د بلوچستان په بېلابېلو بريدونو کې د وسله والو په ګډون د وژل شويو شمېر ۷۴ ته ختلی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو په بريدونو کې د لږ تر لږه ۳۹ تنو د وژل کېدو پخلی شوی دی. د پاکستان پوځ بيا وايي په ځوابي عملياتو کې يې ۲۱ وسله وال وژلي او ۱۴ تنو امنيتي سرتېرو هم په دې ترڅ کې خپل ژوند بايللی دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اورپکو له خوا بريدونه د اګست ۲۵ او ۲۶ تر منځ د شپې مهال شوې دي چې په ځواب کې يې پوځ ۲۱ تنه وسله وال وژلي دي.
ياده اداره وايي په دغو بريدونو کې ۱۰ پوځيان او د امنيتي ادارو څلور کارکوونکي هم وژل شوي دي.
د يادولو وړه ده چې دغه بريدونه د بلوچستان له لسو زياتو ولسواليو کې شوې چې تر ټولو ډېره مړينه د موسی خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. په دې ولسوالۍ کې ۲۲ تنه د وسلوالو په بريدونو کې وژل شوي. حکومتي چارواکو تراوسه په کلات کې د ۱۱ تنو او بولان کې د شپږو د مړينې پخلی کړی دی.
بلوڅ بېلتون پالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي) د بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
له دغو بريدونو وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو بريدونو کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي او د سختې سزا ژمنه يې وکړه.
دا بريدونه د بلوڅ مشهور سياسي مشر نواب اکبر خان بګټي د ۱۸م تلين پر مهال شوي او د بلوچ لېبرېشن ارمي له خوا د "هيروف عملیاتو" نوم ورکړل شوی دی.
موسی خېلو کې لوی بريد

د وسله والو له خوا د تېرې شپې په بريدونو کې ډېر زيان د موسی خېلو، لسبېله، کلات او د مستونګ په بېلابېلو سيمو کې اوښتی دی.
خو تر ټولو زياته مرګژوبله په موسی خېلو کې رامنځته شوې ده چې د امنيتي چارواکو په وينا وسله والو د پنجاب او بلوچستان تر منځ تلونکي ګاډلي درول او له پېژندګلوی وروسته يې پر سپرليو ډزې کړې دي.
د موسی خېلو د پوليسو مشر محمد ايوب اڅکزي وایی د ډزو په دغه پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د موسي خېلو يو بل امنيتي چارواکی نجيب کاکړ وايي، په وژل شويو کې ۱۷ تنه د پنجاب اوسېدونکی، دوه تنه د بلوچستان او د دريو نورو پېژندګلوي لا نه ده شوې.
نوموړي زياته کړې، وسله والو په دغه سيمه کې د سپرليو د بسونو په ګډون ۱۸ ګاډي هم زيانمن کړي او سوځولي دي.
موسی خېل د بلوچستان مرکز کوټې ښار شمال ختيځ ته په ۴۵۰ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده چې له ډېره بګټي ولسوالۍ سره نژدې نژدې ده.
کلات کې د پنځو امنيتي سرتېرو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي

د دوشنبې په شپه د کلات ښار ته څېرمه پر يوه هوټل او د يوه کور تر څنګ د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته هم وسله والو بريد کړی چې کلات کې د روغتون د يوه چارواکي په وينا په دغو پېښو کې ټول ۱۱ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
بل پلو له کلات سره څېرمه مستونګ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته هم بريد شوی چې د يوه چارواکي په وينا چا ته په کې زيان نه دی اوښتی.
په کلات او مستونګ کې د کوټې او کراچۍ تر منځ لويه لار د وسله والو او د دغو بريدونو له کبله تړل شوې وه چې د امنيتي چارواکو په وينا له څو ساعتونو وروسته بېرته پرانيستل شوه.
دغه بريد په داسې حال کې شوی چې د يکشنبې په شپه د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو بريدونو تر څنګ چاودنې هم شوې وې چې مرګژوبله يې هم لرله.
په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پېښې ډېرې شوې چې د دغه هېواد امنيتي چارواکي يې تر ډېره پړه پر پاکستاني طالبانو، بلوڅ بېلتونپالو او نورو اورپکو ډلو اچوي.











