د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام: افغانستان په لومړۍ تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام لپاره په خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته په ۶۱ منډو ولویه ماته ورکړه.
د هند بنګلور کې د دې کېدونکې سیالۍ ټاس د افغانستان لوبډلمشر راشد خان وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړای شوې.
دروېش رسولي د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۸۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي عیسیخېل ۳۴ چټکې منډې وکړې.
د سکاټلنډ جک جاروېس او مارک واټ دوه – دوه افغان لوبغاړي اوټ کړل.
سکاټلنډۍ لوبډله د ۱۸۵ منډو نسبتآ ستر هدف په ترلاسه کولو کې له پیل ټکنۍ برېښېده او توپوهونکي یې د کومې اوږدې ملګرتیا یا پارټنرشیپ پر جوړولو بریالي نه شول.
د دوی له اړخه یوازې مایکل جونز او متیو کراس له سلو په ټیټ رنرېټ سره ۲۱-۲۱ منډې وکړای شوې، چې تر نورو ډېرې وې.
د سکاټلنډ وروستۍ لوبغاړی شلم اوور کې په داسې حال کې وسوځېد چې لوبډلې یې ټولټال ۱۲۳ منډې کړې وې.
د افغانستان له په اړخه توپاچونه کې عظمتالله عمرزي د مقابلې لوبډلې ۳ او محمد نبي او ضیاالرحمن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
د دې تمریناتي سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ته ورکړ شوه.
د یادونې ده چې په راروان شلاووریز نړیوال جام د بنګلهدېش پر ځای د سکاټلنډ د لوبېدو پرېکړه همدا څو ورځې مخکې د کرېکټ نړیوالې شورا (ايسيسي) لخوا اعلان شوه.
بنګلهدېشۍ لوبډلې د امنیتي پاملرنو له کبله، چې ایسيسي ویل سمې نه دي، په هند کې د نړیوال جام له کېدونکو سیالیو انکار کړی و.
تازه د پاکستان کرېکټبورډ هم اعلان کړی، چې لوبډله یې نړیوال جام کې له هند سره پلان شوې لوبه نه کوي.
خو ایسيسي ویلي دا به په پاکستان کې پر کرېکټ اوږدمهاله اغېزه وکړي او په یوه بیان کې یې د دوه اړخیزې حل لارې د موندل کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بله تمریناتي لوبه راتلونکې چارشنبه د وېسټاینډیز خلاف ده.
۲۰۲۶م شلاوویز نړیوال جام او د افغانستان لوبې

د عکس سرچینه، ACB
د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام سیالۍ راتلونکې شنبه (د فبرورۍ ۷مه) پیلېږي.
سږکال هند او شريلنکا په ګډه د دغه جام د سیالیو کوربتوب کوي. سږني نړیوال جام کې ټولټال شل لوبډلې برخه لري چې په لومړي پړاو کې په څلورو جلا ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.
په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه (د فبرورۍ ۸مه) په چینای کې له نیوزیلنډ سره ده.
په دغه ګروپ کې له دوی سره سویليافریقا، متحد عرب امارات او کاناډا هم دي.
د افغان لوبډلې بله سیالي بیا د راتلونکې اوونۍ چارشنبه (د فبرورۍ ۱۱مه) په احمد اباد کې له سویلي افریقا سره ده.
د متحدو عرب اماراتو پر وړاندې لوبه د فبرورۍ ۱۶مه په ډیلي او له کاناډا سره د همدې میاشتې پر ۱۹مه چینای کې پلان ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا نړیوال جام لپاره اعلان شوې پېنځلس کسیزه لوبډله کې راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګوربز/محمد اسحاق (وېکټ ساتونکي)، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمان، ضیاءالرحمن شریفي، فضلالحق فاروقي او عبدالله احمدزی ته ځای ورکړ شوی.
ضیاالرحمن اصلآ له اللهمحمد غضنفر او اعجاز احمدزي سره په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و، خو تر هغې وروسته له ۱۵ کسیزې لوبډلې سره یو ځای شو، چې نوینالحق د ښي لاس د اوږدې د "ټپ" له کبله د نړیوال جام له سیالیو ووت.
د یادونې ده د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په تېر شل اووریز نړیوال جام کې په لومړي ځل نیمهپایلوبو ته ورسېده، خو نیمهپایلوبه کې یې له سویلي افریقا ماته وخوړه.
تېر شلاووریز نړیوال جام هند ګټلی و.











