د بلوچستان په بریدونو کې ښځينه بریدګرې څوک وې؟

حوا بلوڅ (دروشم)، اصفه منګل او هتم ناز (ګل بي‌بي) په نومونو یادې کړې دي.

د عکس سرچینه، BLA

د عکس تشریح، بي‌اېل‌اې دا درې ښځينه غړې د حوا بلوڅ (دروشم)، اصفه منګل او هتم ناز (ګل بي‌بي) په نومونو یادې کړې دي.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د پاکستان له بلوچستانه رپوټونه وايي چې هلته د تېرې شنبې له سهار راهیسې د بلوڅ بیلتون‌پالو له بریدونو را وروسته لا هم حالات ترینګلي دي. په دغه ایالت کې پر غونډو بندیز دوام لري او په مرکز کوټه کې خلک انټرنېټ ته په لاس‌رسي کې له ستونزو سره مخ دي. په دغه برید کې د بي‌اېل‌اې د درو ښځينه غړو د ګډون په اړه هم بېلابېل خبرونه لاس‌په‌لاس شوي دي.

په همدې حال کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په دغه ایالت کې د عملیاتو پرمهال ۱۴۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د ښاغلي بوګټي په وینا، تېره شنبه (سلواغه ۱۱/جنوري ۳۱) په شوو بریدونو کې ټولټال "۳۱ عام خلک او ۱۷ امنیتي کسان" هم وژل شوي دي.

هغه ویلي چې د وسله‌والو پر ضد چاڼيز عملیات روان دي او په وینا یې، "موږ به هغوی تښتېدو ته پرې نږدو."

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا (ای‌اېس‌پي‌ار) د کوټې په ګډون د بلوچستان په ځينو نورو ښارونو کې د شوو بریدونو په هکله ویلي وو چې لږ‌ترلږه "۹۲ وسله‌وال او ۱۵ امنیتي کسان" پکې وژل شوي دي.

د نوشکي ځينو ځايي خلکو ویلي چې د یکشنبې په سهار یې هم د ډزو او چاودنو غږونه اورېدلي دي او په وینا یې، ځينې وسله‌وال لا هم په ښار کې ګزمې کوي. دوی ویلي چې ځينې وسله‌وال یې د پولیسو په تاڼې، قضايي ادارو او څېرمه نورو دولتي دفترونو کې هم لیدلي دي.

د بي‌بي‌سي‌ خبریال محمد کاظم هغه ورځ وویل چې په‌ کوټه کې بریدونه د شنبې ورځ‌ سهار ۶ بجې سریاب سیمه کې پيل، هزارګنجي‌ او وروسته رېډ زون ته نږدې تر ایدي څلور لارې پراخ شول.‌

د دغو بریدونو مسؤلیت "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" یا (بي‌اېل‌اې) منلی دی او ادعا یې کړې چې پاکستانيو ځواکونو او ادارو ته یې "دروند ځاني او مالي تاوان وراړولی دی."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا پرون وویل چې په دغو بریدونو کې د (بي‌اېل‌اې) "دوو ښځينه" غړو هم ګډون کړی. خو په خپله دې بلوڅ بلیتون‌پالې ډلې بیا د خپلو ځينو وژل شوو نارینه "سرمچارو" ترڅنګ د درو ښځينه‌‌و عکسونه او معلومات هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې "درې فدایانې" هم ورسره وې.

د بي‌اېل‌اې ښځينه بریدګرې

حوا بلوڅ

د عکس سرچینه، BLA

د عکس تشریح، بي‌اېل‌اې د حوا بلوڅ په اړه ویلي چې بل نوم یې (دروشم) و او په دغو عملیاتو کې یې ځانمرګی برید کړی او وژل شوې ده. په وینا یې، د هغې پلار نبي بخش بلوڅ هم په ۲۰۲۱ کې د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کې وژل شوی و.

