بلوچستان برید؛ پاکستان وايي، بریدګر په افغانستان او هند کې له پلان جوړوونکو سره اړیکه کې وو

نوشکی، پنجگور، ایف سی
د عکس تشریح، نوشکي سیمه کې د ملېشه ځواکونو مرکز چې وسله والو پرې برید کړی
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ملېشه ځواکونو پر دوو سیمه ييزه مرکزونو د بلوڅو وسلوالو په برید کې لږ تر لږه دوولس پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

دغه برید په بلوڅ مېشته نوشکي او پنجګور سیمو کې د ملېشه ځواک پر مرکزونو شوی، چې د وروستیو رپوټونو له مخې په پنجګور کې لاهم عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې ددې بریدونو مهال وسلوال په افغانستان او هند کې د برید له پلان کوونکو سره اړیکه کې وو.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو نوشکي او پنجګور سیمو کې د پاکستاني ملېشه ځواک پر ځايي مرکزونو بریدونو کې لږ تر لږه دوولس امنیتي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي، په پنجګور سیمه کې د ملېشه ځواک پر مرکز برید او عملیات لاهم روان دي، چې چارواکي ادعا کوي، له څلورو تر پنځو پورې بریدګر يې محاصره کړي دي.

نوشکي کې یو پولیس چارواکي بي بي سي ته وویل، د برید پیل کې یو خورا زوروره چاودنه وشوه.

د عکس سرچینه، Courtesy: Shah Nazar Badini

د عکس تشریح، نوشکي کې یو پولیس چارواکي بي بي سي ته وویل، د برید پیل کې یو خورا زوروره چاودنه وشوه.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په کوټه کې ددې بریدونو په هکله په یوه خبري غونډه کې وویل، عملیات لاهم روان دي. نوموړی وايي:

''په پنجګور سیمه کې د ملېشه ځواک پر مرکز د شپې شاوخوا اته بجې برید وشو او تردې لږ وروسته بیا په نوشکي سیمه کې هم ورته یو برید وشو، چې په نوشکي سیمه کې زموږ ۵ او پنجګور کې ۷ سرتېري وژل شوي او پنځه سرتېري او نهه برید ګر وژل شوي دي. ''

د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې (ای ایس پي ار) بیا د ښاغلي لانګو له وینا سره په متضاد ډول په دې بریدونو کې تر اوسه د ۷ پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

ای ایس پي ار چارواکي وايي، دې برېدونو کې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، پنجګور کې اوس هم نښته روانه ده او پوځیانو څلور یا پنځه بریدګر محاصره کړي دي.

پوځیان د دواړو بریدونو لړ کې د ۱۳ بریدګرو وژلو ادعا کوي.

دغه غبرګ بریدونه چې د بلوچستان په بېل بېل سیمو کې د ملېشه ځواک پر مرکزونو شوي، د دواړو بریدونو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي یا د بلوڅو د خپلواکي غوښتونکي ځواک قبول کړی او ادعا يې کړې، چې په دې بریدونو کې يې تر سل زیات پاکستاني پوځيان وژلي دي.

تردې وړاندې تېره شپه د پاکستاني پوځ له لوري ددې بریدونو په هکله په خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو، چې په دواړو مرکزونو بریدونو کې يې بریدګر په شا تمبولي او دواړه بریدونه پای ته رسېدلي دي.

خو سهار بیا ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپره شوې یوه وډيو کې وویل، چې په پنجګور سیمه کې برید او عملیات لاهم روان دي.

نوشکي کې د چاودنې له کبله د شاوخوا ودانیو کړکۍ ماتې شوې.
د عکس تشریح، نوشکي کې د چاودنې له کبله د شاوخوا ودانیو کړکۍ ماتې شوې.

؛له پنجګور او نوشکي سیمو ترهګر بهر ایستل شوي او ډېر لږ څلور یا پنځه بریدګر لاهم په پنجګور کې د پاکستاني پوځ په محاصره کې دي، چې ډېر ژر به د پاکستان پوځ شکست ورکړي؛.

له دې سره بیا د پاکستاني پوځ له لوري ددې بریدونو په هکله په دویم خپاره شوي بیان ادعا شوې، چې ددې بریدونو مهال بریدګر له برید پلان کوونکو سره په افغانستان او هند کې اړیکه کې وو.

تراوسه د افغانستان او هند له لوري د پاکستان ددغې ادعا په هکله غبرګون نه دی راغلی.