باجوړ کې بمي چاودنې پنځه پولیس وژلي، ګڼ نور ټپیان دي

د عکس سرچینه، Bilal Yasir
د خيبرپښتونخوا په قبایيلي سيمه باجوړ کې نن سهار د پوليو کمپاين ساتونکو پوليسو موټر ته نژدې د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه پوليس وژل شوي او شاوخوا ٢٠ تنه نور ټپیان دي.
د باجوړ ضلعې پوليسو افسر کاشف ذوالفقار په وینا، دغه پېښه د تحصيل ماموند په بيلټ فرش سيمه کې رامنځ ته شوې. ویل شوي چاودېدونکې توکي له وړاندې هلته ځای پر ځای شوي وو.
کاشف ذوالفقار بي بي سي ته وویل، په باجوړ سیمه کې نن (دوشنبه) د پولیو ضد کمپاین پیلېږي او په دې لړ کې د پولیسو کارکوونکي ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا، پوليس په موټر کې سپاره وو، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.
د ژغورنې ۱۱۲۲ کارکوونکو په وینا، په پېښه کې ژوبل شوي کسان سمدستي نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د لومړنیو رپوټونو له مخې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي تي پي) د دغې پېښې پړه منلې ده. ټي ټي پي په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي،" په رسنیو کې دغه برید ته بل رنګ ورکول کېږي او له پولیو سره تړاو ورکول کېږي، چې بشپړ درواغ دي."
د باجوړ يو ځايي خبريال بلال ياسر چې د همدې سيمې اوسېدونکی دی وايي، دفتر ته د تګ لپاره یې تياري نيولې وه، چې يوه زوروره چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، د سيمې خلکو په خپله مرسته ټپيان او د وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدولي دي.
دا په پاکستان کې د پوليو ضد ډلې پر کارکوونکو او په ځانګړې توګه پر پوليسو چې د دوی د ساتنې دنده پر غاړه لري، لومړی بريد نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم پر پوليسو دغه ډول ډېر بريدونه شوي دي.
په تېرو ۳۰ کلونو کې په پاکستان کې دغه خطرناکه ناروغي نه ده کابو شوې، په داسې حال کې چې دا ناروغي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوې ده.
تېر کال په پاکستان کې د پولیو شپږ پېښو خبر ورکول شوی وو.
د پاکستان په ۱۵۹ ښارونو کې نن د پولیو ضد کمپاین پیل شو. په دوی کې به په پنجاب کې ۲۳ میلیونه، په سند کې له ۱۰ میلیونو، په خیبر پښتونخوا کې له ۷ میلیونو او په بلوچستان کې له ۲ میلیونو څخه ډېر ماشومان د پولیو څخه د ژغورنې لپاره واکسین شي.
په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي کسانو او پوځیانو بریدونه ډېر شوي دي.











