د سوريې يوازينۍ ښځينه وزيره پر بدلون ټينګار کوي: 'زه دلته د نندارې لپاره نه يم'

هند قبوات په خپل کاري دفتر کې د مېر تر شا کمپيوټر ته ناسته ده.
    • Author, لېز دوسېت، د نړیوالو چارو مشره خبریاله او لینا شیخوني، بي بي سي نړیوال څانګه
    • رپوټ له:, سوريه

هند قبوات وايي، "په لومړۍ ورځ مې وپوښتل، ولې نورې مېرمنې نشته؟" دا د سوريې د کار او ټولنيزو چارو وزيره ده. په هغه انتقالي حکومت کې يوازينۍ ښځینه وزيره چې له جګړې تر سولې پر سخته لاره د تګ مسوولیت لري.

په سوریه کې نوي حکومت له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته لومړيو څو مياشتو کې د فرقه ييز تاوتریخوالي په ترڅ کې ګڼ کسان ووژل شول چې د لږکيو ټولنې یې پړه د حکومتي ځواکونو پر غاړه وراچوي.

قبوات چې يو مهال په جلاوطنۍ کې د مخالفينو مشره وه، مني چې د ولسمشر احمد الشرع د ياغي ځواکونو له خوا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر اتمه پلازمېنې ته د ننوتلو او د اسد د کورنۍ د څو لسيزو ظالمانه واکمنۍ د پايته رسېدو وروسته تېروتنې شوې دي.

خو دا ټينګار کوي چې "انتقالي پړاو کې تېروتنې کېږي".

قبوات دا هم وايي چې د ولسمشر له سترو تېروتنو يوه دا هم ده چې په خپله کابينه کې یې نورې مېرمنې نه دي ګومارلې خو زياتوي چې هغه ورته ډاډ ورکړی چې په راتلونکي کې به نورې ښځې هم شاملې کړل شي.

د سوریې د انتقالي حکومت غړي په دوو لیکو کې ولاړ دي، په دوی کې ولسمشر احمد الشرغ او هند فبوات هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Syrian Presidency

په هغه کابینه کې چې د ولسمشر له نژدې ملګرو او ځينو پخوانيو جنګياليو جوړه ده هغې ته د دندو تر منځ توازن ساتل هم يو ستونزمن کار دی.

کله چې موږ د بي بي سي د "ګلوبل ومن" یا نړيوالو مېرمنو د ځانګړي پروګرام لپاره له قبوات سره مله وو، ومو ليدل چې د هغې د مسووليتونو پراخه لړۍ کې د سوريې تر ټولو زيانمن وګړي چې په هغو کې يتيمان، کونډې او همدارنګه د هغو لسګونو زرو کسانو غمجنې کورنۍ شاملې دي چې د اسد د واکمنۍ پر مهال لادرکه شوي دي.

بله بېړنۍ اړتيا د کارونو او دندو رامنځته کول دي او د هغو ميليونو بې ځايه شويو کسانو لپاره د کورونو موندل چې د نژدې ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې له کبله بې کوره او بېځایه شوي دي.

د سوريې په څېر هېواد کې هر څه ته بېړنۍ اړتيا وي او دا هېواد له اقتصادي پلوه هم کمزوری دی. ملګري ملتونو وايي د سوريې ۹۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

د دمشق په څنډه کې د جوبار کلي کې د ویجاړ شویو اپارتمانونو کانکریټي چوکاټونه
د عکس تشریح، نړیوال بانک اټکل کوي چې د سوریې بیارغونه به لږ تر لږه ۲۰۰ ملیارد ډالر لګښت ولري.

د جنورۍ په لومړيو کې قبوات شمالي ښار حلب ته په بېړنۍ توګه ولاړه چې له هغو پناه ځايونو ليدنه وکړي چې زرګونه کسان په کې مېشت وو. دلته د حکومتي ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې ديموکراتيکو ځواکونو چې له ډېر وخته راهيسې واکمن وو تر منځ نښتې وشوې.

تېر اوړی نوموړې هڅه وکړه چې په جنوب کې يوه ښار ته چې ډېر وګړي یې دروز لږکي دي، له حکومتي ځواکونو سره له نښتو وروسته، مرستې وروسوي.

