بي ایل اې وسله وال چې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، څوک دي؟

بی ایل اے

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي کوټه

پرون چارشنبه د بلوچستان نوشکي او پنجګور سیمو کې د پاکستاني ملېشه ځواک (ایف سي) پر دفترونو بریدونه شوي، چې د پاکستان پوځ په وینا یو پوځي او څلور بریدګر پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''د ترهګرو برید ته پر وخت غبرګون څرګند او شنډ شو ''

د دې برید مسوولیت د بېلتون پالو بلوڅانو بلوچ لیبرېشن ارمي یا بلوڅ خپلواکۍ پوځ (بي ایل اې) منلی او په وینا یې د دوی 'مجید لوا ' دا بریدونه کړي.

بي بي سي د بي ایل اې په هکله لومړی ځل دا رپوټ په ۲۰۱۹ کال کې خپور کړی، اوس یو ځل بیا وړاندې کېږي.

بلوچستان لیبریشن ارمي لومړی ځل ۱۹۷۰ لسیزې پیل کې وسله وال فعالیت پیل کړ، چې پاکستان کې د ذوالفقار علي بوټو حکومت و.

کله چې پوځي دکتاتور جنرال ضیاالحق په دغه هېواد کې واکمن شو، له ملپالو سره یې مذاکرات پیل کړل او د وسله والو بغاوتونو له منځه تللو وروسته بي ایل اې وسله وال هم تر ډېره بریده غیر فعال شول.

نوابزادہ بالاچ مری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بالاچ مري

وروسته په ۲۰۰۰ کال کې چې یو بل پوځي جنرال پروېز مشرف پاکستان کې واکمن و، د بلوچستان عالي محکمې یوه قاضي نواز مري د وژنې په تور سیاستوال خیر بخش مري ونیول شو او له هغه وروسته بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو او دولتي ادارو بریدونو زور واخیست.

د داسې ډول ډېری بریدونو مسوولیت بي ایل اې منلی. ۲۰۰۶ کال کې چې پاکستان حکومت پر بي ایل اې بندیز ولګاوه، د نواب خیر بخش مري زوی بالاچ مري د بي ایل اې مشر په توګه یادیده.

د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د بالاچ مري د وژل کېدو رپوټونه خپاره شول او بي ایل اې ومنله چې نوموړی ډېورنډ کرښې ته نژدې یوه نښته کې وژل شوی دی.

له هغه وروسته پاکستاني چارواکو ادعا کوله چې د بالاچ مري ورور حربیار مري د هغه ځای ناستی دی، چې بریتانیا کې مېشت دی، خو خپله حربیار مري په هر ډول وسله والو فعالیت کې لاس درلودل په کلکه رد کړي دي.

خو د دې تر څنګ د بي ایل اې مشرانو کې د اسلم بلوڅ نوم یادیده، چې د رپوټونو له مخې له ټپي کېدو وروسته یې د درملنې لپاره هند ته تګ له نورو ملګرو سره د اختلاف لامل شوی و.

د نوموړي په هکله داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې له ښه کېدو وروسته د ډېورنډ کرښې په شاوخوا سیمو کې فعالیت کوي.

د نوموړي ملګرو په هکله ویل کېږي چې ځانمرګي بریدونه یې هم کړي، د پاکستان او چین اقتصادي دهلېز 'سي پیک ' پروژې مخالفت کوي او دا وروستیو کې یې بلوچستان کې پر چینايي پروژو هم بریدونه کړي دي.

دې ډلې د ۲۰۱۸ کال اګست کې د لومړني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه، چې ادعا کېږي په چاغي ضلع کې د اسلم بلوڅ زوی کړی و.

حیربیار مری (فائل فوٹو)
د عکس تشریح، حربیار مري په وسله وال فعالیت کې لاس لرل ردوي

هغه برید د انجینرانو پر یوه لېږدوونکي بس ګاډي شوی و، چې چینایان هم پکې شامل وو.

همدې ډلې وروسته د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د پاکستان کراچۍ کۍ پر چینايی قونصلګري د برید مسوولیت هم منلی و.

دې ډلې روان کال د بلوچستان په ګوادر کې پر پرل کانټیننټل هوټل د برید مسوولیت هم ومانه.

مجید لوا د هغه بېلتون پال نامه ته منسوبه ده، چې په ۱۹۷۰ کال کې یې د پاکستان هغه وخت پر لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د لاسي بم برید کړی و.

بلوچ لیبرېشن ارمي نومې دا وسله واله ډله د ۲۰۱۷ کال نومبر کې د بلوڅ بېلتونپالو له 'بلوچ راجي اجويي سنګر یا براس ' نومي ټلوالې برخه شوه.

دې ټلواله کې د بلوچستان لیبریشن فرنټ او بلوچ ريپلیکن ګارډ نومي تنظیمونه هم شامل دي چې وسله وال فعالیتونه کوي او همدې براس ټلوالې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.