"د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" یا (بي‌اېل‌اې) د تېرې جمعې په ورځ (سلواغه ۱۰/جنوري ۳۰) د دغو بریدونو مسؤلیت ومانه چې دوی د "هیروف ۲- ګوادر عملیات" نوم ورکړی دی.

د رپوټونو له مخې، دې ډلې په دغو بریدونو کې پر کوټې ښار سربېره ګوادر، خاران، مستونګ، نوشکي، پسني او په مچ ولسوالیو کې بېلابېل اهداف په نښه کړي دي.

بي‌اېل‌اې ته منسوبې یوې رسنۍ (سګار میډيا) د دې ډلې اعلامیې او معلومات پرخپل ټېلیګرام چېنل شریک کړي دي او ویلي یې دي چې په دغو عملیاتو کې د بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې ټولټال "۲۷ سرمچار" وژل شوي چې له ډلې یې "۱۴" ځانمرګي د مجید بریګېډ لوا وو او درې ښځينه هم پکې وې.

بي‌اېل‌اې دا درې ښځينه غړې د حوا بلوڅ، اصفه منګل او هتم ناز په نومونو یادې کړې دي او د هرې یوې په اړه یې لنډ معلومات هم شریک کړي.

د حوا بلوڅ په اړه یې ویلي چې بل نوم یې (دروشم) و او په دغو عملیاتو کې یې ځانمرګی برید کړی او وژل شوې ده. په وینا یې، د هغې پلار نبي بخش بلوڅ هم په ۲۰۲۱ کې د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کې وژل شوی و.

بي‌اې‌اې خپله دویمه ځانمرګې بریدګره د ۲۳ کلنې اصفه منګل په نوم یاده کړې ده. ویلي یې دي چې هغه په ۲۰۲۳ کې د بي‌اېل‌اې مجید بریګېډ لوا کې شامله شوې وه او د جنورۍ پر ۳۱ نېټه یې په نوشکي سیمه کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز ځانمرګی برید وکړ.

دې ډلې د درېیمې ځانمرګې بریدګرې نوم هتم ناز (ګل بي‌بي) یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه ۶۰ کلنه وه. په وینا یې، هتم ناز په ۲۰۱۵ کې د بي‌اېل‌اې غړیتوب ترلاسه کړ او په نوشکي کې یې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید کړی دی.

پر اېکس خواله رسنۍ هم بي‌اېل‌اې ته ځينو منسوبو کسانو د دغو ښځينه‌و عکسونه خپاره کړي دي او د حوا بلوڅ (دروشم) هغه ویډيو ډېره لاس‌په‌لاس شوې چې د جګړې له ډګره ثبت شوې برېښي او دا پکې په ټوپک ډزې کوي او د پاکستان پر حکومت له بلوڅانو سره پر کېدونکي چلند نیوکې کوي.

بي‌بي‌سي دا ویډيو او پکې معلومات په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون یکشنبه (سلواغه ۱۲/ فبروري ۱) په سیالکوټ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د بي‌اېل‌اې له لوري په عملیاتو کې د ښځينه‌و د ګډون په اړه وویل چې "سخت‌دریځو د ځوانو نجونو او هلکانو پر ذهنیت جوړولو کار پیل کړی" دی. د ده په وینا، امنیتي ځواکونو د وسله‌والو بریدونه "ناکام" کړل او اوس "په خپلو وروستیو عملیاتو بوخت دي."

هند او افغانستان ته بیا د پړې ګوته نیول

خواجه اصف لاس تر زنې ناست دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا له دغو بریدونو سره د افغانستان نوم یاد کړی دی.

د یادولو ده چې بلوڅ بېلتون‌پال پر پاکستان حکومت او پوځ تور پورې کوي چې ګواکې له بلوڅانو سره "ظلم" کوي، "په جبري توګه یې تری‌تم کوي" او د دغه ایالت په طبعي سرچینو کې په خپله بلوڅانو ته برخه نه ورکوي نو ځکه د دوی پر ضد راولاړ شوي دي.

