بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پای ته رسېدلي؛ نهه پوځيان وژل شوي

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پنجګور سیمه کې د فبروۍ پر دويمه پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ وسلوالو بریدونه د شنبې پر ورځ پای ته رسېدلې دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار په وينا د پنجګور او نوشکي په بريدنو او ورپسې عملياتو کې ۲۰ وسله وال او نهه پاکستاني عسکر وژل شوي دی.
د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ (بلوچ لېبرېشن ارمي) د بيان له مخې په دغه بريدونو کې ښکېل د دوی ټول بريدګر وژل شوي.
بله خوا د پنجګور اوسېدونکي وايي چې په ښار کې لا هم ګرځبنديز لګېدلی دی او پوځ خلکو ته له کورونو د نه وتلو سپارښتنه کوي.
د يادونې وړ ده چې د فبرورۍ د دويمې نېټې پر شپه د بلوچستان پر دوو پوځي مرکزونو بريدونه پیل شول، چې مسؤليت يې د بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی و.
دا دوه جلا بریدونه په نوشکي او پنجګور سیمو کې شوي وو، چې نوشکي کې په دويمه ورځ د ټولو بريدګرو د وژل کېدو او د عملياتو د بشپړېدو اعلان شوی و.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې د نوشکي او پنجګور په بريدونو کې د ۱۳ وسله والو او ۷ پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی، خو د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ په وينا په بريدونو کې ۱۶ ځانمرګو ګډون درلود.
له دې ښاره وروستي رپوټونه وايي چې د ښار د تړل کېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، موبايل بند دی، انټرنېټ هم کار نه کوي او خلکو ته ويل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.
بله خوا د نوشکي سیمې يوه امنيتي چارواکي نعيم جان ګچکي په وينا هلته امنيتي حالت تر کنټرول لاندې دی او په ښار کې اوس په درېيمه ورځ وضعيت عادي شوی دی.










