" طالبان: "د اسلام اباد په غوښتنو به غور وکړو، خو هره پړه دې په مونږ نه اچوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستاني چارواکو لخوا اسلام اباد کې د طالبانو سفیر له احضار وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي "په هغو موضوعاتو به غور کوي چې د سفیر صیب له لارې شریک شوي دي."
له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر احضار کړی و او د ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د 'ترهګریز' برید په اړه سخت احتجاج کړی دی.
ښاغلي مجاهد ډېره اسماعیل خان کې له دغې درنې چاودنې او د پاکستان له احتجاج وروسته نن له بي بي سي سره خبرو کې وویل " دا پېښه چې پاکستان کې شوې مونږ پرې خپه یوو، دویم دا چې په هغو موضوعاتو به هم که خدای کول مونږ غور وکړو چې دوی د سفیر صیب له لارې شریک کړي."
د دې تر څنګ هغه زیاته کړه "زمونږ غوښتنه دا ده چې، هره پېښه چې پاکستان کې کېږي هغه دې په افغانستان پورې نه تړل کیږي."
ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټينګار کړی چې، د افغانستان خاوره به د هیچا په وړاندې نه کاریږي او "مونږ په دې اړه ډېر جدي یو."
نوموړي ویلي، د ډېره اسماعیل خان پېښه سلګونه کیلومتره د ننه پاکستان کې ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه باید خپلو مسؤولیتونو ته متوجې وي.
خو دا چې د پاکستان د غوښتنو په اړه یې ځواب څه دی ښاغلی مجاهد وايي هغه معلومات څیړي چې دوی ته ور رسول کېږي.
د طالبانو له حکومته د پاکستان غوښتنه؛ د خونړي برید عاملان او "افغانستان کې د ټيټيپي موجود مشران راوسپارئ''

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت شارژدافېر احضار کړی او د ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د 'ترهګریز' برید په اړه سخت احتجاج کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد خونړي برید پړه د (تحریک جهاد پاکستان) په نامه یوې "ترهګرې" ډلې منلې ده چې له "تحریک طالبان پاکستان" ډلې سره تړاو لري.
په اعلامیه کې ویل شوي، د افغان دولت شارژدافېر ته یې ویلي چې خپل موقت حکومت ته د پاکستان دغه لاندې غوښتنې سملاسي ورسوي:
"د ننني برید پلټنه وکړي او د عاملانو پر وړاندې یې ټینګ ګام واخلي او دا برید په لوړه کچه وغندي. د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرانو پرضد تایید شوي ګامونه واخلي، د برید عاملان او افغانستان کې د ټي ټي پي موجود مشران دې پاکستان ته وسپاري او د پاکستان خلاف له افغان خاورې د ترهګرۍ لپاره د ګټې اخیستنې مخه ونیسي".
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ظاهرا د پاکستان دغو غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلي، خو په تېر کې یې د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګنې د ټي ټي پي غړي یا مشران دې افغانستان کې وي.
د برید جزییات
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز په ځایي وخت د سهار درې بجې ډله ییز برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار ISPR) ویلي په برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوي دي. په اعلامیې کې ویل شوي د چاودنې له امله ودانۍ نړېدلې. دوی وايي په دغې پېښې کې شپږ تنه بریدګر هم وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنه ښوولی دی. رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، د پولیسو مرکز د پاکستاني پوځ لخوا د مرکز په توګه کارېده او دوی وېره ښوولې چې په مرکز کې دننه ساتل شوي پوځي مهماتو ته به چاودنه ورکړل شوې وي.
د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، تحریک جهاد پاکستان (ټي جې پي)، چې په وروستیو کې راڅرګنده شوې، په یوې اعلامیې کې ویلي، د دوی وسله والو د پاکستاني پوځ پر مرکز دا برید کړی دی.
رپوټونه وایي، لومړی د پوځ مرکز په دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې او وروسته دننه تللي دي.
ویل شوي د درابن کلا سیمه کې د پوځ مرکز کې ټپي شوي پوځیان سیمې ته نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د درابن تحصیل سیمې ټول ښوونځي او کالجونه تړل شوي او ازموینې یې ځنډول شوې دي.
ویل شوي پوځیان هلته په یوه ښوونځي کې دېره شوي وو، چې برید پرې وشو.
د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او د وژل شویو کسانو په تړاو یې خواشیني څرګنده کړې ده.
څه باندې یوه میاشت وړاندې د پنجاب په میانوالي ښار کې یې وسله والو د هوايي ځواک پر مرکز برید کړی و.
هغه مهال د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار ISPR) په یوه خبرپاڼه کې د چاڼیزو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته د ۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه، خو ویل شوي و، چې هلته ولاړو الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي وو.
د نومبر په درېیمه نېټه هم د بلوچستان ايالت په ګواد سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی و چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي وو.