نوموړې د یوې علوي ښځې له کورنۍ سره هم اړيکه ونیوه، چې په پوځي جامو کې په وسله والو کسانو یې د جنسي تېري تور پورې کاوه. علويان شعيه لږکي دي چې د سوريې پخوانی ولسمشر بشار الاسد هم له دغې فرقې سره تړاو لري.

خو ځينې نيوکې هم شته چې قبوات کولی شي د سوريې د بېلابېلو ټولنو تر منځ د درزونو رغولو لپاره لا ډېر کار وکړي.

کله چې ما ترې پوښتنه وکړه چې ایا حکومت د فرقه ييز تاوتریخوالي پر وړاندې غبرګون کې تېروتنې کړې دي، هغې وويل، "په انتقالي او له جګړې وروسته پړاو کې تېروتنې کېږي؛ هېڅوک هم په دې اړه خوښ نه دی، ان ولسمشر هم خوښ نه دی".

خو دا ټينګار کوي چې پلټنې پيل شوې او اوس "ډېری هغه کسان چې دا جرمونه یې کړي په زندان کې دي".

قبوات چې په سوريه، لبنان، کاناډا او امریکا کې یې لوړې زدکړې کړې يوه وکيله او مذاکره کوونکې ده چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې په جلاوطنه اپوزېسيون کې مهم رول درلود.

نوموړې خبرې اترې تر ټولو مهمه وسيله بولي.

دا وايي، "له پنځوس کلنې دېکتاتورۍ وروسته وخت ته اړتيا ده چې خلک ووايي، پر تا باور لرو". دا ټينګار کوي چې د خلکو او حکومت تر منځ بايد باور موجود وي.

قبوات د خپل کور په باغچه کې ولاړه ده.

موږ له دې سره د شمال لوېدیځ ادلب ولايتي مرکز ته سفر وکړ، هغه سيمه چې د الشرع د حيات تحرير الشام ځواکونو تر ټولو قوي مرکز و.

نوموړې د کورنۍ جګړې پر مهاله د تستقل په نامه له هغه سازمان سره دلته کار کاوه چې دې یې په خپله بنسټ اېښی و او د مېرمنو له لوري یې مشري کېده.

په يوه تالار کې د سوريې له بېلابېلو سيمو ځوانې او مشرې مېرمنې او یو شمېر نارينه راټول شوي چې د زړې واکمنۍ د پایته رسېدو لمانځنه کوي او دا تګلاره څېړي چې څنګه د پرېکړې کولو په ټولو برخو کې د مېرمنو رول پياوړي کړي.

د نوې انتقالي پارلمان په وروستيو غيرمستقيمو ټاکنو کې له ادلب څخه يوه مېرمن هم بريالۍ نه شوه. په ټوله کې يوازې څلور څوکۍ ښځينه نوماندانو ته ورسېدې.

نوموړې پر ښځو نيوکه وکړه او ویې ويل، "تاسو باید سره متحدې وی او په سياسي ډول هوښيار فکر مو کړی وای چې لږ ترلږه یوې یا دوو ښځو خو ټاکنې ګټلې وی".

قبوات په ادلب کې مېرمنو ته خبرې کوي.

دلته ځينو مېرمنو پړونې په سر کړي وو، ځينې له سر تر پښو په پرده کې وې او د قبوات په څېر بيا ځينو پړونې نه درلود.

د سوريې څېره تل همداسې پاتې شوې ده. هغه لومړنۍ اندېښنې چې ښایي احمد الشرع او د هغه ملاتړي به سخت اسلامپاله قوانين پلي کړي تر ډېرې کچې نه دي عملي شوې خو بيا هم دلته د ځينو وېره پر ځای پاتې ده.

الشرع چې د القاعده پخوانی قومندان او وروسته اسلامپاله ياغي مشر و، خپلې پوځي جامې پراېښې او پر ځای یې منظمه درېشي اغوندي او اوس ځان د يوه عملي سياستوال په توګه وړاندې کوي.

قبوات وايي، په هماغه لومړۍ ورځ چې د تېر کال په مارچ مياشت کې یې حکومت اعلان کړ، ولسمشر هغې ته ډاډ ورکړ چې نورې ښځې به هم وګومارل شي. دا زياتوي، "هغه وويل: داسې به کېږي، موږ د بدلون په پړاو کې يوو".

