پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
دا انتاني ناروغۍ چې د لوی زیان تر کچې رسېږي، په اسانۍ سره د ناروغ کس د غایطه موادو له لارې خپرېږي او په لږ احتمال سره د ټوخي او پرنجي د څاڅکو له لارې هم لېږدېدلی شي.
پر همدې ناروغۍ تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان اخته کېږي او ډېر وخت یې هیڅ نښې نه ښکاري، خو ځینې یې د زکام په څېر نښې څرګندوي، لکه:
- سخته تبه
- د ستوني درد
- د سر درد
- د نس درد
- د ټول بدن درد
- د زړه بدوالی
په لږ شمېر کسانو کې، یعنې دا انتان په هرو زرو یا سلو کسانو کې د یوه پر عصبي سیستم برید کوي او پرې ککړ کسان له جدي ګواښ سره مخامخوي، لکه د پښو فلجېدل.
ډېر کم وخت دا ناروغي د ژوند پر وړاندې ګواښ کېدلی شي، په ځانګړي ډول که تنفسي عضلې فلج شي.
د پولیو لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته، خو د واکسین له لارې ترې مخنیوی کېدلی شي.
څنګه پر پولیو له اخته کېدو ځان وساتو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزناکه لاره پر وخت واکسین کول دي.
سربېره پر دې، د پاکوالي په پام کې نیول لکه د تشنابونو پاک ساتل، او د ځان پاک ساتل لکه په صابون د لاسونو پرېمنځل، د دې ویروس د خپرېدو او اخته کېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
دا ویروس ډېری وخت د ککړو اوبو له لارې انتقالېږي، نو په هغو سیمو کې چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن وي، دا ناروغي په کې ډېره خپرېږي. ډاکټران په دې تړاو د څښاک لپاره د پاکو اوبو کارول او سالم خواړه خوړل اړین بولي.
ایا پولیو بېلابېل ډولونه لري؟
د پولیو "وحشي" یا طبیعي ویروس تر ټولو عام دی، خو یو ډول یې نادر دی چې له خوراکي واکسینو سره تړاو لري.
د پولیو خوراکي واکسین ژوندی خو کمزوری ویروس لري، پیاوړی معافیت رامنځته کوي، کارول یې اسانه دي او په نړۍ کې یې میلیونونه خلک خوندي کړي دي. خو د دې واکسین کمزوری ویروس کولای شي د انسان په کولمو کې بېضرره خپور شي او د غایطه موادو له لارې ووځي. کله کله له همدې غایطه موادو سره تماس د هغو کسانو لپاره چې واکسین شوي نه وي، د ناروغۍ لامل کېدلی شي.
د اوږدې مودې په تېرېدو سره، د واکسین ویروس کېدای شي بدلون ومومي او د طبیعي پولیو ویروس ته ورته شي.
ډېر پرمختللي هېوادونه اوس د پېچکارۍ له لارې واکسین کاروي چې مړ شوی ویروس لري.
د واکسین دواړه ډولونه خوندي او اغېزناک دي.
د پولیو مخینه او د واکسین کشف
په پیل کې، هغه کسان چې پر دې ویروس اخته وو او د تنفس عضلې یې زیانمنې شوې وې، د "اوسپنیز سږي" په نوم ځانګړي ماشین کې اېښودل کېدل. دا اله د ۱۹۲۰ کلونو لسیزه کې د پولیو ناروغانو د تنفس لپاره رامنځته شوه. ناروغان به ډېر وخت، ان تر څو اوونیو پورې، په هغه ماشین کې ساتل کېدل او ځینې به اړ کېدل چې ټول ژوند همداسې بېحرکته تېر کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیو د دانو یا تڼاکو په څېر نه ښکاري، له همدې امله یې تر ۱۹۰۵ کاله وخت ونیو چې یو سوېډني ډاکټر، ایوار ویکمن، دا معلومه کړي چې پولیو ساري ناروغي ده. دا تجربه یو ناڅاپي کار نه و، ځکه د څښاک اوبو د کیفیت ښه کېدو په ډېرو ښارونو کې د پولیو پېښې کمې کړې وې، خو د خلکو عمومي معافیت یې هم راکم کړی و؛ نو کله چې ناروغي خپرېده، سختوالی یې ډېر څرګند و.
هغه مهال داسې انګېرل کېده چې له پرمختللو هېوادونو بهر ګوزڼ کم سارې ناروغي ده، خو د هغو کسانو شمېرې چې په کوچنیوالي کې فلج شوي وو، دا خبره ناسمه ثابته کړه. په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر ماشومان فلج شوي وو، خو په حیرانوونکې توګه ورته لږه پاملرنه شوې وه.
په ۱۹۵۲ کال کې وضعیت بدل شو او یو امریکايي ډاکټر، جوناس سالک، د پولیو لومړنی واکسین جوړ کړ. په ۱۹۶۱ کال کې البرت سابین یو بل غوره واکسین جوړ کړ چې د پېچکارۍ په مرسته د تزریق پر ځای خوړل کېده. دې واکسین په امریکا او اروپا کې د پولیو پېښې په چټکۍ سره راکمې کړې، خو ځینې تېروتنې هم وشوې. د امریکا د درمل جوړونې په تاریخ کې له بدترینو پېښو یوه دا وه چې "کاتر" شرکت له ۱۰۰ زرو ډېر داسې واکسینونه تولید کړل چې ژوندی ویروس یې درلود. دې کار ۱۶۰ ماشومان د تل لپاره فلج کړل او ۱۰ ماشومانو ژوند بایلود. له نېکه مرغه، دې ناورین د پولیو پر ضد مبارزه ونه دروله.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۸۸ کال کې هغه مهال لویه هڅه پیل شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان په نړیوال کچه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام پيل کړ. په ۱۹۹۴ کال کې په امریکا لویه وچه کې پولیو له منځه ولاړه. په ۲۰۰۰ کال کې د لوېدیځ ارام سمندر سیمه او په ۲۰۰۲ کال کې اروپا هم له پولیو پاکه شوه. په ۲۰۱۴ کال کې سوېل ختیځه اسیا هم دې نوملړ ته ورزیاته شوه.
اټکل کېږي چې د پولیو واکسین او ورته درملو د ۱۸ میلیونه کسانو د فلج کېدو مخه نیولې او د ۱.۵ میلیونه ماشومانو ژوند یې ژغورلی دی.
ایا پولیو لا هم نړیواله ستونزه ده؟
له ۱۹۸۸ کال راهیسې، د دې ناروغۍ پیښې له ۹۹ سلنه ډیرې کمې شوې دي. په ۲۰۱۹ کال کې په شاوخوا ۱۲۵ هېوادونو کې له ۳۵ زره قضیو په ټوله نړۍ کې یوازې ۱۷۵ پېښو ته رسیدلې وې.
له اسیا پرته، په ټولو لویو وچو کې د پولیو له منځه وړل په رسمي ډول تایید شوي دي.
په بریتانیا کې د پولیو وروستۍ ثبت شوې پېښه په ۱۹۸۴ کال کې وه.
دا ناروغي اوس یوازې په څو هېوادونو کې پاتې ده. افغانستان او پاکستان، هغه هېوادونه چې د ټولو خلکو واکسینېدا په کې ستونزمن دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ ۸۳ سلنه نویو زېږېدلو ماشومانو د پولیو واکسین درې پړاوونه ترلاسه کړي دي.








