بلوچستان کې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه؛ 'عملیات لا هم روان دي'

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سیمو کې د ملېشه ځواک (ایف سي) پر مرکزونو د وسله والو بریدونو کې تر اوسه د څلور پاکستاني پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، یو شمېر بریدګر لا هم مقاومت کوي، چې په وینا یې پوځیانو محاصره کړي دي.
شیخ رشید احمد په یوه ویډیويي پیغامې کې وویل، تېره شپه وسله والو په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو 'لوی بریدونه ' کړي، چې په خبره یې 'په شا تمبول شوي دي. ' نوموړی زیاتوي: نوشکي کې نهه ترهګر وژل شوي، څلور پوځيان شهیدان شوي او پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي. لږ، څلور یا پنځه ترهګر لا هم امنیتي ځواکونو محاصره کړي چې پوځ به سخته ماتې ورکړي. ''
بلوچستان لیبرېشن ارمي 'بي ایل اې ' چې له پاکستانه د بلوچستان خپلواکۍ ترلاسه کولو غوښتنه کوي، د دې برید مسوولیت منلی دی.
بي ایل اې وسله وال وايي، دا بریدونه د دوی 'مجید لوا ' نومې ډلې کړی دی.

د عکس سرچینه، Courtesy: Shah Nazar Badini
د دې ډلې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، له پاکستاني پوځیانو سره د دوی نښته دوام لري، چې دوه ملګري یې پکې وژل شوي دي.
دا په تېره یوه میاشت کې چې ویل کېږي دا ډله بیا منظمه شوې او فعالیتونه یې ډېر کړي، د ورته بریدونو لړۍ تازه کړۍ بلل کېږي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو د څانګې له خوا له دې مخکې یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې دې برید کې یو پوځي وژل شوی او په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د تاوتريخوالي پېښو کې زياتوالی راغلی دی. پلازمېنه اسلام اباد کې هم پوليس په نښه شوې دي او د لاهور په انارکلي بازار کې هم چاودنې دوه کسان وژلي وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وړاندې له بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو چې د پاکستان په بېلابېلو برخو په تېره بيا بلوچستان او خيبرپښتونخوا سيمو کې ترهګرې ډلې يو ځل بيا فعالې شوې.