تر وسله‌والو پرته د ماه‌رنګ بلوڅ په څېرې ځينې بلوڅ مدني فعالان هم ورته ادعاوې کوي خو د پاکستان حکومت یې ردوي.

د پاکستان حکومت بي‌اېل‌اې یوه "ترهګره ډله" بولي او په بلوچستان کې فعالو وسله‌والو ته د "فتنه هندوستان" نوم اخلي.

د پاکستان حکومت پر هند تور پورې کوي چې ګواکې د دغو وسله‌والو ملاتړ کوي. خو هند دا تورونه ردوي.

په تازه بریدونو کې هم پاکستان هند ته د ملامتیا ګوته نیولې ده خو هند رد کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، "په دې ډول تورونو سره پاکستان غواړي چې له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي او دا یې پخوانی عادت دی."

د ښاغلي جېسوال په وینا، د پاکستان "د جبر، ظلم او له بشري حقونو د سرغړونې تاریخ" له هېچا هم پټ نه دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا له دغو بریدونو سره د افغانستان نوم یاد کړی دی.

هغه ویلي، "موږ باید د سخت‌دریځو ځالې په نښه کړو، که هغه په هېواد کې دننه وي او که بهر" او "که افغانستان یې تر شا ولاړ وي نو موږ به په هېڅ راز ګام اوچتولو هم سرپه و نه کړو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم د خواجه اصف دې تکراري ادعا او ګواښ ته کوم تازه غبرګون نه دی ښکاره کړی خو د ده ورته تېرو څرګندونو ته په غرګون کې یې ویلي وو چې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي او یا د نړۍ د کوم بل ملک پر ضد وکارېږي خو که څوک پر افغان خاورې د تېري هڅه وکړي نو دوی به یې "غاښ‌ماتی" ځواب ورکړي.

په تېر کې د طالبانو حکومت هم د پاکستان حکومت ملامت کړی و چې ګواکې "د خپلو ناکامیو پړه" پر نورو وراچوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د بي‌اېل‌اې ښځينه‌ غړې د نارینه‌و ترڅنګ د پاکستان پوځ پر ضد جګړې او عملیاتو کې برخه اخلي. تر دې وړاندې یې هم ځينو په ځانمرګو او نورو وسله‌والو بریدونو کې ګډون کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۶ د ماهل بلوڅ په نوم د بي‌اې‌اې یوې سرمچارې د بلوچستان په بېله سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز له باروتو ډک موټر سره ځانمرګی برید وکړ.

"د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" یا بي‌اېل‌اې وویل چې له دغه برید سره یې "هیروف عملیات" پیل کړي.

دا ورځ د بلوچستان مشهور سیاسي مشر نواب اکبر بوګټي له ۱۸ تلین سره برابره وه او هغه مهال بلوڅ بېلتون‌پالو د دغه ایالت په لسو ولسوالیو یا ضلعو کې بریدونه وکړل چې د "هیروف عملیات" نوم یې ورکړی و او د پاکستانيو چارواکو په وینا، لږ‌تر‌لږه ۳۹ تنه پکې وژل شوي وو.

تر هغې وړاندې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې شاري بلوڅ نومې ښځې د پاکستان کراچۍ پوهنتون کې د کنفیوشس مرکز مخې ته ځانمرګی برید کړی و چې د درو چینايي استادانو په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي وو. دا د بي‌اېل‌اې لومړنۍ ښځينه ځانمرګې بریدګره بلل شوې وه.

د بلوچستان د تربت سیمې اوسېدونکې شاري بلوڅ چې د برمش په نامه هم مشهوره وه، د دوو ماشومانو مور او د یوه ډاکتر مېرمن وه.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې بیا په همدې تربت سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید وشو چې بریدګره یې د سمیعه قلندراني بلوڅ په نامه وپېژندل شوه.

د بي ایل اې وسله والو په وینا سمیعه بلوڅ د ریحان بلوڅ کوژدنه او د مجید لوا د موسس اسلم بلوڅ نږور وه.