بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو چاودنه؛ ۲ کسان وژل شوي ۳ ټپیان دي

پاکستان

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، چاودنه کې تورن اصغر (ښی خوا) او جګړن جواد وژل شوي دي

د بلوچستان کوهلو سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو یوه بمي چاودنه کې د یوه جګړن په ګډون لږترلږه دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کوهلو سیمې یوه ځايي چاراوکي ویلي دا پېښه د جمعې پر ورځ شوې.

دې سیمه کې په همداسې یوه بله پېښه کې د یوه ملکي کس د ټپي کېدو خبر هم ورکړ شوی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې 'ای اېس پي ار' ویلي چې د چاودنې ښکار شوي امنیتي کسان دې سیمه کې د سختدریځو پر وړاندې په عملیاتو بوخت وو.

د بلوچستان اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو او کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله دا پېښه غندلې او ویلي چې "دښمن به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي."

د دغه برید مسوولیت د بېلتونپالو بلوڅانو د خپلواکۍ پوځ (بي اېل اې) په غاړه اخیستی.

یوه ځايي چارواکي ویلي چې په همدې سیمه کې پر یوه ټراکټور هم بمي چاودنه شوې او چلوونکی یې ټپي شوی دی.

تر دغو پېښو څو ساعته وړاندې په ورڅېرمه 'ډېره بګټي' کې د ناپېژانده وسله والو برید کې د ملېشه ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپي شوي وو.

په دې توګه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلوچستان په دې سیمه کې درې امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

ای اېس پي ار خپله اعلامیه کې ویلي کوهلو سیمه کې د استخباراتي مالومات پر بنسټ د توندلارو د خوځښت د مخنیوي لپاره چاڼیز عملیات کېدل چې دا چاودنه شوه، "جګړن جواد او تورن صغیر پکې ووژل شول".

دا پېښه چېرته شوې؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

کوهلو کې یوه سیمه ییز چارواکي ویلي دا پېښه د کاهان تحصیل په باریلي سیمه کې شوې.‌

کوهلو د بلوچستان د مرکز کوټې شمال ختیځ کې پنجاب سره ګاونډ کې پرته ولسوالۍ ده.

دا ولسوالي د بلوچستان له ډېره بګټي‌ او بارکهان سره هم پولې لري او ډېری اوسېدونکي یې د مري قبیلي بلوڅان دي.

دغه چارواکي ویلي چاودېدونکي توکي ناپېژانده وسله والو ځای پر ځای کړي وو او د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودلي دي.

هغه هم دې پېښه کې د دوو پوځیانو د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو خبره کړې.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې سیمه کې به یې د دوی په وینا د 'هېواد د دښمنانو خلاف عملیات دوام ولري.'