د خيبر پښتونخوا په ټانک کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد شوی

پاکستاني پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز وسله وال بريد شوی. رپوټونه وايي لومړی يوه زوروه چاودنه شوې او بيا وروسته ډزې پيل شوې دي.

په پېښور کې د بي بي سي خبريال رحمان الله وايي، د ټانک د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي چې برید ځايي وخت د شپې دری بجې پيل شوی دی.

د ټانک د پولیسو مشر وايي، په دې بريد کې پنځه پاکستاني امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

په سيمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، د دوو چاودنو او له هغې وروسته يې د ډزو غږونه اورېدلي دي.

دا په تېره يوه اوونۍ کې د خيبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې دويم برید دی. تر دې وړاندې د ډسمبر پر ۱۲ نېټه د دېره اسماعيل خان په درابن سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر يوه مرکز برید شوی و چې لږ تر لږه ۲۳ تنه امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، تحریک جهاد پاکستان (ټي جې پي)، چې په وروستیو کې راڅرګنده شوې، په یوې اعلامیې کې ویلي، د دېره اسماعيل خان د بريد مسوليت منلی و.

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پنجاب په میانوالي ښار کې وسله والو د هوايي ځواک پر مرکز برید کړی و.

هغه مهال د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې د چاڼیزو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته د ۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه، خو ویل شوي و، چې هلته ولاړو الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي وو.

د نومبر په درېیمه نېټه هم د بلوچستان ايالت په ګواد سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی و چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي وو.