نوموړې وايي، "زه دلته د نندارې لپاره نه یم راغلې. زه د خپل کار پر مهال ځان نه عیسوۍ احساسوم او نه هم مېرمن، زه ځان د سوريې یوه وګړې بولم... که زه ځان له اقليت او يا مېرمن وبولم، نو خپل مشروعيت به له لاسه ورکړم."

قبوات له مېرمنو سره خبرې کوي

د ادلب د ښار په څنډه کې پر شاړه ځمکه د خېمو یوه مېشتځای ته روان شو. دا کمپ او د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورته بې شمېره نور، د هغو ميليونونو سوريايانو کوربه دي چې کورونه یې لا هم په بشپړه توګه وران پاتې دي.

قبوات په لنډه توګه په چپنو او درېشيو کې ولاړو کسانو چې د هغې د هرکلي لپاره په کتار کې ولاړ وو سلام وکړ. بيا د ماشومانو او ښځو یوې ډلې ته ورغله چې ډېرو یې اوږدې تورې چادرۍ اغوستې دي.

د خېمو په جومات کې پر ځمکه کېناسته او د ښځو د کړاونو اورېدو لړۍ پیل شوه، دلته ډېری مېرمنې ګونډې دي، له هر ډول مرستې پرته په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي.

دلته قبوات پوښتنه وکړه، څوک غواړي د لاسي صنایعو جوړول زدکړی چې نړيوالو بازارونو کې وپلورل شي. د لاسونو يو سمندر پورته شو.

قبوات له مېرمنو سره ناسته ده او د هغوی خبرو ته یې غوږ نيولی دی

وروسته مې ترې پوښتنه وکړه چې هغه سړي ته یې څه وويل، چې شکايت یې کاوه او د اپوزېسيون په ليکو کې یې ډېر سخت کار کړی خو لا هم په يوه خېمه کې ژوند کوي.

هغې وويل، "هغوی پر حق دی. زه د هغوی درد احساسوم. هغوی د نړيوالې ټولنې له خوا د يوې ګډې او بېړنۍ هڅې" پر اړتيا ټينګار کاوه.

ما يادونه ورته وکړه چې مرسته کوونکي وايي، حکومت بايد د نوي حقوقي نظام د جوړولو او همدارنګه د شفافيت لپاره لاچټک ګامونه واخلي.

هغې سملاسي ځواب راکړ. "البته هغوی پر حق نه دی. موږ ته داسې يو هېواد په ميراث پاتې دی چې په بشپړه توګه ويجاړ شوی و. موږ پر قوانينو کار کوو چې یو نوی هېواد ورغو او له نويو شرايطو سره یې برابر کړو خو دا به وخت ونيسي".

کله چې ما د هغو راپورونو په اړه ترې پوښتنه وکړه چې د احمد الشرع نژدې کړۍ اوس د وزيرانو واک کموي او د هغوی د مرستیالانو د ټاکلو صلاحیت ترې اخلي، د هغې لهجه لا سخته شوه او ویې ويل، "کله چې زه د خپل مرستيال د ټاکلو او خپلې تګلارې د جوړېدو ازادۍ ونه لرم، زه دلته نه پاتې کېږي."

نوموړې زياته کړه، "الشرع پر یوه خوا تکيه نشي کولی. که هغه ټولشموله نه وي او په حکومت کې ډېر خلک سره يو ځای نه کړي... دا به دوام ونکړي".

قبوات له کډوالو ماشومانو سره ولاړ ده

د اسد له واکمنۍ وروسته، سوریې له ګڼو هېوادونو په سلګونو میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې دي.

د امریکا له خوا د بندیزو لرې کېدو هم مرسته کړې ده.

خو نړيوال بانک اټکل کوي چې سوريه د بيا رغولو لپاره لږترلږه ۲۰۰ میليارده ډالرو ته اړتيا لري. ځينې مرستندويان د هېواد او سيمې د پراخې بې ثباتۍ له امله زړه نازړه دي، هغه بې ثباتي چې د اسرائیلو د پرلپسې بریدونو له امله نور هم سخته شوې ده.

اسرائیل وایي دوی د هغو احتمالي ګواښونو پر ضد اقدام کوي چې د سوريې د وسله والو ډلو له خوا رامنځته شوي دي.