د بلوڅ بېلتونپالو پوځ: هغه سرخوږی چې پاکستان یې له ګاونډیانو ګڼي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, مامون دُرانی او علي حسيني
- دنده, بي بي سي
نژدې یوه نیمه میاشت مخکې (د فبرورۍ لومړيو کې) د یو کس انځور چې پر سینه یې چاړه ښخه شوې، پر ټولنیزو رسنیو له دې سرليک سره لاس پر لاس کېده چې: "مشتاق کوهی ووژل شو."
د وژنې ځای، د کابل خوشحالخان سیمه وه او وژل شوی کس د بلوڅ بېلتونپالو یو له مشهورو قوماندانانو و، يوه داسې بېلتون غوښتونکې ډله، چې د پاکستان بلوڅانو سره تړاو لري.
خو مشتاق کوهي له خپل کوره شاوخوا زر کیلومتره لرې، په کابل کې څه کول؟ وژونکی یا وژونکي یې څوک وو؟
د دغو دوو پوښتنو له ځوابه وړاندي باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د مخکیني نظام له نسکورېدو وروسته مشتاق کوهي د بلوڅ بېلتونپالو دویمه مهمه څېره ده، چې کابل کې وژل کېږي؛ يو داسې ښار چې فکر یې کاوه د ده او د ده په څېر د نورو لپاره د پاکستان پرتله خوندي دی.
له ده مخکې عبد الرازق مَندی، چې په "انجنیر" مشهور و، په کابل کې وژل شوی و. هغه هم یو له فعاله بلوڅانو و، چې څو کاله په افغانستان کې اوسېدلی و.
د پاکستان د سولې څېړنيز انسټیټیوت شمېرې ښيي، چې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي پوځ بریدونه په ۲۰۲۴ کال کې په ۸۴ سلنه زیاتوالي سره، نژدې ۲۰۰ ګوزارونو ته رسېدلي وو. دا وسله واله ډله ادعا کوي چې د بلوچستان د طبیعي زېرمو ګټه چې باید په خپله بلوڅانو ته رسېدی، نه رسېږي. خو بېلتون غوښتنه يوه داسې راغځېدلې مسئله ده، چې (په ۱۹۴۷ کال کې) د پاکستان له جوړېدو راهیسې، د بلوڅانو پر ژبه ده.

د بلوڅ بېلتونپالو پر وړاندي د پاکستان پوځ ځپونکي ګامونه د دې لامل شول، چې یو شمېر مشران او قوماندانان یې افغانستان ته مخه کړي، يو داسې ګاونډ چې فکر یې کاوه د پاکستان امنیتي ځواکونو له بریدونو به په کې خوندي وي.
د افغانستان پخواني نظام د ملي امنیت ریاست د یو لوړپوړي چارواکي په وینا "د خلق ديموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال بلوڅ بېلتونپالو تر بل هر وخت زیات ملاتړ ترلاسه کړ، په ځانګړي توګه د ډاکټر نجیب الله په وخت کې دا ملاتړ ډېر څرګند و او ځانګړي وسلې او امکانات یې په واک کې ورکړل شوي وو. خو په نورو حکومتونو کې بيا د دغو وسله والو ملاتړ تر ډېره په افغانستان کې د استوګنې اجازه او تګ راتګ په برخه کې و."
"د جګړې ډګر ته د بلوڅ مشرانو بېرته ستنېدل"
د بلوڅو آزادۍ غوښتونکي پوځ ته نژدې یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي، د افغانستان مخکیني نظام له پرځېدو وروسته "بلوڅ مشران بېرته بلوچستان ته ستانه شول."
دی ادعا کوي چې د بلوڅ وسله والو د بریدونو زیاتوالی او توندوالی، د یادو مشرانو او قوماندانانو د ستنېدو یوه ښکاره پایله ده.
د ده په وینا، دا ګام د طالبانو له هغه پلانه الهام اخیستل و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په پاکستان کې وړاندې کړی و.
هغوی په یوه لویه غونډه کې پریکړه کړې وه تر هغه چې د دې ډلې لوړپوړي مشران د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي، بریالي به نه شي.
په ۲۰۱۳ کال کې، طالبانو شاوخوا ۱۱۵۰ بریدونه کړي وو، خو په ۲۰۱۴ کې دا شمېره ۱۶۰۰ ته لوړه شوه، او وروسته لا زیاته شوه. دا سرچینه چې د امنیتي دلیلونو له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شې ادعا کوي، چې د بلوڅو مشرانو هم ورته لاره غوره کړه او د خپلو جنګیالیو د روحیې پیاوړتیا لپاره بېرته بلوچستان ته ستانه شول.
خو کابل کې د مشتاق کوهي وژل کېدل، چې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي پوځ د شورا غړی و، پردې مانا دي، چې لا یې هم ځینې کسان افغانستان ته په تګ راتګ بوخت دي.
د پخواني افغان حکومت پر مهال، لږترلږه ۱۵ بلوڅ مشران په افغانستان کې وژل شوي وو، چې د اسلم بلوڅ (د بلوڅ آزادۍغوښتونکو پوځ مشر) او بالاچ مري نومونه په دغه نوملړ کې راځي. پر اسلم بلوڅ تور و، چې د پاکستان په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ د برید اصلي پلانوونکی و.

