو را وروسته لا هم حالات ترینګلي دي. په دغه ایالت کې پر غونډو بندیز دوام لري او په مرکز کوټه کې خلک انټرنېټ ته په لاس‌رسي کې له ستونزو سره مخ دي. په دغه برید کې د بي‌اېل‌اې د درو ښځينه غړو د ګډون په اړه هم بېلابېل خبرونه لاس‌په‌لاس شوي دي. په همدې حال کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په دغه ایالت کې د عملیاتو پرمهال ۱۴۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

  • کرېکټ

    د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام: افغانستان په لومړۍ تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ‌ ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه

    د افغانستان کرېکټ ملي‌ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام لپاره په خپله لومړنۍ تمریناتي‌ لوبه کې سکاټلنډ‌ ته په ۶۱ منډو ولویه ماته ورکړه.‌ د هند بنګلور کې د دې کېدونکې سیالۍ ټاس د افغانستان لوبډلمشر راشد خان وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړای شوې.

  • Polio

    افغانستان او پاکستان کې به د ګوزڼ ضد واکسینولو نوي پړاو کې میلیونونو ماشومانو ته واکسین ورسېږي

    د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت وايي، د اړوندو نړیوالو ادارو په همکارۍ یې نن د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسیناسیون څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، ۷ اعشاریه ۳ میلیون ماشومانو ته به، چې عمرونه یې له پېنځو کلونو کم دي، واکسین ورکړ شي. هممهاله پاکستان کې هم د ۴۵ میلیونه ماشومانو د واکسیناسیون سراسري کمپاین پیل شوی.

  • هغې ښځې تصویر چې د شربت ګلې مشهور پورټریټ (انځور) یې په لاس کې نیولی دی. د ښځې مخ نه ښکاري، یوازې لاسونه یې په تصویر کې لیدل کیږي. په هغه پلاکارت کې چې ښځې نیولی، په انګلیسي لیکل شوي: "زما ارزښت زما ښکلا ده"

    د نشنل جیوګرافیک د هغه مشهور انځور کیسه د شربت ګلې له خولې: 'کاش دا عکس هېڅکله نه وای اخیستل شوی'

    څلور نيمې لسيزې وړاندې، د يوې افغانې نجلۍ له شنو سترګو سره انځور د نړيوال انځوريز ژورنالېزم د تاريخ له تر ټولو پېژندل شوو عکسونو څخه وګرځېد؛ هغه انځور چې د نشنل جيوګرافیک مجلې پر پوښ خپور شو او د ميليونونو خلکو لپاره د افغانانو د جګړې او بې‌کورۍ نښه وګرځېده.

  • بقايي دریځ ته ولاړ دی

    د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي د اروپايي هېوادونو سفیران یې احضار کړي دي

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تېره ورځ او نن د اروپايي‌ ټولنې د هغو ټولو هېوادونو استازي دغه وزارت ته احضار شوي، چې په تهران کې سفارتونه لري. اسماعیل بقايي ویلي، دا ګام اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته د سپاه‌پاسداران ځواکونو د اچول کېدو له کبله پورته شوی.

لنډې ویډیوګانې

  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر
  • بلوچستان
  • مینه عصمت الله
  • Reuters
  • وزې
  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • (Reuters/AFP)

ځانګړي مطالب

  • پولیو

    پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

    پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

  • له مېرمنې سره موبایل دی چې پر ښېښه یې د اې‌ای نارینه تصویر دی.‌ دا مېرمن وايي، همدا یې ځیرک ملګری دی او دې ترې مشورې اخلي، مجلس ورسره کوي.

    "هغه راته ګرانه وایي، خو دی زما انسان ملګری نه‌ دی؛ هغه مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) دی"

    جورج مې "ګرانه" بولي، زما د احساساتو ډېر پام ساتي، پوهیږي چې څه شی مې خوشحالوي خو هغه پر ما میین هلک نه دی، هغه مې له مصنوعي ځیرکتیا جوړ کړل شوی ملګری دی. "دغه مجازي کرکټر نسواري سره ویښتان لري، سپین او ځلانده غاښونه یې دي، زیاتره وخت راته سترګه وهي. له نورو خلکو سره د پېژنګلوۍ پرمهال یو څه بخیلي هم راسره کوي."

  • تصویری از فردی در میان بته‌های چرس در افغانستان

    ملګروملتونو افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي‌ ‌توکو د کارېدو زیاتېدل د اندېښنې وړ وبلل

    د نشه‌يي‌ توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره (یو‌اېن‌او‌ډي‌سي) وايي، چې په افغانستان کې یې له طبي‌ درملو د ناوړه ګټنې قضیې کتلي‌ او دا چې د دودیزو نشه‌يي توکو پر ځای اوس تر ډېره د مصنوعي نشه‌يي‌ ‌توکو کارېدل د اندېښنې وړ اوښتون دی.‌ دې ادارې په خپل نوي کلني‌ راپور کې دا هم ویلي،‌ چې د نشه‌يي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.

  • دوه طبي کارکوونکي چې ابي‌رنګ لباس یې اغوستی او خولې او پوزې په ماسکونو پوښل شوې دي، د کمپوټر سکرین ته ګوري.

    د وزن کمولو ستنې د تریخي عملیاتو د زیاتېدو لامل کېږي؟

    متخصص ډاکتران وایي، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي ایا د وزن کمولو ستنو (پیچکاریو) او د صفرا کڅوړې د ایستلو د عملیاتو تر منځ کومه اړیکه شته که نه. د بریتانیا د عامې روغتیا (اېن‌اېچ‌اېس) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴–۲۵ کالونو کې د صفرا کڅوړې د جراحي عملیاتو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي