پېښور کې د وسله والو بريد کې پادري وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په ډزو يو عيسوی پادري وژل شوی او بل ټپي دي.
د پېښور د پوليسو له خوا وړاندې شويو لومړنیو راپورونو کې دغه کس چې وېليم سراج نومېږی د پېښور ښار د ګلبهار مارکېټ سره څېرمه پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې کړې دي.
تراوسه کوم ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د پېښور پوليس وايي وېليم سراج د څمکنيو سیمې يوې کليسا کې مرستيال پادري و.
پېښور کې د عيسويانو مذهبي مشر سرفراز بي بي سی ته وويل، پر دواړو پادريان د پاندو سيمې يوې کليسا کې له عبادت وروسته موټر سايکل سپرو کسانو ډزې وکړې.
د پېښور د لېډي رېډېنګ روغتون وياند محمد عاصم ويلي، چې وېليم سراج روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکړې وه خو وايي بل پادرې لږ ټپي شوی او تر درملنې وروسته رخصت شوی دی.
د خيبرپښتونخوا اعلی وزير د پېښې د پلټنو امر کړی دی.
په دې وروستيو کې په پاکستان کې د تاوتريخوالي پېښو کې زياتوالی راغلی دی. پلازمېنه اسلام اباد کې هم پوليس په نښه شوې دي او د لاهور په انارکلي بازار کې هم چاودنې دوه کسان وژلي وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد له بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو چې د پاکستان په بېلابېلو برخو په تېره بيا بلوچستان او خيبرپښتونخوا سيمو کې ترهګرې ډلې يو ځل بيا فعالې شوې.