د عکس سرچینه، EPA
"د هند ښکېلتیا"
د هند او پاکستان له بېلتون وروسته، لسیزې کېږي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي پاتې شوې دي. دا تربګني د دواړو هېوادونو د ګډو پولو ها خوا د افغانستان په څېر نورو هېوادونو ته هم غځېدلې ده.
پاکستان هند تورنوي چې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي پوځ تر ټولو مهم بهرنی ملاتړی دی، خو هند دا تورونه رد کړي دي.
د افغانستان پخواني ملي امنیت ریاست یو لوړپوړي چارواکي بيبيسي ته وویل: "دا څرګنده ده چې هند د هغوی ملاتړ کوي."
د ملي امنیت بل پخوانی چارواکی هم ورته نظر لري، د هغه په وینا: "هند هېڅکله د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي پوځ موضوع د افغانستان له حکومت سره شريکه نه کړه. هندیان پوهېدل چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د افغانستان حکومت کې اغېز لري او ویره یې درلوده چې دا ډول موضوګانې راپورته کړي. د هغوی لپاره دا څرګنده وه چې د ځینو هېوادونو اړیکې له پاکستان سره په کومه کچه کې دي. ځکه نو دا ډول پروژې یې په انفرادي ډول مخته وړلې. لکه د جنرال عبدالرازق (د کندهار د پولیسو قومندان چې ووژل شو) یا هر چا، چې کولای شول هغوی سره مرسته وکړي. جنرال عبدالرازق د مرکزي حکومت له مشورې پرته د بلوڅانو ملاتړ کاوه."

د عکس سرچینه، BLA
"د پاکستان لاس ښکېل دی"
کله چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومې پر شپږمه نېټه یو ځانمرګي بریدګر د بلوڅ آزادۍ غوښتونکو پوځ مشر أسلم بلوڅ، چې په اسلم آچو مشهور و له پنځو مهمو غړو سره د کندهار په عینو مېنه کې وواژه، هېڅ ډلې یې د برید مسؤلیت پر غاړه وانخیست.
له هغه وروسته او کابو په ټولو هغو پېښو کې، چې بلوڅ آزادۍ غوښتونکي په افغانستان کې وژل شوي، هېڅ ډلې یې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی. د افغانستان پخواني حکومت یو چارواکی د پاکستان څارګره اداره (ISI) د اسلم بلوڅ په وژلو کې ښکېله بولي.
د افغانستان پخواني ملي امنیت ریاست د یو لوړپوړي چارواکي په وینا: "د پاکستان استخباراتو د افغانستان د یوه پخواني چارواکي ورور هم په کندهار کې وواژه. هغوی (د پاکستان استخبارات) باور دا و، چې هغه له هنده پیسې راوړې او په افغانستان کې یې پر بلوڅ مشرانو وېشلې."
د افغانستان استخباراتو د دغه پخواني چارواکي له نظره، پاکستان د مشتاق کوهي په وژلو کې هم ښکېل دی.
پاکستان تر دې دمه د دغو تورونو، په ځانګړي ډول د بلوڅ وسله والو د وژلو په اړه، کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی. خو په دې وروستیو کې یې د پاکستانيو طالبانو د وسله والو په اړه د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که د دغو جنګیالیو د فعالیت مخه ونه نیسي، نو پاکستان به اړین ګامونه واخلي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېر کال بي بي سي ته ویلي وو "دا سمه خبره ده، چې موږ په افغانستان کې عملیات کړي او موږ به بیا هم همداسې کوو."

د عکس سرچینه، BLA
"د تور ګوته د طالبانو حکومت پر لور"
د مارچ ۱۱ مې مخکې پېښې وروسته، چې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي پوځ وسله والو په کې نژدې ۴۰۰ کسان په اورګاډي کې یرغمل کړل او د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي ووژل شول، د دغه هېواد د پوځ ویاند ادعا کوله: "د دغو عملیاتو او د مخکینیو عملیاتو اصلي ملاتړی ګاونډی هېواد، افغانستان دی... او په افغانستان کې ترهګرو ته بېلابېل پناځایونه ورکول کېږي."
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړ او ویل یې: "موږ د پاکستان د پوځ د ویاند له لوري په بلوچستان کې پر سپرلۍ اورګاډي په برید د افغانستان تورنول "بېبنسټه ادعاوې په کلکه ردوو. د بلوڅو هېڅ وسلوال غړی په افغانستان کې نه شته او هېڅکله یې له اسلامي امارت سره اړیکه نه وه او نه یې لري."
خو پاکستان ته دا خبره د منلو نه ده.
د افغانستان ملي امنیت ریاست یو پخوانی چارواکی، چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي په دې باور دی چې په تېرو وختونو کې "د طالبانو او د بلوڅو وسلهوالو ترمنځ یو نالیکل شوی تفاهملیک شتون درلود. په دې مانا، چې افغان طالبان په پاکستان کې په بلوڅ میشتو سیمو کې وو او د پاکستان بلوڅان هم په افغانستان کې په هغو سیمو کې اوسېدل چې د طالبانو وسله وال په کې فعال وو. د دې تفاهملیک له مخې نه بلوڅانو طالبانو ته ستونزه جوړوله او نه هم طالبانو بلوڅانو ته."
د طالبانو حکومت د اړیکو کچه له بلوڅانو سره (په ځانګړي ډول کله چې له پاکستان سره اړیکي ترینګلي دي) څرګنده نه ده. خو د افغانستان معاصر تاریخ ته یو عمومي ليد ښیې، چې په افغانستان کې حکومتونو که په پاکستان کې بلوڅ بېلتونپالي وسله وال خپل ملګري نه دي ګڼلي، نو دښمنان یې هم نه دي بللي.











